اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر د زمري ۷ نېټه

دحکومت د پریکړې سره سم  دمشرانوجرګې اداري پلاوي او ددالانشاء لوی ریاست نن په شاندارو مراسموکې د بیرغ ملي ورځ ولمانځله.

دغه شانداره مراسم  چې  دمازدیګر په پوره پنځو بجو او اته ویشتو دقیقو دملي شوار په مقر کې پیل شول  په هغې کې دجرګې دویم نایب ډاکټرمحمدآصف صدیقی، دجرګې منشي، یوزیات شمیرسناتورانو، ددارالانشاء دلوی ریاست مشرتابه اوډیری کارمندانو په کې ونډه اخیستې وه او دهېواد ویاړلی درې رنګه بیرغ یې وروپاوه او له دې لارې یې دملي عظمت لوی نشان ته ځانګړي احترامات ترسره کړل.

دجرګې دویم نایب په خپلو خبرو کې دافغانستان ملي بیرغ دټولوهېوادوالوملي هویت او دلوړې ارادې ښکارندوی وباله اوخوښي یې څرګنده کړه چې دنورو دولتي بنسټونو ترڅنګ مشرانوجرګه هم نن ددې سترې اوتاریخي ورځې دلمانځلو کوربنه وه.

ډاکټرمحمدآصف صدیقی همداراز پخپلوخبرو کې  دبیرق دملي ورځې دلمانځلو په موخه دلازمو سهولتونو په برابرولو کې ددالانشاء دلوی ریاست نه مننه وکړه اوهیله یې وښوده چې دسولې په لارکې روانې هڅې مثبتې پایلې ولري ترڅو افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي او ټول افغان ولسونه دملي بیرغ ترسیوري لاندې په ډاډمنه اوسوله ایزه فضاکې ژوند وکړي.

دې شانداره محفل کی دځینو نمایشي حرکتونو دترسره کولو ترڅنګ  دهېواد او په ځانګړي توګه دملي بیرغ په ویاړ یوشمیر تاریخي او وطنۍ سندرې هم  خپرې شوې.