اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لندۍ ۲۴ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د زمري ۵ نېټه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایل، سرحدونو او کوچیانو د چارو د کمېسیون غونډې کابل او د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالیو کې تروریستی وروستي بریدونه چې د یو شمېر بی ګناه هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو سبب شوې، په کلکو ټکو وغندل شوې.

همدا راز غونډې په ترکیې کې د هېواد د شاوخوا ۲۵۰۰ افغان کډوالو د نیولو په اړه خبرې وشوې او د بهرنیو چارو وزارت او اړوندو ارګانونو څخه وغوښتل شول تر څو د دیپلوماتیکو لارو د افغان کډوالو د خوشي کېدو په برخه کې اقدام وکړي.

د غونډې په بله برخه کې د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ د سقاوه دښتې د یو شمېر سپین ږيرو او مشرانو شکایت دا چې شاوخوا دوه زره جریبه ځمکه یې پیرلي او شرعي اسناد هم په لاس لري، خو اوس یو پلاوي چې ځان د ځمکوالۍ ادارې استازي معرفي کوي، وایی چې یاد ملکیت دولتي دې او په یاده ځمکه دولت د تاسیساتو د رغاولو پلان لري، واوریدل شو، په دې برخه کې کمېسیون وپتییله چې حکومتي مسئولان دې موضوع د حقوقی او قانوني لارو حل کړي او هم غونډه کې راغلو عریضو او مکتوبونو ته رسیدګي وشوه.

5-Saratan98-Aqwam.JPG

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې د روان مالي کال د دویمې ربعې وروستۍ نېټې پورې د اوبو او انرژۍ وزارت د پنځه څلویښتو پراختیایی پروژو د لګښت رپوټ مطالعه شو، په رپوټ کې یادونه شوې چې د کابل ولایت د شاتوت بند د ساختمان پروژه، هرات ولایت کې د برېښنا رسونې پروژه، د سروبي برېښنا بند ډیزاین او ساختمان، غور ولایت کې د برېښنا بند ډیزاین او ساختمان، د پنجشیر ولایت د فراج کلي د برېښنا پروژه، د وزارت اړوند د ننګرهار ولایت د کامي ولسوالۍ د برېښنا او اوبولو بند ډېزاین او ساختمان پروژه چې په یاده ربع کې یې لګښت صفر ښودل شوې بحث وشو، کمېسیون وپتییله تر څو د اوبو او برېښنا وزارت د یادو پروژو د نه پلي کېدو دلایل په لیکلی ډول کمېسیون ته راولیږي او هم پرېکړه وشوه چې د روان کال په دویمه ربع کې د انرژې او اوبو وزارت ټولې پروژې چې پرې کار نه دې شوې، په راتلونکو ناستو کې دې په اړه څېړنې وشي.

د غونډې په بله برخه کې د دفاع وزارت اړوند د لوژستیکی مهماتو ډ‌یپو د ممر ذېرمو د کمپلکس رغاونې پروژې، د بنسټونو د رغاونې پروژې او د مالي او بودجې عمومي ریاست سیستم جوړونې په اړه رپوټ مطالعه شو.

5-Saratan98-Mali.JPG 

د انجنیر فرهاد سخي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې د کمېسیون غړو د جمهوری ریاست د ټولټاکنو په اړه خبرې وکړې او په شرایطو برابرو کسانو څخه وغوښتل شول تر څو د خپلې خوښي وړ نوماند ته د خپلې رایې په کارولو سره خپل ملي او اسلامي رسالت ادا کړي.

همدا راز د غونډې په بله برخه کې راغلو عریضو ته د رسیدګۍ تر څنګ وپتییل شوه چې په راتلونکې ناسته کې دې د مشرانو جرګې د کمېسیونونو د استازو په حضور سره د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر د وي آي پي کړنلارې په اړه بحث وشي.

5-Saratan98-Bio.JPG 

د مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په  غونډه کې د برېښنا انرژۍ ته د نه لاسرسی په اړه د کاپیسا ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو د اوسېدونکو شکایت په اړه د انرژۍ او اوبو وزارت رسمي لیک مطالعه شو، ویل کیږي چې په یاد لیک کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اړوندو پروژو له لارې د فرانسی هېواد په مالي او تخنیکی مرسته د یاد ولایت ولسوالیو ته د برېښنا رسولو په هکله معلومات وړاندي کړي دي، کمېسیون وپتییله تر څو د یاد وزارت د واکمنو مسئولانو څخه یو تن د وړي د تعطیلاتو وروسته د کمېسیون غونډې ته راوبلل شي او د ځینو پروژو په اړه څرګندونې وړاندې کړي.

