اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د زمري څوارلسمه

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار او ملګري پلاوی یې ایران کې د خپلې استوګنې په دویمه ورځ د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل.

په کتنه کې د اړیکو د پیاوړتیا او د ا فغانستان د جمهوری ریاست د ټاکنو د جوړېدو او سولې بهیر، د ایران او امریکا تر منځ د ستونزو د کمښت، د کډوالو ستونزو او سوداګریزو ستونزو ته د رسیدګي او اصفحان کې د ا فغانستان کنسلګرۍ د جوړېدو په اړه بحث وشو.


14-Asad98-MUL1.jpg

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ښه راغلاست تر څنګ خوښي څرګنده کړه چې د افغانستان دیموکراتیک بهیرونه د ښه والي په حال کې دي او هیله ده چې راتلونکې د جمهوری ریاست ټاکنې په خپل وخت ترسره شي تر څو خلک خپل راتلونکې مشر وټاکي او هم یې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې بهیر په تړاو د خپل حکومت ملاتړ اعلان کړ.


14-Asad98-MUL2.jpg

فضل هادي مسلم یار په خپلو خبرو کې ویول، افغانستان د امریکا متحده ایالاتو سره ستراتیژیک دوست دې او له بلې خوا د ایران سره ښه ګاونډیتوب او پخواني دوستي لري، هیله ده چې د ایران او امریکا تر منځ شته ستونزې د فعالی دیپلوماسۍ او اتعطاف پذیرۍ له لاری حل شي نه د جګړې او پوځي تقابل له لارې.

د مشرانو جرګې رئيس زیاته، زموږ خلک د کلونو راهیسې د تحمیلی جګړو قرباني دي او د سولې ټینګښت یې اساسی اړتیا ده چې په دې برخه کې د سیمې او نړۍ هېوادونه فعال رول ولوبوي.


14-Asad98-MUL3.jpg

نوموړی وویل، نړیوال باید د د اعش څخه رامنځته شوې ګواښ جدي ونیسی ځکه لیدل کیږي چې پاکستان د استخباراتي نوی لوبې د پيل په مرحله کې دې او امنیتی کړه شمېرې په ډاګه کوي چې د جګړې په میدانونو کې د داعشیانو د اویا سلنو پورته جسدونه پاکستانیان دي او پاتي یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو څخه دي او که چې په دې برخه کې پاملرنه ونه شي ناوړه پایلې به ولري.


14-Asad98-MUL4.jpg

فضل هادي مسلم یار د ښاغلی ظریف څخه وغوښتل تر څو د کډوالو د ستونزو، د سوداګریزو اسانتیاو د برابرولو او اصفحان ښار کې د افغانستان کنسلګرۍ د جوړېدو په اړه لازمه پاملرنه وکړي چې د نوموړی له خوا د همکارۍ ژمنه ورکړل شوه.

د تیرو کتنې په دوام فضل هادي مسلم یار د سناتورانو سره یو ځاي د ایران د اسلامي جمهوریت قضاییه قوې رئیس ښاغلي سید ابراهیم رییسی سره وکتل.


14-Asad98-MUL6.jpg

د مشرانو جرګې رئیس د ایراني چارواکو د رسمي بلنې څخه د مننې تر څنګ د خبرو په لړ کې د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت د ری ګونو قواو په اوند معلومات وړاندې کړل.

فضل هادي مسلم یار د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو ستونزو ته په اشارې سره د ښاغلي رئیسی څخه وغوښتل چې دې برخې ته پاملرنه وکړي او یو شمېر هغه زندانیان چې د حبس موده یې پوره شوې، خوشی کړي او هغه زندانیان چې د خپلو کورنیو سره ی ې اړیکې پری دي او نه شي کولای جریمه یې ورکړي په تهران کې دې د افغانستان سفارت مسئولینو ته زمینه برابره کړي چې دقیقه شمېره یې ترلاسه کړي.


