اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د زمري ۲۶ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د زمري ۹ نېټه

د مشرانو جرګې د ریسانو د کمېټې فوق العاده غونډه د فضل هادۍ مسلمیار په مشرۍ او د ملي دفاع او کورنیو چاروو وزارتونو د سرپرستانو په ګډون سره جوړه شوه.


9-Asad98-Komita1.JPG

په دې ناسته کې په داسی حال کې چې د هېواد د دفاعي او امنیتی ځواکونو له بریدیزو او هېوادپاله تعرضی عملیاتو، سرښندنو او لاسته راوړنو څخه په نیکۍ یادونه وشوه، د مسئولانو سره د هوایی او ځمکنیو عملیاتو په وخت د ملکي افرادو د تلفاتو د کمښت، تخار او بدخشان ولایتونو کې د تروریستی ډلو د اشغال څخه د سیمو د پاکېدو، بادغیس کې د کمانډو ځواکونو د تلفاتو د علت، د لویو لارو د امنیت د ټینګښت، د دفاعي او امنیتی ځواکونو د اعاشې او اباتې د څرنګوالي، یو شمېر ولایتونو کې د پرسونل د کمښت، د متقاعدو جنرالانو تجربو څخه د  استفادې د څرنګوالي، د دښمن د نفوذی افرادو د پیژندنې، د ضروری امنیتی پوستو د جوړېدو او پیاوړتیا او ځینو نورو مسایلو په اړه بحث وشو.

په سر کې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د لویو لارو د امنیت د ټینګښت او تروریستی ډلو څخه د سیمو د پاکولو په موخه د یاد ارګان د منظمو پلانونو څخه معلومات وړاندې او ویې ویل، طالبانو د خپل ټول توان سره غواړي چې د کندز، غزنی او ارزګان ولایتونو ته سقوط ورکړي او د قطر په ناسته کې لوړ لاس ولري خو دوي ته کلک ګوزار ورکړل شو او د دوي د لمنځه وړو له پاره د هېواد دفاعي ځواکونو تعرضی عملیات زیات کړل او زیاته یې کړه چې په دې وروستیو کې ټولنیزو شبکو یو لړ آوازې خپرې شوي چې ګویا په د میدان وردک او لوګر ولایتونو کې د هوایی بمباریو له مله ملکي تلفات اوښی په داسی حال کې چې دقیقې څېړنې جوتوي چې په دې عملیاتو کې دښمن ته درانه زیانونه اوښي او ملکي تلفاتو شتون نه درلود.


9-Asad98-Komita2.JPG

د ملي دفاع وزارت سرپرست د دښمنانو د لمنځه وړو او ټکولو په موخه د یاد ارګان د پلانونو د په ډاګه کولو تر څنګ د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د کمانډو ځواکونو د بریالیو عملیاتو څخه یادونه و کړه او ویې ویل، په بادغیس کې د کمانډو ځواکونو تلفات تر څېړنې لاندې دي تر څو علل او عوامل یې روښانه او پربنسټ یې پرېکړه وشي.

ورپسې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د طالبانو ډلې د الفتح عملیاتو د ناکامۍ او د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د یادې ډلې د درنو تلفاتو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، د کورنیو چارو وزارت کې د ستونزو څخه د  وتو له پاره منظم پروګرامونه جریان لري چې په پلي کېدو سره به یې د پولیسو تلفات راټیټ شي او د تغیر او تبدیل، ترفیع، تجهیزاتو، اعاشې او اباتې له پلوه د ټولو منسوبینو ستونزې به حل شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ولایتونو د پولیسو تشکیل د زیاتوالي څخه ډاډ ورکړ او ویې ویل، د یاد بنسټ د ارزونې له مخې په راتلونکې کې به د امنیه قومانداني پوستونو څخه د پولیسو یو شمېر قوماندان بدل او پر ځای به یې تکړه کاري کسان وګمارل شي.


9-Asad98-Komita3.JPG

د غونډې په پاي کې فضل هادي مسلم یار د یادو وزارتونو د سرپرساتو له حضور څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د سناتورانو وړاندیز ته چې د امنیتی وضعیت د ښه والي په موخه وړاندې شو، پاملرنه وشي.

ژباړن احمد ویس خاورې