اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

 د ۱۳۹۸ کال د وږی ۱۷

د شهيدانو اونۍ د پیل او د هېواد د ملي قهرمان احمد شاه مسعود د شهادت د ورځې د وږی د اتلسمې  په اړه د ملي شورا د مشرانو جرګې پيغام:

بسم الله الرحمن الرحیم

17-Sunbola98-Payam.jpg

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، اداري پلاوی، د جرګې غړو او د مشرانو جرګې دارالانشا د هېواد د ملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت د ورځې، د وږی د اتلسمې او د شهیدانو اونۍ د رارسېدو له امله د افغانستان مبارز، مجاهد او قهرمان ولس ته ډاډګېرنه وړاندي کوي او د هېواد شهیدانو ته چې هر یو یې د افغانستان د آزادې خاورې د دین او ناموس په دفاع او د هېواد ساتنې او آزادۍ په لاره کې شهیدان شوي، دعا وکړه او د دوي یادونه او خاطرو څخه یې لمانځنه او یادونه وکړه.

د ملی شورا مشرانو جرګه باور لري د افغانستان سوله غوښتونکې، مجاهد او مومن ولس د افغانستان د پاکو شهیدانو آرمانونو ته د رسیدو او سراسري سولې، ملی یووالی ټینګښت، پرمختګ او ټولنیزی هوساینې ته د رسیدو له پاره هڅې کوي تر څو د ګرانو شهیدانو لوړ آرمانونه تحقق ومومي.

 او هم یو ځل بیا د هغو کسانو څخه چې د دښمنانو له خوا غولول شوي او د افغانستان د لمنځه وړو له پاره یې ملا تړلي، غواړي تر څو د ورور وژنې او وینو تویولو څخه لاس لیری کړي، د سولې بهیر سره یو ځای شي تر څو له دی زیات د خپلوانو عزیزانو د وژلو، د هیواد ورانولو او خلکو د انديښنو شاهدان ونه اوسو.

د ملي شورا مشرانو جرګه د ګرانو هېوادوالو څخه غواړي چې د شهیدانو اونۍ څخه د قرآنکریم په ختمونو، دعاګانو، یووالی او همغږۍ، یو بل ته په درناوی او روڼآنده ویناو سره لمانځنه وکړي او د زورونې هر ډول خوځښتونو، د وسلو لیږد او استعمال  او ناوړه چلندونو څخه دي ډډه وکړي.

د ملي شورا مشرانو جرګه د دي پيغام په صادرولو سره يو ځل بيا د آزادۍ ، جهاد او مقاومت د شهيدانو يادونه كوي او دوي ته د خداي (ج) له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه كوي. ومن الله توفیق

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئيس

فضل هادي مسلم يار