اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وږي ۲۷ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۸ کال د زمري ۲۷ مه

د هېواد دخپلوا کۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کليزي په مناسبت د مشرانوجرګې د مبارکۍ پيغام:

بسم الله الرحمن الرحیم

27-Asad98-Payam.jpg

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار، د جرګې غړي او دمجلس دارالانشاء ،دهېواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو دسلمې کليزې درارسېدو له امله دملي یووالی حکومت مشرانو،جهادي رهبرانو،د ولسي جرګې رییس اوغړو، دکابينې غړو،دهېواد دفاعي او امنیتی زړه ورو منسوبينو ، د شهيدانو او معلولینو معظمو کورنیو، د هېواد څخه بهر افغان كډوالو او ټول افغان ملت ته مباركي وايي او د منان رب له دربار څخه ګران هېواد ته د خدمت په لاره کې د دوی د لا زیاتو بریاو هیله کوي.

دګران افغانستان حماسي تاریخ شاهد دی چې دنن څخه سل کاله وړاندې د دې خاورې زړه ورو مجاهدینو او غازیانو د شاه غازي امان الله خان تر مشرۍ لاندې د بریتانوی مجهزو ځواکونو سره په درنو جګړو کې افغانستان د یاد هېواد له استعماره وژغوره او خپلواکي یې ترلاسه کړه چې تر ننه د دیوشمېر یرغلګرو هېوادونو اوترهګرو ډلو دتېریو په وصف سره زموږ هېواد لاهم د یوه خپلواک افغانستان په څېر د نړۍ سیاسي نقشه کې پاتې دی.

زموږ د هېواد خلک دتاریخ په اوږدو کې د لویو ازموینو او پردیو بریدونو سره مخ شوي مګر هر ځلې یې د خپلو وینو په تویولو دخپلواکۍ څخه ساتنه کړې او د تیري کوونکو هیلې یې لمنځه وړي.

اوس هم دنړیوال ترورېزم اوترهګرو ډلو له خوا سخت دردونه ګالي مګر د افغانستان میړني بچي د سرښندنو په زغم سره د دښمن د خصمانه تیریو پر وړاندې د خپل هېواد څخه دفاع او ساتنه کوي.

دملي شورا مشرانوجرګه د هېواد د ټولو شهیدانو او غازیانو یاد چې د یوې تیری پیړۍ په اوږدو کې د خپل وطن د شرف او آزادۍ څخه دفاع کړې لمانځي او د الله (ج) له درباره دوی ته دفردوس جنت غوښتنه کوي او باور لري چې د دې خاورې میړني خلک هره توطیه چې د پردیو له لورې دافغانستان د آزادۍ پر وړاندې په لاره واچول شي د تیر په څېر به یې شنډه کړي.و من الله توفیق

د ملي شورا د مشرانو جرګې ریيس

فضل هادي مسلم يار