اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لړم ۲۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۳۱ نېټه

دمشرانوجرګې دښځو چارو او مدني ټولنې دکمېسیون په نوښت او دجرګې دلومړي نایب په ګډون ددولتي ادارو دجندر واحدونو د یو شمېر آمرینو د فعالیتونو او کړنو څخه د تقدیر په موخه غونډه ترسره شوه.

31-Saratan98-GEN1.JPG

په یاد محفل کې لومړی د ښځوچارو د کمېسیون مشرې ګلالۍ اکبري د خبرو په مهال وویل، هغه ارزونې چې د دولتی ادارو د جندر واحدونو له فعالیتونو څخه ترسره شوي، جوته شوې چې د دغو بنسټونو یو شمېرمسؤلانې د معیارونو سره سم په خپلو کاري برخو کې ښې ځلیدلي چې کمېسیون ته د تقدیر وړ دي.

ورپسې دمشرانوجرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار په ټولنه کې د ښځو د فعال حضور او رول څخه یادونه وکړه او ویې ویل، مېرمنو په ټولنه کې د خپل ځای او حقوقو د ترلاسه کولو په موخه ګڼ شمېر لوړې او ژورې ګاللي او تمه ده چې دوی دې  خپلو غوښتنو ته د لاسرسي په موخه خپلې مبارزې د اسلام د مبین دین د حکمونو په رڼا کې پرمخ یوسي تر څو مهمو او ګټورو بریاو ته ورسیږي.

او هم یې ډاډ ورکړ چې مشرانوجرګه د اسلام اوملي ارزښتونو په چوکاټ کې دهېواد دښځو د حقه حقوقو په موخه له هیڅ راز کوښښونو ډډه نه کوي.

31-Saratan98-GEN2.JPG

همدا راز د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون د تشکیلاتو رئیس د ادارو د جندر واحدونو کې ځینو نیمګړتیاو ته په اشارې سره ډاډ ورکړ چې د جندر بستونو د ارتقا، تشکیل کې د بیا کتنې او ددوی دبودجوي استقلالیت په برخو کې به هڅې وکړي.

ورپسې  دښځو چارو وزارت د پالیسۍ مسلکي معینې د جندر واحدونو د ځینو محدودیتونو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، د ادارو بشري سرچینو ریاستونو ته د جندر واحدونو د تړلتیا پر بنسټ د یو لړ پرېکړو څخه نه خبریږو اوهیله یې څرګنده کړه چې اړوند بنسټونه دې د ښځو د لا ځواکمنتیا په موخه لازمې هڅې وکړي.

31-Saratan98-GEN3.JPG