اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د تلې ۲۸ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د وږي ۳۱

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار نن د یوې ناستې په لړ کې د افغان فلم د رئیس مثمر صحرا کریمي او د هېواد د یو شمېر سینمایی څېرو له کړنو څخه ستاینه وکړه.

په دې ناسته کې د افغان فلم رئيس مېرمن کریمي د افغانستان د سینما او سینماګرانو څخه د هېواد د مشرانو جرګې د معنوي ملاتړ څخه د خوښۍ د څرګندولو تر څنګ ځینو نیمګړتیاو ته اشاره وکړه، زیاته یې کړه چې د افغان سینما پر وړاندې د حکومتي چارواکو د کمې مهربانۍ سره سره دغه توانېدلې چې بریاوی هم ولري او د افغان فلم جوړونکو فلمونو څخه یو شمېر نړیوالو مهمو جشنوارو ته لار موندلې او جایزې یې هم ترلاسه کړي دي.

نوموړي کابل کې د سینمایی فلمونو د جشنوارې جوړېدل د لومړي ځل له پاره د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزی په مناسبت د یادې ادارې د ابتکاراتو څخه یاد کړل او د دې جشنوارې موخه یې سینما ته د کورنیو د تللو فرهنګ ژوندي ساتل وګڼل.

ورپسې د مجلس نایب د هېواد د سینما د ښه والي په موخه د افغان فلم د مشرتابه له هڅو څخه ستاینه وکړه او د مشرانو جرګې تقدیر لیک یې د افغان فلم رئيس، سینما ګرانو هر یو ولی تلاش، همایون پایز او یو شمېر نورو ته ډالۍ کړې.

همدا راز د مشرانو جرګې لومړي نایب د یوې ناستې په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي رئیس سید عمر صبور د ښو او نه ستړي کېدونکو کوښښونو څخه په نیکۍ یادونه وکړه د مجلس لوګو یې نوموړي ته ډالۍ کړه.


31-Sunbola98-MUL2.JPG

دغه ناسته چې د مشرانو جرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په کاري دفتر کې جوړه شوې وه، د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي رئیس مل پاسوال سید عمر صبور مراجعینو ته د لازمو اسانتیاو د برابرولو او د اداری فساد سره د مبارزې د ځانګړتیا په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، په څلرویشتو ساعتونو کې په ټول هېواد کې نهه زره جلده پاسپورتونه هېوادوالو باندې ویشل کیږي او د دې تر څنګ د پآسپورت د طی مراحلو بهیر د تیر په څېر اسانه شوي یعنې متقاضیان کولای شي غوښتنلیکونه په انلاین ډول خانه پوري او پاسپورت د تر ټولو نږدې پوسته خانې څخه ترلاسه کړي.