اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۲ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د زمری لومړۍ

دافغانستان پروړاندې دامریکا دمتحده ایالاتو دجمهور رییس د څرګندونو په ا ړه د مشرانوجرګې مطبوعاتي اعلامیه:


1-Asad98-Payam.jpg

مشرانوجرګه د امریکا دمتحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ناموزونو او غیرمسئولانه خبرو څخه چې ورځ وړاندې یې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې داسی ویلي دي( کولای شي د افغانستان جګړه په لسو ورځو کې ختمه کړي چې په دې صورت کې به دا هېواد لس میلیونه تلفات ورکړي او د نړۍ له نقشې به  ویستل شي چې دا کار نه کوم) نیوکه کوي او یادې څرګندونې د دیپلوماتیکو اصولو خلاف ګڼي.

په اصل کې د امریکا متحده ایالات او د یاد هېواد خلک د افغانستان له سیاسي او ستراتیژیکو ملګرو څخه دي او د نړیوال تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره چې دنړۍ امنیت یې له ګواښ سره مخ کړې او په ځانګړې توګه افغانان او امریکایان د یاد تروریزم له قربانیانو څخه دي او د پام وړ ژورې ژمنې او اړیکې یې له یو بل سره ټینګي کړي او په ګډه کار کوي.

دافغانستان خلک دښاغلي ټرمپ د تاوتریخوالي وړ او احساساتي دریځونو څخه چې د دوو دوستو او ستراتیژیک تړون  لرونکو هېوادونو د رسمي ژمنو له دایرې څخه بهر ګڼل شوي دي، متعجب شوي دي چې ولې دا ډول جملې هغه هم د پاکستان د ترهګر پاله دولت د لومړي وزیر عمران خان سره د کتنې په وخت د نوموړي له ژبې راووتې، حال دا چې د پاکستان د دغو رهبرانو لاسونه د افغانستان د خلکو او امریکا د متحده ایالاتو د پوځیانو په وینو سره دي.

د امریکې د ولسمشر دا ډول نامناسبې څرګندونې نه یواځې چې د افغانستان ملتونه د امریکا د دوستۍ او ژمنو پر وړاندې شکمن کوي بلکې د نړۍ ټولو ملتونو ته د امریکا د دوستۍ او تړونونو له ځانګړتیاو څخه منفي پيغام ورکوي.

دسنامجلس د ډونالډ ټرمپ دڅرګندونو برخلاف په دې باور ده چې افغانستان نه بلکې پاکستان چې د تروریزم ملاتړی هېواد دی د نړۍ له نخچې بهر شي، ځکه افغانستان خپله د تروریزم قرباني او د امریکا متحده ایالاتو او د ټولو هغو هېوادونو سره چې د تروریزم پر وړاندې مبارزه کوي، ژمن او د سیاسي شریکانو څخه دی.

دغه سرښندونکی ملت د پنځو زرو کلونو راهیسې د نړۍ په دې جغرافیه کې ژوند کوي او هیڅ کله یې ګاونډیو او یا هم ملتونو ته ګواښ نه او تل د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو څخه د دفاع په حال کې قرار لري، دغه ملت په هر ډول سختو شرایطو کې ژوند کړې او سرلوړې به وی.

دغه ملت چې په هر وضعیت کې وي، د تاریخ په اوږدو کې یې د پردیو زورورو هیڅ ډول زور یا سپکاوی نه دی منلی او نه به یې هم ومني او د خپل برخلیک کیلۍ به هیڅکله هم بل هېواد ته ورنکړي.

له دې امله مشرانو جرګه د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس، د یاد هېواد د سیاسي، علمي او مدني شخصیتونو او بنسټونو غوښتنه کوي چې د ښاغلي ټرامپ دغیر طبیعي خبرو په تمرکز او د دې د تعبیر او تفسیر په اړه دې هغه  تر پوښتنې لاندې ونیسی او دافغانستان ملت اوحکومت ته دې وضاحت ورکړي او دخپلې خوا دې هم دا ډول غیر مترقبه او بیمورده څرګندونې وغندي.

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئیس

فضل هادي مسلم یار