اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د تلې ۲۸ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د تلې نهمه نېټه

د ملي شورا مشرانوجرګې د هېواد د امنیتي ځواکونو په سرښندنو سره د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل وستایل او د ټاکنیزو کمېسیونونو له لارې د پایلو اعلانول یې د اعتبار وړ او یو قانوني اقدام وګڼه.

9-Mizan98-JAL1.JPG

دغه غونډه چې د مشرانوجرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ جوړه شوې وه، سناتورانو د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د ټولټاکنو په ورځ د دښمنانو د دسیسو په شنډولو کې د امنیتي اتلوځواکونو اساسي رول څخه په ستاینې سره د ټاکنو مدیریت د تیر په پرتله ښه وباله خو د رای ورکوونکو دشمېر د کمښت او په یاد بهیر کې د یو لړ تخنیکي ستونزو څخه یې نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې باید اعتراضونو او شکایتونو ته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا رسیدګي وشي او د نافذو قوانینو له مخې د ټاکنیزو کمېسیونونو له خوا د پایلو تر اعلان دې نوماندان دخپلې بریا په اړه ادعانکوي ، ځکه د دیموکراسۍ اصول ایجابوي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو پرېکړو ته درناوی وشي او هر ټیم چې د ټاکنو بریالی اعلان شي ټول نوماندان او خلک یې باید ومني.

سناتورانو د ټاکنیزو کمېسیونونو څخه وغوښتل چې د خپلو دندو او ژمنو له مخې دې ټول شکایتونه او تخلفات په فني توګه وڅیړي پاکې او ناپاکې رایې دې جلا کړي تر څو په راتلونکې کې په ټاکنو او دموکراسۍ دخلکو  باور ډېر شي.

د مجلس یو شمېر غړو وویل، د جمهوري ریاست ټاکنې چې د یوه ملي لومړیتوب په توګه په لار واچول شوې، اوس باید د سولې بهیر ته چې د هېوادوالو جدي اړتیا ده کار وشي.

غونډه کې سناتور مولوي عبدالوهاب عرفان د تخار ولایت امنیتي وضعیت د اندېښې وړ وګڼه او څرګنده یې کړه چې د ښمن دولایت مرکز ته نږدې شوی او د څو ولسوالیو مواصلاتي لارې یې تړلي او دا چې د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال او نور اړوند امنیتي چارواکي د تالقانو ښار ته تللي هیله ده چې د لا زیاتو امنیتي ځواکونو په لیږلو سره د تالقانو ښار د احتمالي سقوط څخه مخنیوی وشي.

9-Mizan98-JAL2.JPG

د کندز ولایت د امنیتي وضعیت دښه والي او د هېواد شمال کې د مخابراتي شبکو په دوامداره فعالیت ټینګار، ټاکنو کې د ګډونوالو د شمېر په نه جوتېدو نیوکه، اړوندو مراجعو ته د ټاکنیزو تقلبونو څخه د مستندو اسنادو او مدارکو په سپارلو ټینګار ، راتلونکو ټاکنو کې د روڼوالي په موخه د برېښنایی پیژندپاڼو د وېش غوښتنه، غزني ولایت کې د ګټورو امنیتی فعالیتونو څخه یادونه او ځینې نور مسایل هم په غونډه کې مطرح شول.

د آزادو بحثونو په پای کې د مجلس رییس د هغو شهیدانو کورنیو سره چې د ټاکنیزو مبارزو او ټولټاکنو د ورځې په جریان کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي خواخوږي څرګنده او د هېواد د امنیتي ځواکونو له اتلولیو څخه چې ټاکنې یې له شته ستونزو وویستې مننه وکړه او وویل، د ټول هېواد ولسونو د امنیتی ګواښونو او نورو نیمګړتیاو سره  سره د جمهوري ریاست په ټاکنو کې ګډون وکړ او جمهوري نظام، دغه ملي بهیر یې په میړانې او خپل لوړ سیاسي شعور سره بریالی کړ.

فضل هادي مسلم یار زیاته کړه، سره له دې چې د هېواد یو شمېر سیاسیونو، یو شمېر ګاونډیو هېوادونو او حتی د امریکا متحده ایالتونو د سولې د خبرو اترو په پلمه نه غوښتل چې دولسمشرۍ ټاکنې جوړي شي خو دغه بهیر په سیاسي قاطعیت او د هېوادوالو په لوړ رول ترسره او ټاکنې بریالۍ شوې اوس نو دټاکنیزو خپلواکو کمېسیونونو دنده ده چې خپل ملي رسالت ادا او ثبت شوي شکایتونه وڅيړي او د ټاکنو پایلې په خپل وخت سره اعلان کړي.

د مشرانو جرګې ریيس زیاته کړه، د دې مجلس غړي د خپلې پخوانۍ پرېکړې پر بنسټ د هیڅ نوماند په ګټه او زیان بحث نه کوي بلکې د رښتینو او رڼو پایلو ته په تمه پاتي کيږي،  همدارنګه یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د خپلې پرېکړې پر بنسټ چې (دهغو د ګډونوالو نومونه چې د رای ورکوونکو په نوملړ او بایومتریک دستګاه کې موجود نه وي کولای شي چې دناظرینو دتاییدی وروسته په هغو محلونو کې چې په تیرو ټاکنو کې یې رایې کارولي دي، رایې ورکړي ) عمل وکړي تر څو د هېوادوالو حق ضایع نه شي .

نوموړي د جمهوري ریاست ټاکنو څخه په دفاع کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بې سارو کوښښونو او سرښندنو څخه قدرداني څرګنده کړه او د امنیتي سکتور له مشرتابه یې وغوښتل تر څو تخار او کندز ولایتونو کې د امنیت په تړاو شته ستونزو ته عاجله رسیدګي وکړي.

غونډه کې د هېواد یوشمیر ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د فعالیتونو د پرېکون په اړه پرېکړه وشوه چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست دې د راتلونکې اونۍ د یک شنبې ورځې په عمومي ناسته کې استجواب شي.

9-Mizan98-JAL3.JPG

په پای کې سناتورې فرحناز پامیری د سویلي آسیا هېوادونو د پارلمانونو د ریسانو کلنۍ ناسته کې د ګډون څخه د هېواد د پارلماني پلاوي رپوټ چې په مالدیف کې په لار اچول شوی وو، وړاندې کړ.

نوموړې زیاته کړه چې د یادې ناستې موخه د سویلي آسیا هېوادونو کې تل پاتې پراختیا وه او د ملي شورا پلاوي د دې ترڅنګ چې په دې ناسته کې فعال ګډون درلود، په څنډه کې یې د یو شمېر پارلماني پلاویو سره هم ولیدل او په کې د پارلماني اړیکو د ټینګښت او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیت د لوړولو په اړه یې بحثونه وکړل.