14-Asad98-MUL7.jpg

د مشرانو جرګې رئیس یادونه وکړه دا چې افغانستان د خپلواکۍ د سلمي کلیزې د لمانځنې په درشل کې دې نو حکومت پرېکړه کړې چې د ایراني زندانیانو په ګډون د نورو بهرنیو بندیانو د حبس موده کې تخفیف راوړي او هیله ده چې د ایران اسلامي جمهوریت هم د دې مناسبت په موخه هغه افغان زندانیان چې په خفیفه جرمونو نیول شوي، خوشي کړي.

ښاغلي رئیسی په خپلو خبرو کې د مشرانو جرګې پلاوی ته ښه راغلاست ووایه، هیله یې څرګنده کړه چې د پلاوی راتګ وکولای شي په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو د ټینګښت سبب شي، همدا راز ویې ویل دا چې د ایران قضاییه قوه د قوانینو او قضای په برخو کې د ښو تجربو لرونکې ده غواړي په دې برخو کې د افغانستان قضاییه قوې سره همکاري وکړي.


14-Asad98-MUL8.jpg

د ایران د قضاییه قوې رئیس ژمنه وکړه چې په ایران کې به د افغان زندانیانو سره دوه ګونې چلند ونه شي او هڅه کیږي تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ د محکومینو د استرداد هوکړه لیک سره سم یو شمېر زندانیان د پاتي حبس د تیرولو په موخه افغان لوري ته وسپارل شي، همدا راز تیار دي چې د افغان سفارت سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

همدا راز د مشرانو جرګې رئیس له یو شمېر سناتورانو سره یو ځای د افغانستان سفارت ته ولاړ او د سفارت له سفیر عبدالغفور لیوال، ديپلوماتانو او کارکوونکو سره یې وکتل.


14-Asad98-MUL9.jpg

په دې لیدنه کې د مجلس رئیس د دوي له کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل، دا چې په تاسو باور شوې او په بېلا بېلو دندو په دې سفارت کې ګمارل شوي یاست باید په پرېکنده تصمیم او هېوادپالنې حس سره خپل مسئولیت ادا کړئ او په ایران کې د کډوالو او هېواد ته د خدمت مصدر وګرځئ.

همدا راز له دوي سره یې ژمنه وکړه چې کمښتونه او ستونزې به یې په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مسئولانو سره شریکې او حل لارې به یې وپلټي.

همدا راز د مشرانو جرګې رئیس د افغانستان سفارت په مقر کې د آسیایی پآرلمان د ټولنې د دارالانشا رئیس خپل حضور ته ومنه.

نوموړي وویل، دغه مجمع د سیاسی، فرهنګي، اقتصادي او مالي کمېټو څخه جوړه شوې چې د دوه څلویښتو دایمی غړو تر څنګ څوارلس ناظر غړي هم لري او د  ترکیې د پارلمان رئیس یې دم ګړۍ ریاست په غاړه لري او د بین الپارلماني اتحادیې وروسته تر ټولو لویه پارلماني مجمع ګڼل کیږي.

نوموړي د مجمع په ناستو کې د مشرانو جرګې د پلاوی رول وستایه او ویې ویل، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې د یوې کمېټې کوربه توب د افغانستان مشرانو جرګې ته وسپارل شي او په دې برخه کې د مجلس د رئيس د پاملرنې غوښتونې شو.


14-Asad98-MUL10.jpg

فضل هادي مسلم يار بيان كرد كه نمايندگان مجلس درنشست هاي مربوطه اشتراك خواهند داشت و علاقمنديم كه رياست يكي از كميته هارا به عهده بگيريم تا از آن طريق در آينده ها مشرانوجرگه براي رياست اين مجمع تلاش نمايد رييس مجلس  درمورد همكاري براي تدوير نشست يكي ازكميته ها اطمينان هرگونه همكاري را داد.

فضل هادي مسلم یار څرګنده کړه چې د مجس استازی به په اړوندو ناستو کې ګډون وکړي او علاقمند یو چې د یوې کمېټې مشري په غاړه واخلو تر څو له دې لارې په راتلونکې کې مشرانو جرګه د یادې اسمبلې د ریاست له پاره هڅې وکړي، د مجلس رئيس د یوې کمېټې د ناستې د جوړېدو له پاره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.