اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د تلې ۲۸ مه٬ ۱۳۹۸ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د زمري ۱۳ نېټه

دمشرانوجرګې رييس فضل هادي مسلم يار او ورسره ملګري پلاوي يې تېر ماښام  دايران داسلامي جمهوريت داسلامي شورا دمجلس رييس ښاغلي علي لاريجاني سر ه په تهران کې رسمي کتنه درلوده.

13-Asad98-GEN1.jpg

کتنه کې ښاغلي لاريجاني دسنامجلس رييس او ملګروته يې  دښه راغلاست ويلو ترڅنګ ددواړو هيوادونو ترمنځ دتاريخي اړيکو او ګډو عنعناتو څخه ياودونه وکړه او دافغان ملت داتلوليو او دتروريستي ډلو پروړاندې يې دمبارزې څخه ستاينه  وکړه.

13-Asad98-GEN2.jpg

ښاغلي لاريجاني څرګنده کړه چې هېواد يې دافغان مهاجرينو بچيانو ته سهولتونه برابرکړي ترڅو خپلې زدکړې پرمخ بوزي همداراز يې وويل داچې دناامنيو له کبله پانګه وال نشي کولای چې دافغانستان يوشمير سيموکې پانګونه وکړي نو دوی چمتودي چې افغان حکومت سره په بديلو لارو کار وکړي.

دايران داسلامي شورا دمجلس رييس دافغانستان دسولې په هکله وويل حکومت يې دافغان دولت په مشری دسولې دمذاکراتو ملاتړی دی اودسولې په هيڅ ناسته کې به ګډون ونکړي چې دافغانستان دحکومت استازی په کې ګډون ونلري.

همداراز ېې وويل چمتو يو چې امنيتي برخه کې هم دافغان حکومت دغوښتنې په صورت کې مرسته وکړو او دواړو هېوادونو ترمنځ داوبو دستونزو دحل په اړه يې هم خبرې وکړې .

ورپسې دمشرانوجرګې رييس فضل هادي مسلم يار دخپلو خبرو پرمهال  دايراني چارواکو  درسمي بلنې ،دښې ميلمه پالنې او دافغان مهاجرينو دبچيانو د زدکړو لپاره دنويو سهولتونو له امله په  مننه او کورودانی وکړ او ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو په ټينګښت يې  ټينګار وکړ.

13-Asad98-GEN3.jpg

او وويل هيله مند يو زمونږ دملت هغه دردونه چې د جګړو  او ناامنيو له کبله يې ګالي  درک شي   او ګاونډيان مو پدې اړه خپل نقش اداکړي اود ترهګرو په ملاتړو دې فشار راوړي .

دجرګې رييس دسولې په اړه  وويل چې دباعزته اوتلپاتې سولې غوښتونکي يو اوهرډول مذاکرات بايد زمونږ دحکومت په مشری پرمخ لاړشي،ځکه دزلمي خليلزاد اوطالبانو مذاکراتوپه اړه جدي ملاحظات لرو ولې چې څرګنده نده په کې څه تيريږي او په کومو مواردو په کې پريکړې او ژمنې شوي.

13-Asad98-GEN4.jpg

همدارنګه يې دټولو ترهګرو ډلو په وړاندې دافغان حکومت دريځ او  دافغان اتلو امنيتي او دفاعي ځواکونو دجدي مبارزې په اړه وضاحت ورکړ او د ايراني چارواکو اوطالب استازو دکتنو په اړه  يې روښانه کړه  چې نبايد يوشميرګاونډيان ديوې ترهګرې ډلې په وړاندې دبلې هغې څخه ملاتړ وکړي بلکه پدې رابطه دې دافغانستان حکومت سره مستقيمه مرستې ولري

دجرګې رييس  وويل چې دمتقابل احترام په بنسټ دټولو ګاونډيو هېوادونو سره دښو اړيکو غوښتونکي يو اوله دوی مو دا تمه ده چې زمونږملي ګټو ته په کتو دې مونږ سره خپل تعاملات پرمخ بوزي.

13-Asad98-GEN5.jpg

فضل هادي مسلم يار د افغانستان او ايران ترمنځ  داوبودستونزو په اړه په ډاګه کړه چې. دافغانستان موقف دنړيوالو اصولو،قوانينونو اوشته تړونونو او ميثاقونو  په رڼا کې روښانه دی او بايد پرې عمل وشي.

13-Asad98-GEN6.jpg

وروسته  دمجلسونو رييسانو په مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ او درسنيو  سره يې خپلې نظريې شريکې کړې

په پای کې دمشرانوجرګې پلاوي په هغې ماښامنی کې ګډون وکړ چې دښاغلي لاريجاني له لورې چمتو شوې وه.