د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۸ کال د تلې دویمه نېټه
د پنجشیر
ولایت عامه کتابتون پرون د پټۍ په پرې کولو سره د مشرانوجرګې د لومړي نایب محمدعلم
ایزدیار او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، اداري اوګرځندوی مرسیتالې سیده
مژګان مصطفوي له خوا پرانیستل شو.

د مشرانوجرګې لومړي نایب په داسې حال کې چې د ولایت د مقام مرستیال محمد
امین صدیقی، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او یو شمېر مسئولانو هم ګډون درلود، د خبرو
په ترڅ کې وویل زدکړې، پوهه او مطالعه په بېلابېلو برخو کې د بشري ټولنو او ملتونو
د پرمختګونو سبب شوي.

نوموړي کتابتون سره د همکارۍ د ژمنې د څرګندولو ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې د
اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دې د ولایت په کچه د ګټورو پروګرامونو په لار اچولو سره د
مطالعې فرهنګ د ځوانانو او د ولایت د اوسېدونکو ترمنځ پراخ کړي ترڅو دغه هیر شوی
فرهنګ یو ځل بیا بنسټیز شي او هم یې د اوسېدونکو، اړوندو مسئولانو او سوداګرو څخه
وغوښتل تر څو د پنجشیر ولایت د عامه کتابتون د بډاینې په موخه همکاري وکړي.

همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالې د پنجشیر ولایت د عامه
کتابتون په رغاونه کې د چارواکو له هڅو خوښي او قدرداني څرګنده کړه او د یاد
کتابتون د تجهیزاتو په برخه کې یې د همکارۍ ژمنې وکړې او څرګنده یې کړه چې نږدې
راتلونکي کې به یوزر او پنځه سوه جلده
کتابونه له دې کتابتون سره مرسته وشي.

دویلو ده چې دغه کتابتون په یو جریب ځمکه کې د یو پوړ په درلودو سره په اساسي او پاخه ډول د
پنځه ویشتو میلیونو افغانیو په ارزښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پراختیایی بودجې څخه رغول شوی دی.
په همدې توګه
د یوې غونډې په ترڅ کې د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوی ګمارل شوې رییس
عبدالودود علی مردان د مشرانوجرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار او د اطلاعاتو او
فرهنګ وزارت د مرستیالې له خوا د یو شمېر مسئولانو او سپین ږیرو په حضور د یادې
ادارې کارکوونکو ته وروپیژندل شو.

هغه غونډه چې په همدې مناسبت د پنجشیر ولایت د کنفرانسونو تالار کې جوړه
شوې وه د مشرانو جرګې لومړي نایب حکومتي ادارو کې تغیر او بدلون یو معمولي امر
وګڼه او د یادې

ادارې د پخواني رئیس له کړنو څخه یې په نیکۍ یادونه وکړه او زیاته
یې کړه چې د پنجشیر ولایت ښکلې موقعیت او جغرافیه توریزم او ګرځندوی ته مناسبه ده،
هیله ده چې د دې ادارې نوی مشرتابه د خپلو کاري پروګرامونو ترڅنګ د ګرځېدو سیمو په
پیژندلو او په دې برخه کې د اسانتیاو د برابرولو په برخو کې چې پنجشیر ولایت ته ښه
عاید ګڼل کیږي هڅې وکړي.
