اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د وږي شلمه نېټه

 د اوولسمې تقنیني دورې ددوهم اجلاس په بهیر کې نن دمشرانو جرګې یوشمېر کمېسیونونو په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو دکمېسیون په غونډه کې راغلي اسناد او مکتوبونه مطالعه او په اړوند یې لازمې پرېکړې وشوې.

20-Sunbola98-Dfai.JPG 

دکمېسیون دمرستیالې مېرمن صدیقې بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې د اوړي د تعطیلاتو په ورځو کې دکمېسیون د غړو او له موکلینو سره د دوی د لیدو کتو  په اړه رپوټ واوریدل شو او د دوي د ستونزو او غوښتنو ته د رسیدګي په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

 همدا راز په غونډه کې د جمهوری ریاست د ټولټاکنو کمپاینونو کې د مېرمنو د پراخ حضورڅخه دیادونې ترڅنګ د شهیدانو اونۍ او حسیني عاشورا په تړاو د کابل ښاریانو د امنیت په ټینګښت کې د امنیتی ځواکونو له هڅو او فعالیتونو څخه ستاینه وشوه.

20-Sunbola98-Zanan.JPG 

د کمېسیون د مرستیالې مېرمن آمنې افضلي په مشرۍ د دیني، فرهنګي پوهنې او لوړو زدکړو چارو دکمېسیون په غونډه کې د هېواد په پلازمېنه او ولایتونو کې وروستی تروریستي بریدونه چې د یو شمېر هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو سبب شول، په کلکو ټکو وغندل شول، د منان خدای له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا دعاګاني وشوې.

20-Sunbola98-Farhangi.JPG 

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ دمواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې د کمیسیون د کاري پلان په اړه د بحث تر څنګ پرېکړه وشوه چې د کابل – دبۍ په تګلوري کې د فلای دبۍ هوایی شرکت د څلورمې الوتنو منظوري د عالي اقتصادي شورا د ۱۳۹۷ کال د لړم دیارلسمې نېټې د اتلسمې مصوبې او د آریانا او کام ایر هوایی شرکتونو اعتراضیې ته د رسیدګي په موخه د ملکي هوایی چلند ادارې معین د کام ایر او آریانا هوایی شرکتونو له ریسانو سره یوځاي د کمېسیون د راتلونکې دوشنبې ورځې غونډې ته د څرګندونو په موخه راوبلل شول.

او هم وپتییل شوه د مالیې، ښار جوړونې او ځمکوالۍ سرپرست وزیران او د کابل ښاروال دې د راتلونکې چهارشنبې په غونډه کې د نافذو قوانینو د حکومونو د په پام کې نیولو پرته د استوګنې پروژې د پلي کېدو په موخه خصوصی سکتور ته د مرکزي سیلو د جایداد د ورکړې په اړه معلومات وړاندې کړي.

 20-Sunbola98-Mukhabirat.JPG

همدا راز په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ترانسپورت وزیر دې د یادې ادارې د فعالیتونو او د افغانستان د حلقوي سړکونو د پروژو د کاري پرمختګ، د کابل- جلال آباد دویم سړک، د سالنګ لویې لارې، د سروبی د دویم سړک، د کابل د حلقوي سړک، د اوسپنې پټلۍ او ځینو نورو مواردو په اړه څرګندونې وړاندې کړي.

همدا راز پرېکړه وشوه چې د اقتصاد وزارت معین دې د یاد وزارت د انجوګانو د انسجام ریاست د اوسنیو او پخوانیو ریسانو په ګډون د راتلونکې اونۍ د شنبې ورځې د کمېسیون غونډې ته د آریا موسسې د رامنځته شویو اختلافونو او د نوموړی موسسې د رئيس دندې د ځنډ په تړاو د کمېسیون د پرېکړې د نه عملي کېدو په اړه څرګندونې وکړي او هم پر ېکړه وشوه چې د کابل برېښنا رئيس دې په همدې غونډه کې د برېښنا د نشتوالي په اړه د قلعه حسین کمپ د اوسېدونکو د شکایت په اړه ګډون وکړي.