اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د لندۍ ۲۳ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د زمري ۵ مه نېټه

دمشرانوجرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ ددې جرګې درییسانو دکمېټې په غونډه کې د راتلونکې سه شنبې ورځې دعمومي غونډې اجندا وټاکل شوه.


5-Saratan98-Komita-Rowasa.JPG


غونډه کې پرېکړه وشوه چې د زمري د اتمې نېټې دسه شنبې ورځې عمومي ناسته کې دې د آزادو بحثونوسربیره، د اړوندو مسایلو په اړه دمعلوماتو د وړاندې کولو په موخه دې د بهرنیو چارو وزارت مسؤلان ګډون وکړي اودامریکا اوقطرهېوادونو څخه دې دمجلس د پلاویو او هم دې د ولایتي شوراګانو اوخوندیتوب کمېسیون کاري رپوټونه وړاندې شي.

همدارنګه پرېکړه وشوه چې دزمري دمیاشتې په نهمه نېټه د رییسانوکمېټه کې دې دملي دفاع وزارت سرپرست د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

په پيل کې دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار،روان اجلاس کې دښوکړونو په موخه دجرګې ددارالانشاء دمشرتابه او کارکوونکو د کړنو څخه مننه وکړه اوټینګار یې وکړچې په لیکلی ډول دې دا موضوع ټولوکارکوونکو سره شریکه شي.