اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي د فتر

د ۱۳۹۸ کال د زمري ۷ مه نېټه

دمشرانوجرګې یوشمېر کمېسیونونو د بېلا بېلو موضوعګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د انجنیر فرهاد سخي په مشرۍ د نړیوالو چارو دکمېسیون په غونډه کې د کمېسیون غړو د بیرغ د ملي ورځې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې ټول افغانان باید د دغه درې رنګه بیرغ لاندې د خپل هېواد آبادولو کې وڼده واخلي او خپلو هېوادوالو ته د خدمت مصدر وګرځي.

د غونډې په بله برخه کې ټاکل شوې وه چې د بهرنیو چارو وزارت د امنیتی همکاریو د سرحدي چارو رئیس او سرحدي عمومي قوماندان په غونډه کې ګډون وکړي او د افغانستان او پاکستان په پوله د باروړونکو موټرو د توقف په اړه د کمېسیون د غړو پوښتنې ځواب کړي، خو د یو شمېر دلایلو پر بنسټ حاضر نه شول.

دغه راز د زرغون بهیر د مرکزي دفتر پر وړاندې تروریستی وروستي بریدونه چې د یو شمېر بی ګناه هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو لامل شول، په کلکو ټکو وغندل شول او د منان رب له دربار څخه د شهیدانو روح ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسی روغتیا او پاتي کسانو ته یې دجمیل صبرغوښتنه وشوه او د اړوندو امنیتی مسئولانو څخه وغوښتل شول تر څو د هېوادوالو د لا ښه امنیت د ټینګښت په موخه لازم تدابیر ترلاس لاندې ونیسی.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر د وي آي پی کړنلارې په اړه بحث او په اړوندې یې لازمې پرېکړې وشوې.

7-Asad98-Bio.JPG

د ډاکټرمحمداجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو د کمېسیون غونډې په هېواد کې د بیرغ د ملي ورځې د زمري د اوومې څخه د مبارکۍ سربېره د پروان ولایت د اوسېدونکې عبدالشعیب نومي عریضه د اجرااتو په موخه د معلولینو او شهیدانو چارو کې د دولت وزارت ته محول کړه.

د غونډې په بله برخه کې د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې په مربوطاتو کې د پرون ورځې ترهګریز برید په کلکو ټکو وغندل شو، د شهیدانو لپاره د فردوس جنت او پاتې کسانو ته یې د جمیل صبرغوښتنه وشوه.

7-Asad98-Aqwam.JPG

د قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، مصونیت او امتیازونو دکمېسیون په غونډه کې دکابل ښار دپنځلمسمې ناحیې په مربوطاتو کې د پرون ورځې د ځانمرګي برید د غندلو تر څنګ د مشرانو جرګې د دارالانشا د لوی ریاست د مالي او ادارې مسایلو اړوند خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.

د ډاکټر ګل محمد رسولي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې د زرغون بهیر پر دفتر پرونۍ چاودنې او ځانمرګي بریدونه په کلکو ټکو وغندل شول او د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده شوه.

د غونډې په بله برخه کې د فاریاب ولایت د سرې میاشتې نمایندګۍ ریاست کې د شته ستونزو څخه یادونه او وویل شول چې په خواشینۍ سره د سرې میاشتې د افغاني ټولنې مرکزي دفتر کې یو شمېر کسان د یادې ادارې د اساسلیک په پام کې نیولو پرته هڅه کوي تر څو د فاریاب ولایت د سرې میاشتې د افغاني ټولنې رییس له دندې ګوښه کړي او ټینګار وشو چې د شته اساسلیک سره سم د لوړو پستونو ګمارنې د مشرتابه بورد له واکونو څخه دي نه د د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سکرترجنرال.

ورپسې پرېکړه وشوه تر څو دکمېسیون پلاوی فاریاب ته سفر او موضوع له نږدې وڅيړي.

7-Asad98-Rifai.JPG

په پاي کې د هېواد شمالي ولایتونو کې د ران بیه کاڼو د قاچاق او روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو کې د ستونزو د شتون او په غیر فني توګه د کانونو د راویستو په اړه بحث او پرېکړه وشوه تر څو بلخ، سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د کمېسیون د پلاوي د سفر په وخت یادې ستونزې وڅېړل شي.

د مېرمن ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې د مشرانو جرګې د منشی نایب ډاکټر فیصل سمیع په حضور د  ټولټاکنو کمېسیونونو د ریسانو د کړنو او خدمتونو څخه تقدیر وشو.

په غونډه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ریيسې د یاد بنسټ د کړنو د شمېرلو تر څنګ وویل، د جمهوري ریایست د ټاکنو د رای ورکوونکو تقویتي بهیر په بریالیتوب ترسره او اوس دټاکنو د جوړېدو د څرنګوالي په اړه کار جریان لري تر څو دغه ملي بهیر په بریا سره پاي ته ورسیږي.

7-Asad98-Zanan.JPG

ورپسې د مشرانوجرګې منشي او دښځو چارو دکمېسیون مشرې د ټاکنیزو کمېسیونونو څخه خپل ملاتړ اعلان او ټینګار یې وکړ چې باید ولسمشریزې ټاکنې په امن فضا او په راڼه ډول ترسره شي او تیرې بی باورۍ حل شي، او د دې تر څنګ د مجلس تقدیر لیک او نښان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني او د ټولټاکنو د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون ریسې ته ډالۍ شول.د غونډې په پای کې د ښځو او ماشومانو بنسټ رئیس ته د کمېسیون تقدیر لیک ورکړل شو.

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د شپې له خوا د مخابراتي خدمتونو د پرېکون، د خبرو اترو د بیو د لوړوالی، د غزني ولایت کې د پروژو د نه پلي کېدو، د تري جي او فور جي رښتینو انټرنيټي خدمتونو د نه وړاندې کولو موضوع په اړه د روشن، اتصالات مخابراتي شرکتونو مسئولانو او د اترا ادارې مرستیال سره بحث وشو.

7-Asad98-Mukhabirat.JPG

مسئولانو د یادو ستونزو دمنلو ترڅنګ وویل، مخابراتي شرکتونه د امنیتی جدي ګواښونو له ستونزو سره مخ دي، په همدې بنسټ یو شمېر ولایتونو کې د شپې لخوا مخابراتي خدمتونه پرې کیږي، دوی په ۲۰۱۹ کال کې د غزني ولایت د پروژو د پلي کېدو په اړه څرګندونې وړاندې کړي او د کمېسیون او حکومت څخه یې غوښتنه وکړه تر څو د مخابراتي شرکتونو د امنیت د ټینګښت په برخه کې لازمه پاملرنه وکړي.

د ویلو ده چې د نن ورځې په ناسته کې د افغان بی سیم مخابراتي شرکت مسئول ته بلنه ورکړل شوې وه، خو په غونډه کې یې ګډون ونه کړ چې د نوموړی دغه عمل باندې نیوکه وشوه.