اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لړم ۲۲ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د وږی اوومه نېټه

د مشرانوجرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار ، ولسي جرګه کې د پنجشیر دخلکو استازي ظل محمد زلمي نوري په ملتیا، پرون د پنجشیر او بدخشان ولایتونو ترمنځ په پوله، انجمن کوتل کې میشت د امنیتي ځواکونو څخه لیدنه وکړه.

7-Sunbola98-GEN1.JPG

دغه ناسته چې دمشرانوجرګې دلومړي نایب، دپنجشیر ولایت د امنیه قوماندان مل پاسوال محمد اسحق تمکین او د ملي امنیت رییس ډاکټر ګلستان صدیقی، د همغږۍ قوماندان ډګروال رجب خان سروري، یو شمېر جهادي قوماندانانو او مشرانو په حضور ترسره شوه، په یادې سیمه کې د امنیتی ځواکونو د سوق او ادارې مسئول او په پوځي چارو کې د ولسمشر

7-Sunbola98-GEN2.JPG

7-Sunbola98-GEN3.JPG

سترسلاکار ډګرجنرال تاج محمد جاهد د امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې او ویې ویل، امنیتی ځواکونو په لوړ مورال او هوایی ملاتړ سره نن خپل عملیات پيل کړل چې له امله یې سیمې د ترهګرو له شتونه پاکي او د ښمن ته درنه مرګ ژوبله واوښته او ددې ترڅنګ به دامنیتي ځواکونو مخکې تګ د یوه منظم پروګرام او پلان سره پرمخ ولاړ شي.

نوموړي په کلیدي سیمو کې د تحکیماتو او پوستو جوړلو او دجګړې په لومړیو لیکو کې د امنیتي ځواکونو څخه دخلکو د ملاتړ څخه هم یادونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې نور دښمن ، انجمن کوتل کې د مقاومت او مخکې راتګ توان نه لري.

7-Sunbola98-GEN4.JPG

7-Sunbola98-GEN5.JPG

دمشرانوجرګې لومړي نایب په یادې سیمه کې د امنیتي وضعیت د څېړنې او امنیتي ځواکونو د سنګرونو څخه د لیدنې ترڅنګ خپلو خبرو کې د امنیتی زړه ورو ځواکونو د میړانو او اتلولیو څخه ستاینه وکړه او له هغو تکلیفونو څخه چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع په لاره کې یې ګاللي، هم کورودانی وکړ او ټینګار یې درلود چې امنیتي اړوندچارواکي په سیمه کې د دښمن د نفوذ څخه د مخنیوي او احتمالي برید څخه د دفاع په موخه لازم تیارۍ ولري.

7-Sunbola98-GEN6.JPG

دغه راز د مشرانوجرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار د یوې جلا کتنې په ترڅ کې د پنجشیر ولایت د حصه اول او پریان ولسوالیو د یوشمېر سیمو د اوسېدونکو سره وکتل.

7-Sunbola98-GEN7.JPG

د سیمې اوسېدونکو د پرمختیایی پروژو د نه پلي کیدو، د ځوانانو د بیکارۍ، د جمهوري ریاست د ټولټاکنو دجوړېدو، د سولې خبرو اترو، د ناامنیو د زیاتوالي او ځینو نورو مواردو له پلوه خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړې چې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار لخوا د یادو مواردو په اړوند مفصلې څرګندونې وړاندې شوې.