اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د زمري د ۱۲ نېټه

د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د انجنیر فرهاد سخي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې د راغلو عریضو د څېړنې سربېره د کال د نیمایی بودجې د تصویب په موخه د مشرانو جرګې د عمومي غونډو او کمېسیونونو کې د کار د دوام په اړه د جمهور رئیس د فرمان او د جرګې د ریسانو د کمېټې د پرېکړې په اړه بحث او په دې برخه کې تیاری څرګند او تر څنګ یې د کمېسیون غړو د هېواد د امنیتی سکتور څخه وغوښتل تر څو د رای ورکونې مرکزونو کې د رایو څخه د ګټې اخیستنې په وخت د هېوادوالو د امنیت په نیولو کې جدي هڅې وکړي.


12-Asad98-Bio.JPG

د ډاکټر ګل محمد رسولي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې د کمېسیون غړو د ځوانانو د بیکارۍ، ناامنۍ او د یو شمېر هغو ځوانانو د نه منلو په اړه چې د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د آزادې سیالۍ له لارې پنځم او شپږم بستونو کې بریالی شوي خو د اړوندو ادارو له خوا نه منل کیږي او میاشتې کیږي چې سرګردانه ګرځي او همدا راز د ځینو نورو مسایلو په اړه یې خپلو اړوندو ولایتونو کې شته ستونزې مطرح کړې چې په یادو برخو کې لازمې پرېکړې وشوې.

همدا راز په غونډه کې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې او د سرې میاشتې د افغاني ټولنې د ۱۳۹۷ کال د کاري رپوټ او ۱۳۹۸ کال پلان مطالعه چې د وروستۍ پرېکړې او لا زیاتو بحثونو په موخه د کمېسییون راتلونکې ناستې ته وځنډول شول.

د غونډې په بله برخه کې راغلو عریضو ته د رسیدګۍ تر څنګ د کار او ټولنیزو چارو وزارت او عامې روغتیا وزارت کې د شته یو لړ ستونزو په اړه بحث وشو، پرېکړه وشوه تر څو د یادو وزارتونو د پلټنې ریسان د کمېسیون په یوې راتلونکې ناسته کې حاضر او د موضوع په تړاو څرګندونې وړاندې کړي.


12-Asad98-Rifai.JPG

د ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون په غونډه کې تحصیلي نصاب کې د کریکولم خلاف مضامین د ځایولو او همدا راز پنځم سمستر پورې د تحصیل د غیر قانوني دوام په اړه د جامعه المصطفی خصوصی پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام د محصلینو شکایت د لوړو زدکړو موسسو او لوړو زدکړو وزارت د خصوصی پوهنتونونو عمومي رئیس سره مطرح شو.

کمېسیون د درسی کریکولم خلاف مضامینو ځایول او ماسټرۍ برخه کې د تحصیل دوام غیر قانوني او د لوړو زدکړو وزارت د لوایحو او مقرراتو سره په ټکر کې وګڼه او د نوموړی سره په تفاهم پرېکړه وشوه چې د لوړو زکړو وزارت دی دغه غیر قانوني موارد د درې ورځو په موده کې حل او وڅيړي، کمېسیون ته دې ډاډ ورکړي کنه موضوع د لویې څارنوالۍ ادارې ته معرفي شي.

دغه راز د ویژن ترنامه لاندې د انلاین محصولاتو د پلور بنسټ د سلګونو پیردونکو شکایتونه تر څېړنې لاندې ونیول شول. دوی وایی چې یاد بنسټ سلګونو تنو ته فریب ورکړې او پیسې یې ترې اخیستي او یو شمېر مسئولان یې تښتیدلي او یو تنه یې د سرینا هوټل کې میشت دې چې نسبتي دوسیه یې په لویې څارنوالۍ کې تر څېړنې لاندې ده چې باید ورته سملاسی رسیدګي وشي.

کمېسیون د راغلو شکایتونو په اورېدو سره پرېکړه وکړه چې د افغانستان بانک سرپرست او د لویې څارنوالۍ د تحقیق رئیس دې په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي.


12-Asad98-Shikayat.JPG

د غونډې په پاي کې په لوړو معاشونو سره د کورنیو او بهرنیو سلاکارانو د استخدام، د داوطلبۍ پرته د اړتیا وړ وسایلو او تجهیزاتو د برابرولو، په قصدي توګه د مشرانو جرګې اړوند د خبرونو او رپوټونو نه خپرول او سانسور او ځینو نورو مسایلو په اړه د افغانستان د ملي راډیو- تلویزیون د عمومي رئیس د خپل سرو او انحصاري اقداماتو څخه راغې شکایت تر څېړنې لاندې ونیول شو، ټینګار وشو چې په راتلونکې ناسته کې دې د یاد بنسټ رئيس د نوموړی ادارې د تجهیزاتو او کارکوونکو د قراردادونو کاپي سره یو ځای حاضر او د سناتورانو پوښتنو ته دې ځوابونه وړاندې کړي.