اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

دمشرانوجرګې دمطبوعاتو دفتر

 د ۱۳۹۸ کال د زمري ۱۲ نېټه

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار دایران داسلامي شورا دمجلس درییس په رسمي بلنه نن ددې جرګې دیوه شل کسيز پلاوي په ملتیا تهران ته روان شو.

12-Asad98-GEN1.JPG

په پام کې ده چې ددې سفرپه لړ کې دملي شورا دمشرانوجرګې رییس د ایران داسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني، ددې هېواد دمذهبي مشر آيت الله علي خامنه اي، دايران داسلامي شورا دمجلس درییس علي لاریجاني، دقاضي القضات اوبهرنيوچارو دوزير وزير په ګډون ددې هېواد دیوشمیرنورو لوړپوړو دولتي چارواکو سره دپارلماني اړیکو دپیاوړتیا، دافغانستان دسولې په پروسه کې دګاونډیو هېوادونو دنقش،ددواړو هېوادونو ترمنځ دسوداګری په ډيريدو اوپانګونې، دافغان مهاجرينو په ستونزو، داسلامي هېوادونو ترمنځ داړیکو پرغښتلتیا، دسيمې او نړی په وروستيو تحولاتو اويوشمير نورو مهمو موضوعاتو په اړه کتنې او بحثونه ولري

12-Asad98-GEN2.JPG.

دویلو ده چې دملي شورا دمشرانوجرګې پلاوي کې دجرګې دویم نایب ډاکټرمحمدآصف صدیقي، یوشمیرسناتوران او ددارالانشاء لوی رییس، دسنامجلس درییس ملتیا کوي. دملي شورا دمشرانو جرګې پلاوی به دسه شنبې په سهار بېرته هېواد ته راستون شي

12-Asad98-GEN3.JPG.