اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وږي ۲۷ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د زمري ۲۷ نېټه

کابل ښار کې د تېرې شپې وحشیانه برید د غندلو په تړاو د مشرانوجرګې اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

وینې څښوونکو ترهګرو تېره شپه د خپلو بادارانو په حکم دکابل ښار شپږمه ناحیه کې د شهر دبۍ هوټل کې د واده په محفل د ځانمرګي برید په ترسره کولو سره یو ځل بیا وېره او ډار خپور کړ او د ماشومانو او مېرمنو په ګډون یې ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

د ملي شورا مشرانو جرګه په داسی حال کې چې د یادې زړه بوږنوونکې پېښې شهیدانو لپاره دفردوس جنت، ټپیانو ته د سملاسی روغتیا او غمجنو کورنیو ته د صبر او زغم غوښتنه کوي، په ملکي خلکو او په ځانګړې توګه د هېوادوالو د خوښیو په ټولنو بریدونه جنګي جنایت، بشري ضد کړنه او د اسلامي موازینو خلاف عمل ګڼي او غندي یې، همدا راز د هېواد د زړه ورو امنیتي ځواکونو څخه غوښتنه کوي چې دغه زبون او مفسد دښمنان دهېواد په ګوټ ګوټ کې دسختو بریدونو لاندې ونیسي او درانه تلفات ورواړوي، لکه څرنګه چې په دې وروستیو کې یې د هوایی او کومانډویی دقیقو عملیاتو په ترسره کولو ددښمن د کلیدي او لوړپوړو کسانو په ګډون ګڼ شمیر ترهګر لمنځه یوړل.

مشرانو جرګه د حکومت څخه غواړي ترڅو د ټپیانو د درملنې په برخه کې اړین تدابیر ونیسي او د شهیدانو وارثانو ته دې رسیدګي وکړي او ددې ترڅنګ دې  د دغه بشري ټکان ورکوونکي جنایت په لاره اچونکي مجازات کړي.

د ملي شورا د مشرانو جرګې رییس

فضل هادي مسلم یار