اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د زمري ۲۶ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د زمري ۱۴ نېټه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن په یو لړ موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د مرستیال سید صفی الله هاشمي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې د پرون ورځې ځانمرګې برید چې د افغانستان د بی زړه دښمنانو له خوا د خورشید خصوصی تلویزیون د کارکوونکو په وړونکوي موټر ترسره او د یاد تلویزیون د یو شمېر کارکوونکو او هېوادوالو د مرګ ژوبلې سبب شو، په کلکو ټکو وغندل شو او د لایزال رب له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د سملاسی روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر دعګاني وشوې، د امنیتی مسئولانو وغوښتل شول تر څو د هېوادوالو د ژوند د خوندیتوب په موخه جدي تدابیر ترلاس لاندې ونیسی او هم په غونډه کې راغلو عریضو ته رسیدګي وشوه.

14-Asad98-Bio.JPG 

د ډاکټر ګل محمد رسولي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې د عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو د پلټنې ریسانو د خپلو کاري اجرااتو په اړه د څرګندونو د وړاندې کولو تر څنګ په یادو وزارتونو کې د یو لړ ستونزو، د دولتی او خصوصی روغتونونو د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي، د یو شمېر شرکتونو له خوا د بی کیفیته درملو د راتګ او ځینو نورو مواردو په اړه ژمنه وکړه چې په یادو برخو کې به خپلې څېړنې تکمیل او پایلې به یې د کمېسیون په واک کې ورکړي او هم په غونډه کې راغلو عریضو ته رسیدګي وشوه.

 14-Asad98-Rifai.JPG

د ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د ادارې ریاست وداني د بیا ځلې رغاونې په وخت د خپلې دندې څخه د ناوړه ګتې اخیستنې، د ستاژ دورې د بشپړېدو په موخه بهر ته د بی هویته یو شمېر محصلینو د معرفي، د وزارت د عاجلو پېښو د شعبو په رغاونه کې د فساد د شتون، د پاکستاني اتباعو سره د غیر شفافو قراردادونو د تړلو، د درملتونونو جوړېدو کې د غیر قانوني امرونو د ورکړې، د خپلوانو د ګمارنې، د صحت طفل روغتون د اکسیجن سیستم په پيرلو کې د اختلاس او لسګونو نورو غیر قانوني اجرااتو په اړه د یاد وزارت د مالي او اداری معین پر وړاندې شکایتونه واورېدل شول او پرېکړه وشوه تر څو یاد شکایتونه د لویې څارنوالۍ په نامه ولیږل شی.

همدا راز د صحت طفل روغتون ته په اجباري توګه د تبدیلۍ په غبرګون د وزیر محمد اکبر خان روغتون د اته ویشتو نرسانو شکایت په بحث کې مطرح شو او پرېکړه وشوه تر څو د عامې روغتیا وزارت معین او د بشري سرچینو رئیس د وزیر اکبر خان روغتون د رئیس سره یو ځاي په راتلونکې ناسته کې ځوابونه وړاندې کړي.

ورپسې کمېسیون د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې، طبی معیارونو ستندردونو څخه په ګټې اخیستنې سره د ناروغانو د درملنې، مراجعینو او ناروغانو سره د مناسبې رویې په اړه د جمهوریت او وزیر اکبر خان روغتونونو د بېلا بېلو برخو د پروفیسورانو او متخصصینو د رښتینو خدمتونو څخه د قدردانۍ په پاۍ وستایل شول.

همدا راز د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سیاسی حزبونو د ځینو مشرانو او سیمه ییزو زورواکو په ملاتړ د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکې قربان باختر د لسګونو خپلوانو د وژنې، د کورنیو د لسو څخه د زیاتو غړو د تښتونې، د ملکیت د غصب او د عارض د پرله پسې ګواښلو په اړه د نوموړي راغلی شکایت په بحث کې مطرح شو او پرېکړه وشوه چې یاده قضیه دې عدلي او قضایی ارګانونو ته ولیږل شي.

14-Asad98-Shikayat.JPG 

په پاي کې د دولتی ځواکونو له خوا د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د یوه اوسېدونکې د کورنۍ د نهه غړو د نیولو او د دوي د برخلیک د نه ټاکلو په اړه شکایت واورېدل شو او موضوع په رسمي توګه اړوندو ارګانونو ته ولیږل شوه.

ژباړن احمد ویس خاورې