5-Saratan98-Adli.JPG 

د عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د کانکور ازموینې د پایلو، په هېواد کې د تحصیلی چارو د عمومي وضعیت، د خپلې خوښي وړ پوهنځیو ته د نه منلو او جذب په اړه د دواطلبانو د شکایت، د شفا خصوصی تحصیلی موسسې د بندېدو او ځینو نورو مهمو مسایلو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

5-Saratan98-Farhangi.JPG 

دغه راز د عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د ګډې کمېټې په غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د شلمې مادې د لومړۍ او پنځمې فقرې په اړه بحثونه وشول، چې د رایو په اتفاق د مشرانو جرګې راغلي تعدیلونه د دواړو مجلسونو د غړو له خوا تائید شول.

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې د (ایریا) موسسې د کارکوونکو شکایت د اقتصاد وزارت د انجوګانو رئیس سره مطرح شو.

په غونډه کې د یادې موسسې کارکوونکو شکایت وکړ چې د موسسې اوسني رئیس پیسی خپل حساب ته انتقال کړي او د مالي سرچینو څخه په شخصي توګه ګټه پورته کوي او د نهو کلونو په موده کې یې د مشرتابه پلاوی د ټاکنو په موخه عمومي غونډه نه ده جوړه کړې او د دې تر څنګ د درې میلیونو زیاتي افغانۍ چې د ایریا موسسې اړوند د یوې برخې د کارکوونکو معاشونه دي، خوړلي دي.

دوي په دوام کې وویل چې د موسسې د رئیس د کمزوري مدیریت او مالي فساد پر بنسټ د یادې موسسې اړیکې د بهرنیو لویو دونرونو سره خبرابی شوي دي او په دننه کې ګډوډۍ هم رامنځته شوي دي، سره له دې هم د موسسې رئیس خپلو کارونو ته په غیر قانوني توګه دوام ورکوي.

د اقتصاد وزارت د انجوګانو رئیس په دې برخه کې وویل، د غیر دولتی موسسو د قانون له مخې دغه ریاست مکلف دې چې د رامنځته شویو اختلافونو په وخت لاس په کار شي چې په دې برخه کې هم د وزارت له خوا درې غړیز پلاوی ټاکل شوې تر څو شته ستونزې ته رسیدګي وکړي.

کمېسیون د څرګندونو د وړاندې کولو وروسته د خپلې پخوانۍ پرېکړې پر تعقیب فیصله وکړه چې د اقتصاد وزارت دې د ایریا موسسې د رئيس انجنیر عارف الله عظیمی دنده وځنډوي او هغه کارکوونکې چې د نوموړي له خوا منفک شوي دي بیا ځلې په دندو وګماري او هم دې د مدیره پلاوي ټاکنې او د عمومي غونډې د جوړېدو زمینه برابره کړي تر څو شته ستونزه حل شي.

د غونډې په بله برخه کې د ترانسپورت وزارت د ځمکني ترانسپورت رئیس د ترانسپورتي اتحادیو د یو شمېر استازو په حضور د ترانسپورت نوی قانون کې د ترانسپورتي شرکتونو او اتحادیو د فعالیتونو د نه په پام کې نیولو په اړه د دوي د شکایتونو په هکله معلومات وړاندې کړل.

نوموړی وویل، دغه قانون د تقنینی فرمان په واسطه نافذ شوې خو د ملي شورا له خوا تصویب شوې نه دې او عارضین فرصت لري تر څو د ځایولو په موخه خپلې نظریې د ملي شورا اړوند کمېسیون سره مطرح کړي.

د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون پرېکړه وکړه تر څو د ترانسپورت قانون په مورد کې د تقنینی فرمان په اړه د بحث په وخت د ترانسپورتي شرکتونو او اتحادیو د استازو نظریې او وړاندیزونه په پام کې ونیول شي.

5-Saratan98-Mukhabirat.JPG 

د قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتی شوراګانو، مصئونیت او امتیازونو د کمېسیون په غونډه کې د حامد کرزی نړیوال هوایی ډګر د وي آي پی کړنلارې په اړه د بحث سربېره، په بیګناه وګړو کابل او ننګرهار ولایتونو کې تروریستی بریدونه په کلکو ټکو وغندل شول او د منان رب له دربار څخه شهیدانو د فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسی روغتیا غوښتنه وشوه او هم د امنیتی مسئولانو وغوښتل شول تر څو د خلکو د امنیت په نیولو کې سملاسی اقدام ترلاس لاندې ونیسی.

5-Saratan98-Emtiazat.JPG 

په پاي کې د جمهوری ریاست د ټولټاکنو د کمپاینونو په اړه خبرې او څرګنده شوه چې د جمهوری ریاست نوماندان دې د خپلو کمپاینونو په وخت هغه مقررات چې د ټاکنو کمېسیون له خوا وضع شوي دي، رعایت کړي.