اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د تلې ۲۸ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د زمری لومړۍ

مشرانوجرګې د افغانستان او امريکا د ژمنو دترسره کولو په ټينګار سره دافغانستان پر وړاندې دياد هېواد د ولسمشر وروستۍ څرګندونې غير مسئولانه او د ډيپلوماتيکو اړيکو خلاف وګڼلې.


1-Asad98-JAL1.JPG

دغه غونډه چې په دوو برخو کې دمشرانوجرګې د رييس فضل هادي مسلم يار اولومړي نایب محمدعلم ایزدیار په مشرۍ جوړه شوې وه سناتورانو دډونالډ ټرمپ دهغه څرګندونو په اړه چې د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سره ېې په ګډه خبري ناسته کې کړي چې کولای شي د افغانستان جګړه د لسو ورځو په موده کي ختمه کړي په دې صورت کې افغانستان لس ميليونه تلفات ورکوي او دغه هېواد د نړۍ له نقشې ليرې کيږي چې دغه کار نکوم، احساساتي څرګندونې او د دواړو هېوادونو د رسمي ژمنو بهر او د ډيپلوماتيکو اصولو خلاف وګڼلې او د يوې اعلاميې په ترڅ کې يې په سختو ټکووغندلې.

په آزادو بحثونو کې یو شمېر سناتورانو په هېواد کې د ناامنیو د زیاتوالي او په ځانګړې توګه د بدخشان ولایت د کران و منجان د ستراتیژیکې ولسوالۍ سقوط او نږدې ولایتونو باندې یې منفي اغیزو څخه اندېښنه څرګنده شوه او وویل شول چې په قول اردوګانو کې دپراخ  اداري فساد شتون او دملي دفاع وزارت رهبرۍ کې ناکارایی دجګړې وضعیت کړکیچن کړی، سناتورانو په تروریستی بریدونو او هوایی بمباریو کې د ملکي افرادو تلفاتو څخه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، په دې وروستیو کې د بمباریو له امله په لوګر کې څو ملکي وګړي په شهادت رسیدلي چې دا ټول موارد د امنیتی او دفاعي سکتور مشرتابه کې کمزورتیا ده چې باید ورته پاملرنه وشي.

همدا راز یوشمېر غړو په واشنګټن کې د پاکستان د پخواني سفیر حسین حقاني دڅرګندونو په اړه چې ویلي یې دي، طالبان په ټاکنو باور نه لري او غواړي چې د امریکایانو د وتلو وروسته په زور سره افغانستان خپل کړي، هم بحثونه وشول او د هېواد له سیاسیونو وغوښتل شول تر څو د اوسني وضعیت سره سم دروانو قضایاو پروړاندې په ګډه دریځ خپل کړي ترڅو دهېواد راتلونکی له جدي ګواښونو سره مخ نه شي.

دسړکونو دکیندلو په نسبت دکابل ښار خیرخانه کې د ترافیکې ګڼې ګوڼې څخه د خلکو ستونزې، دکابل ښار د وزیر آباد پروژې د پڅ کاري بهیرڅخه نیوکې، کاپیسا کې د سلمان فارس مدرسې د یوه دینی عالم پرشهادت خواشیني، د ښېوې د برېښنا بند درغاونې او دبدخشان ولایت دبرېښنا رسونې هوکړه لیک د لاسلیک په وخت د یاد ولایت د سناتورانو د نه خبرولو په موخه د مالیې وزارت په دوه ګونې چلند نیوکه، بلخ کې دمخابراتي شبکو دپرېکون په اړه نیوکې، دحکومت د پرځولو په اړه دبلخ دپخواني والي عطامحمد نور دڅرګندونو په څېړنه ټینګار، لندن کې د افغان سفیر د بی کفایتۍ او په دغه دیپلوماتیک بنسټ کې د پراخ فساد څخه یادونه، د مادي او معنوي حقوقو دکمښت له پلوه دملي اردو د ټولو معلولانو شکایت، دکورنیو عوایدو څخه د ټاکنو د بودجې د تامین څخه د خوښۍ څرګندول او ځینې نور مسایل هم مطرح شول.

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار هم دټرامپ څرګندونې وغندلې او ویې ویل، نوموړي دخپل حاکمیت په موده کې ونه توانید، څو وېره اچوونکې ډلې لمنځه یوسی نو مهال به وي چې افغانستان په لسو ورځو کې د نړۍ له نقشې بهرکړي.


1-Asad98-JAL2.JPG

دمجلس رئیس وویل، افغانستان دخپلواک هېواد په توګه  له واشنګټن سره د امنیتی تړون لرونکی دی او په یاد تړون کې د دواړو لورو مکلفیتونه ذکر شوي او د افغانان هیله لري چې د امریکا کانګرس د دا ډول سرکشیو مانع وګرځي ځکه نوموړی دافغانستان د سپکاوي سربېره د تروریزم پر وړاندې د امریکایانو دمالي او ځاني تلفاتو قربانۍ هم ترپوښتنې لاندې راوستي دي.

د مشرانوجرګې ریيس طالبانو ته په خطاب کې وویل چې د پاکستان لومړي وزیر دخبرو اترو میز ته ستاسو د کینولو تضمین ورکړې، تاسو اوس یوه خپلواکه ډله یاست که د پاکستان د لاس اله؟ غوره به وي چې د خپل سخت دریځ څخه لاس په سر او د افغانستان حکومت سره مخامخ خبرو ته کینۍ تر څو یو بل ته لاس ورکړو او دغه خاوره د هېوادونو د ناسالمو سیالیو او توطیو څخه بهر کړو.

مسلم یار دسیاسیونو څخه وغوښتل، له هغه ځایه چې د امریکایانو پروګرامونه روښانه نه دي، اړتیا شته چې کورني مخالفتونه پریږدو او د هېواد د ساتنې او بقا لپاره دخلکو او حکومت ترمنځ یو ځای او دجمهوري ریاست د ټولټاکنو د جوړېدو په موخه لازمې همکارۍ وکړو.

په غونډه کې دمشرانوجرګې د تقنینی اوولسمې دورې لومړي کال اول اجلاس کې دفعالیتونو خلص موارد دمجلس د منشي مولوي عبدالله قرلق او نایب منشي ډاکټر فیصل سمیع له خوا وړاندې شول.

 چې د یادې مودې په ترڅ کې ۲۶ عمومي غونډې، ۲۵۵ د کمېسیونونو غونډې او نهه د ریسانو د کمېټې غونډې جوړي شوي دي او دوه عنوانه قوانین او پنځه عنوانه معاهدات، نړیوال میثاقونه، پروتوکولونه او هوکړه لیکونه تصویب او تائید شوي دي.


1-Asad98-JAL3.JPG

همدا راز په دې موده کې ۳۴۰ ځلې د وزیرانو او نورو چارواکو په ګډون مسئولان عمومي غونډو او دکمېسیونونو ناستوکې استجواب شوي دي او دخلکو اوحکومتي ادارو سلګونو عریضو ته رسیدګي شوې ده، د یاد رپوټ پر بنسټ مشرانو جرګې په بېلا بېلو مواردو کې نهه ویشت پیغامونه، اعلامیې او پرېکړه لیکونه صادرکړي او څلور ځلې د مجلس پلاویو د ولایتونو او کابل ښار ادارو څخه څارنه کړې ده.

د مجلس په پاي کې د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون رپوټ د کمېسیون د مرستیال ګل احمد اعظمي له خوا وړاندې چې تفصیل به یې د کمېسیونونو په خبرونو کې خپور شي.