اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د لړم ۲۵ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۳۱ نېټه

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن دملي شوراپه مقر کې دچین د ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي لیوجنسانګ سره د مخه ښې کتنه وکړه.

31-Saratan98-MUL1.JPG

په دې کتنه کې دمشرانوجرګې رییس ته دچین د ولسي جمهوریت رسمي بلنه ورکړل شوه  او افغانستان سره د یاد هیواد د لا زیاتو مرستو، دولسمشریزوټاکنوترسره کیدو، ترهګرو ډلو سره دمبارزې، دسولې بهیر او افغان دولت سره د خبرو لپاره د پاکستان او طالبانو د اړ کولو په اړه خبرې و شوې.

ښاغلي لیوجنسانګ وویل، د چین هېواد په افغانستان او سیمه کې د سولې د ټینګښت غوښتونکی دی او پاکستان به اړ کړي چې د افغانستان د سولې په برخه کې شته فرصت له لاسه ورنه کړي او د افغانستان دمسلحو مخالفینو سره د همکارۍ لاس واخلي.

د مشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار په داسې حال کې د ښاغلي لیو جنسانګ له هڅو څخه مننه څرګندوله وویل، د چین دخلکو جمهوریت په ډېریو مواردو کې د یو ښه ګاونډي په توګه زموږ خلکو سره مرستې کړي او هیله مند یو چې چین د یوه لوی اقتصادي هېواد په توګه دسیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان دسولې اړوند مسایلو کې مهم رول ادا کړي.

د مجلس رییس زیاته کړه، ترهګر ښه او بد نه لري او دغه شومه پدیده چې د کلونو راهیسې د افغانانو څخه قربانۍ اخلي،نباید د یوشمېر هېوادونو د ګټو د خوندیتوب لپاره وسیله وګرځي.

31-Saratan98-MUL2.JPG

مسلم یار د افغانستان د سولې بهیر کې خوشبینیو او اندېښنو ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان نړیوال همکاران باید د هر ډول پټو معاملو څخه ډډه وکړي او د افغانستان حکومت او مخالفینو تر منځ د ناستو زمینه برابره کړي.

همداراز یې د رڼو، سرتاسري اوعادلانه ټاکنو جوړېدل د هېوادوالو غوښتنه یاده کړه، او ټینګار یې وکړ چې حکومت او په ځانګړې توګه د ټاکنوخپلواک کمېسیون دې په دې برخه کې خپل مکلفیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

د یوبل خبر له مخې دمشرانوجرګې لومړي نایب د کابل ښار دشپاړسمې ناحیې دیوشمېر اوسېدونکو عریضې واورېدې.

دوی وویل د یادې ناحیې یولسمه کوڅه چې د برېښنا برج له ایستګاه څخه پیل او د مرنجان غونډۍ حلقوي سړک پورې دوام مومي، د نیمایی څخه لږه یې څلور کاله وړاندې د کابل ښاروالۍ او هبیتات موسسې له خوا کانکړېټ شوې او د پاتې پنځه سوه مترو د کانکړېټ په موخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

31-Saratan98-MUL3.JPG

دمشرانوجرګې لومړی نایب محمدعلم ایزدیار د دوي د عریضو په اورېدو سره موضوع په لیکلي ډول دکابل ښاروالۍ ته راجع کړه  تر څو د یادې سیمې د اوسېدونکو عریضو ته رسیدګي وکړي.