اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د زمري ۹ مه نېټه

د مشرانو جرګې نننۍ غونډه چې په دوو برخو کې د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلم يار او لومړی نائب محمد علم ایزدیار په مشرۍ جوړه شوې وه د بهرنيو چارو وزارت مرستیال د غړو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل.


8-Asad98-JAL1.JPG

په سر کې له نوموړي څخه د مشرانو جرګې دويم مرستيال ډاکټر محمد آصف صديقي د هېواد د پارلمان کرکټ ټیم سره په لندن کې مېشت د افغانستان سفارت د نه پاملرنې څخه يادونه وکړه او ويې ويل، سره له دې چې مخکې يې په لندن کې د افغانستان سفارت ته د ټيم د ورتګ په اړه پيغامونه ورکړي وو خو د ملي شورا د غړو او د کرکټ ټيم له پاره د خدمتونو په برابرولو کې کوم اقدام ونه شو. دغه راز د سناتورانو له خوا د افغانستان په یو شمېر نمايندګيو کې د فساد د شتون، د ملي شورا غړو سره د هېواد د سفارت خانو د دوه ګوني چلند، د هندوستان او پاکستان د ويزې په ترلاسه کولو کې د ستونزو، استانبول کې د افغانستان کونسل د امکاناتو او تشکيلاتو د ډېرښت په اړوند یولړ نورې پوښتنې مطرح شوې.

ورپسې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان په خپلو خبرو کې لندن کې مېشت د افغانستان سفارت له خوا کمه پاملرنه د سفارت د مسئولانو ترمنځ د همغږۍ نشتوالې وګڼه، او د بهرنيو چارو وزارت او په راتلونکې کې یې د دواړو مجلسونو ترمنځ په همکارۍ د ټينګار ترڅنګ ډاډ ورکړ چې دغه موضوع به وڅېړي او زياته يې کړه چې د بهرنيو چارو وزارت د فساد سره د مبارزې په امر کې ژمن دې او ټاکل شوې واکمن پلاوی د ستونزو د حل لپاره اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په ياد وزارت کې د يو لوړ نيمګړتياوو په تاييد سره د یادې ادارې د کارکوونکو د ظرفيتونو لوړولو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د نړيوالو پنځو ژبو د سويې د تثبیت ازموينه ترلاس لاندې ده او بهر ته د ديپلوماتانو د ټاکلو وروستې پړاو د ځانګړي کمېټې له خوا د ازموينې په اخيستو او د ژبې او سويې په تثبیت سره ترسره شو.

ښاغلي زمان د پاکستان ويزې د صدور ستونزو په اړه معلومات وړاندې او هيله يې څرګنده کړه چې په هغو ناستو کې چې د اړوندو ارګانونو سره يې درلودې، وکولاي شي يوه مناسبه حل لار وپلټي.

د غونډې په آزادو بحثونو کې لومړی نائب او ټولو غړو د دولت جوړوونکي ټيم د لومړي مرستيال او د زرغون بهير د رييس پر دفتر ترهګریز ډله ييز بريد چې له امله يې يو شمېر ملکي وګړي شهيدان او ټپيان شول ظالمانه او فاجعه راوړونکې وګڼه، ټينګار يې وکړ چې حکومت دی د دښمنانو د شومو موخو د شنډولو لپاره ګټور اقدامات ترلاس لاندې ونيسي.


8-Asad98-JAL2.JPG

په غونډه کې سناتورانو د ټاکنيزو رسمي سياليو څخه خوښي څرګنده کړه او د ټاکنيزو ټيمونو او د دوی له پلويانو وغوښتل شول چې خپل کمپاينونه دې د لوايحو او مقرراتو سره سم او د صميميت په فضا کې عیار کړي او زياته يې کړه، تمه کېده چې د جمهوري ریاست نوماندان که څه هم د نظام په دننه کې دی او یا هم بهر کې دی د دولتي امکاناتو څخه ناوړه ګټه وانخلي او د دې ترڅنګ حکومت مکلف دی چې د ټاکنيزو ټيمونو د امنيت په ټينګښت او راي ورکوونکو ته د امن فضا په رامنځته کولو کې هڅه وکړي.

همدارنګه يو شمير سناتورانو د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو مخکې د افغانستان څخه د ياد هيواد د پوځي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه نظریی وړاندې کړې او ويې ويل چې بايد هر ډول پرېکړه د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون سره سمه وشي او د دې ترڅنګ په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره ګټورې هڅې ترسره شي.

د بدخشان د کران او منجان په ګډون يو شمېر سيمو کې د دښمنانو د بريدونو زياتوالي او د زابل ولايت يو شمېر سیمې له هغو مواردو څخه وو چې د سناتورانو له خوا وړاندې او یادو سیمو ته د حکومت د جلبولو ترڅنګ ټينګار وشو چې د کورنيو چارو وزارت دې په ښارونو او لويو لارو کې امنيتي پوستې جوړې کړي.

غزنی ښار کې د هدفي وژنو څخه نيوکه او د مسئولو ارګانونو له له خوا يې په مخنيوی ټينګار، د بيرغ د ملي ورځې د زمري د اوومې څخه يادونه او د هېواد په بېلابېلو برخو کې يې لمانځنه، بغلان ولايت ته د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سفر او د ولايتي شورا غړړ او خلکو سره د نوموړي نه کتل او د پلخمري پر اوسېدونکو د سنګينو امنيتي رژیم وضع کولو کې د نوموړي د ساتونکو ازارول، د صفر يو قطعې له خوا د کابل ښار پنځه ناحیه کې د يو ولسوال د استوګنې کور د پلټنی او ځینې نور موارد وو چې مطرح شول.


