اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وږي ۲۷ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۸ کال د وږی اتلسمه نیټه

د محرم الحرام د لسمې  دحسيني عاشورا دورځې په مناسبت  دافغانستان داسلامي جمهوريت د ملي شورا د مشرانو جرګې پيغام:

بسم الله الرحمن الرحيم

18-Sunbola98-Payam.jpg

د ملي شورا د مشرانو جرګې ریيس فضل هادي مسلم یار، غړي او د جرګې دارالانشا د محرم الحرام دمياشتې  د لسمې او په  کربلاى معلا کې  د اسلام د ستر پيغمبر د لمسي  او د شهيدانو د سردار امام حسين ( ع )  او د هغه ديارانو د شهادت د ورځې د رارسیدو له امله ټول مسلمان ملت، د نړۍ ازادۍ غوښتونکو او د هیواد په داخل او بهر کې د افغانستان عزتمنده ماتم لرونکو ته تسليت وړاندې کوي.

عاشورا د آزادۍ او خپلواکۍ څرګندویه ده، عاشورا د بی عدالتۍ، استبداد او ظلم پر وړاندې د خلاصون او ودرېدو مکتب دی، دحضرت محمدمصطفی ص  لمسي امام حسین(رض) او له سره تیرو یارانو یې په دې ورځ نړیوالو ته د سرښندنې، فداکارۍ او اتلولۍ درس په یادګار پرېښود.

دحسيني عاشورا پاڅون چې د ظلم پر وړاندې دروښنائي ځلا ده، له دې امله د اسلامي، انساني، اخلاقي او ټولینزه ژورې محتوا سره د نړۍ د آزادۍ سرمشق ګرځیدلې ده او د دغه تاریخي ورځې څخه په ښه توګه لمانځنه د نړۍ ټولو مسلمانانو، عدالت او آزادۍ غوښتونکو پورې تړاو لري.

دمشرانو جرګه يوځل بيا  دکربلا دشهيدانو دپاکو خاطرو درناوى کوي اوپه دغو مبارکو ورځو کې  دافغانستان خلکو او د نړۍ  ټولو مسلمانانو او بشريت ته د لوى  خداى  (ج  ) له دربار څخه دخير اونيمکرغۍ غوښتنه کوي او له ګرانو هیوادوالو غوښتنه کوي چې د آزادۍ د لارې د سردار د شهادت د ورځې څخه د لمانځنې په جریان کې دې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او د ختمونو او مذهبي ناستو په ترسره کولو سره دې د محرم الحرام څخه لمانځنه وکړي او یو شمیر هغه هیوادوال چې د وینې ورکړې ته تیار وي خپلو ټپي او دردمندو وطنوالو ته چې د جګړو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو په جریان کې زیانمن شوي،  وینه ډالۍ کړي .ومن الله توفیق

دمشرانوجرګې رييس

فضل هادی مسلم یار