اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۸ کال د زمري ۱۱ نېټه

دملي شورا د کار د دوام په اړه دولسمشر دفرمان پربنسټ، نن د جمعې په ورځ دمشرانوجرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرې ددې جرګې دریسانو دکميټې فوق العاده غونډه ترسره شوه. 

11-Asad98-Komita1.jpg

د ریسانوکمیټې د ولسمشر پر وروستي فرمان چې په کې راغلي دي دنیمايي کال د بودجې د تصویب پورې دې ملي شورا د اوړي تعطیلاتو ته نه ځي ترڅو دحکومتي بنسټونو دمالي چارو په ترسره کیدوکې دسکتګۍ مخه ونیول شي، مفصل بحثونه وکړل.

او پریکړه یې وکړه چې د ولسمشر دفرمان دتطبیق په موخه دې مشرانوجرګه د  را روانې اونۍ د شنبې، یکشنبې او دوشنې په ورځو دکمیسیونونو غونډې او دسه شنبې په ورځ دې عمومي ناسته جوړه ترسره کړي  او هم دې داونۍ په پاتې ورځوکې کمیسیونونه خپلې دندې پرمخ بوزي.

غونډه کې د حکومت څخه وغوښتل شول چې د اساسي قانون دحکم سره سم دې قطعیه او دنیمايي کال بودجه لومړی د ملي شورا مشرانوجرګې ته واستول شي. 

11-Asad98-Komita2.jpg

په پای کې د ملي تلویزیون له لورې د مشرانوجرګې د عمومي غونډو دیوشمیرخبرونو دنه خپرولو او د ریسانو د کمیټې دتیرې غونډې دخبر دنه نشرولو څخه چې دملي دفاع او کورنیوچارو سرپرست وزیرانو په ګډون ترسره شوه سختې نیوکې وشوې اوټینګار وشو چې پدې رابطه هیڅ راز بې پروايي د منلو نده او باید د سنامجلس مربوط خبرونه د هغه د موقف په نظرکې نیولو سره د ملي تلویزیون له لارې په ټاکلي وخت خپاره شي.