8-Asad98-JAL3.JPG

د مطرح شويو مواردو په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ياد هېواد د بهرنيو چارو د وزیر څرګندونو په اړه وويل دا چې امريکايي پوځيان څه وخت له افغانستان څخه وزي يوه معما ده او د ټولټاکنو په درشل کې په خلکو او دولت د فشار راوړلو اړخ لري خو د افغانستان حکومت د امریکا او ناټو سره ستراتيژيک تړون لري، بايد د دې پر بنسټ اقدام وشي او د وسله وال پوځ په سمبالښت او تمویل لاس پورې کړي.

د مشرانو جرګې رييس د زرغون بهير پر دفتر باندې برید وغنده او د دولت جوړونې ټيم د ټولټاکنو ټکټ لومړي مرستيال امرالله صالح ته د زيان نه رسېدو څخه يې خوښي څرګنده او ويې ويل، په خواشينۍ سره په ياد بريد کې د هېواد د وتلو کادرونو په ګډون څو ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکړ خو امنيتي ځواکونه مکلف دي چې د ټاکنيزو ټکټونو امنيت تامين کړي ترڅو په راتلونکې کې د دا ډول پېښو څخه مخنيوي وشي همدارنګه په غونډه کې د اجنډا سره سم د ولايتي شوراګانو، مصئونیت او امتيازونو د کميسيون د تقنيني اوولسمی د اول کال د لومړي اجلاس کاري رپوټ د سناتور ميرحاتم تره خېل له خوا او د قطر او امريکا هېوادونو څخه د مجلس د پلاويو رپوټ د سناتور لطف الله بابا او لومړی نائب محمد علم ایزدیار له خوا وړاندې شو.

لطف الله بابا په خپل رپوټ کې وويل د مجلس پلاوی د آی پی يو بين الپارلمانی اتحاديې 140غونډه کې چې د قطر هېواد کې جوړه شوې وه ګډون وکړ. په دغې ناسته کې د سولې، تروریزم سره د مبارزې، د افغانستان سولې او ځينې نور و مسایلو په اړه بحث وشو چې د پارلماني پلاوي په استازيتوب سناتور ګلالۍ نور صافۍ د نړيوال امنيت او سولې کمېټه کې بیانیه وړاندې کړه چې د پاملرنې وړ وګرځېده.

همدارنګه د مشرانو جرګې د لومړي مرستيال محمد علم ایزدیار په مشرۍ د ملګرو ملتونو سازمان په مقر کې د تلپاتې پراختيا د نړيوالې ونډې تر نامه لاندې ناسته کې د پارلماني پلاوي رپوټ د نوموړي له خوا وړاندې شو، زياته يې کړه چې په دغه ناسته کې د پارلمانونو د غړو، څېړونکو، مدني ټولنې د فعالينو، د نړۍ 157هېوادونو د نړيوالو سازمانونو او حکومتونو د استازو په ګډون 600 تنو ګډون کړي وو چې په دې برخه کې د نړيوالو لاسته راوړنو، د تلپاتې پراختيا د موخو د پلي کيدو په لار کې د ستونزو او خنډونو، په تيرو پنځو کلونو کې د يادو موخو د پلي کولو په لاره کې د پارلمانونو او مدني ټولنې د رول او د راتلونکو لسو کلونو له پاره د تل پاتې پراختیا د اجندا د جوړېدو د څرنګوالي په اړه بحثونه وشول.

د مشرانو جرګې لومړی نایب زیاته کړه چې د یادې ناستې په راتلونکې ورځ د ملګرو ملتونو سازمان د پلان او اقتصاد وزیرانو د خپلو متبوع هېوادونو رپوټونه وړاندې کړل.

همدا راز د ناستې په وروستۍ ورځ پارلماني پلاویو چې په عمده توګه یې ګډونوال د پارلمانونو ریسان او مرستیالان وو په نړۍ کې یې د تل پاتي پراختیا د مومو د تدوین او پلي کېدو، په څلورو محورو کې د پارلمانونو د رول د څرنګوالي، لویو سیاستونو کې د ونډې، د حکومت کړنو څخه څارنه او د ملي بودجې تصویب په اړه مفصلې خبرې اترې وشوې.

نوموړی په دغې ناسته کې د افغانستان د پارلماني پلاوی په استازیتوب په افغانستان کې د تل پاتي پراختیا بهیر اساسی ستونزه د امنیت نشتوالې او د بهرنیانو لاسوهنې په ډاګه کړې چې د څلویښتو کلونو راهیسې د تروریزم سره په مبارزه کې بوخت دي.

د مشرانو جرګې لومړي نایب د دولت په داخل کې د فساد د بېلا بېلو ډولونو د شتون او په ټولنه کې د فقر او بیکارۍ په شان ترخو واقعیتونو ته هم اشاره وکړه چې په هېواد کې د تل پاتي موخو د پلي کېدو په لاره کې د خنډونو څخه شمېرل کیږي.


8-Asad98-JAL4.JPG

ویل کیږي چې په نننۍ غونډه کې مشرانو جرګې خپل د اوړي تعطیلات هم  اعلان کړل او د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسمل یار د امنیتی ځواکونو څخه وغوښتل چې د هېوادوالو او په ځانګړې توګه په پلازمېنه او ولایتونو کې د مجلس د غړو امنیت ته پاملرنه وکړي تر څو په ملي شورا کې د خلکو استازی وکولای شي د خپلو موکلینو ستونزې له نږدې وڅیړي او د حل په موخه یې مشرانو جرګې ته وړاندې کړي.

ژباړن احمد ویس خاورې