اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لړم ۲۲ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د وږي ۲۶ مه نېټه

د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د نن ورځې په غونډه کې د رپوټونو د اورېدو سربېره د هېواد د مهمو مسایلو په اړه بحث وشو.

غونډه کې د مجلس رئيس او ټولو غړو په شرایطو برابرو رای ورکوونکو څخه وغوښتل چې د دیموکراسۍ د پیاوړتیا او د ولسواکۍ ارزښتونو د پراخوالي له پاره دې د تلې د شپږمې نېټې د جمهوري ریاست ټاکنو کې چې یو ملي او برخلیک ټاکوونکی بهیر دی، په پراخه توګه ګډون وکړي او د خپلې خوښي وړ نوماند ته دې رایه وکاروي.

26-Sunbola98-JAL1.JPG

سناتورانو دامنیتي سکتورڅخه وغوښتل چې د ټاکنو تر رسېدو پورې دې دهېواد په ناامنو سیمو کې پوځي عملیات پراخ کړي او اجازه دې نه ورکوي چې رای ورکونکي دخپل حق څخه محرومه شي.

همدا راز روښانه شوه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رای ورکونې په ورځ د رای ورکوونکو د انځور ثبت اړین بللی چې دغه کار به په اوسنیو شرایطو کې ولایتونو کې ناوړه پایلې رامنځته کړي او باید کمېسیون په ولایتونو کې په شرایطو برابرو مېرمنو د انځور اخیستل د دوی خوښې او ارادې ته پرېږدي ځکه که د ښځو انځورونه جبري وي، ممکن په شرایطو برابرې ډېرې مېرمنې په ولایتونو کې د رای ورکونې بهیر کې له ګډون ډډه وکړي چې دغه کار به په ټولټاکنو منفی اغیزې ولري.

دجرګې غړو د طالبانو له خوا د برېښنا د ستنو الوزول، د عامه ځایونو ورانول ،د مخابراتو سیستم پرېکون او د تاریخي اثارو لمنځه وړل وغندل او ویې ویل، د دې ډلې دغه کړنې هېواد او خلکو سره ښکاره دښمني ده.

یو شمېر سناتورانو یو ځل بیا د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو د ماتې علت د طالبانو د ډلې لوړې غوښتنې او غرور وګڼه، ویې ویل چې باید د سولې هر ډول خبرې اترې د افغان دولت په محوریت او د نړیوالې ټولنې په همکاري پرمخ ولاړي شي تر څو مطلوبې پایلې ولري او هم د پخوانیو خبرو د پایلو رد یې پرځای کار وباله.

د بحثونو په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار ټینګار وکړ چې حکومت مکلف دی د هرې ممکنې لارې زمینه برابره کړه تر څو د برېښنا شرکت د برېښنا هغه ستنې چې طالبانو ویجاړې کړي، بېرته نصب کړي تر څو هېوادوال او په ځانګړې توګه د کابل ښار اوسېدونکي د برېښنا له نعمته برخمن شي.

26-Sunbola98-JAL2.JPG

د مشرانو جرګې رئيس همدا راز وویل چې سوله د منان خدای حکم دی او دغې مجلس د ملي شورا د پنځلسمې تقنیني دورې څخه تر اوسه د باعزته سولې په راتګ ټینګار کړی دی او له حکومته یې وغوښتل چې د ټاکنو وروسته دې داسې سوله چې په کې د خلکو، خاورې او امنیتی ځواکونو عزت خوندي وي، په جدي توګه تعقیب کړي.

فضل هادي مسلم یار د خپلو خبرو په دوام کې وویل، ټاکل شوې وه چې د امنیتي سکتور مشرتابه د هېواد د امنیتی وضعیت په تړاو د مشرانوجرګې یوې عمومي غونډه کې معلومات وړاندې کړي، خو دا چې هغوی د ټولټاکنو د امنیت په ټینګښت کې بوخت دي، داپرېکړه وځنډېده، خو ټینګار یې وکړ چې امنیتي چارواکي دې  د لویو لارو په ګډون د ټول هېواد او هېوادوالو د امنیت د ټینګښت په موخه په جدیت کار وکړي.

همداراز دمشرانوجرګې نایب منشي ډاکټرمحمدفیصل سمیع د آسیایی پارلمانونو دټولنې دبودجې او پالیسې جوړونې کمیسیون په ناسته کې چې عراق کې جوړه شوې وه دجرګې دپلاوي دګډون رپوټ وړاندې کړ.

ډاکټرفیصل وویل دبشري حقوقوڅخه دفاع، دسولې اوعدالت ټینګښت، د آسیایي هېوادونو د لومړیتوبونو په ګوته کول، دسیمه ایزو ستونزو لپاره دحل لارو پلټل، بې وزلۍ سره مبارزه، دستونزو په کمولو کې دپارلمانونو فعاله ونډه او دپارلمانونو دارالانشاء ګانو ته ځانګړې بودجه په پام کې لرل ددې ناستې مهمې موخې وې.

26-Sunbola98-JAL3.JPG

دویلو ده چې دمشرانوجرګې پلاوي چې مشري یې ډاکټرمحمدفیصل سمیع درلوده ددې ناستې په څنډه کې دهند، ایران او پاکستان دپارلماني پلاویو سره په جلا جلا توګه کتنې لرلي.

په پای کې د مشرانو جرګې منشی مولوي عبدالله قرلق د کندز ولایت رپوټ او مولوی غلام محی الدین منصف د کاپيسا ولایت څخه خپل رپوټ غونډې ته وړاندې کړ چې مفصل جزئیات به یې د مشرانو جرګې د کمېسیونونو د خبرونو په ردیف کې خپاره شي.