اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لړم ۲۶ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۳۰ نېټه

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس او د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کلیزې د جشن څخه د لمانځلو دعالي کمېسیون د دارالانشاء رييس سید عبدالوحید قتالي د جشن د ښه لمانځلو په موخه د یاد کمېسیون د تیاریو څخه دمشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار ته معلومات وړاندې کړل.

دغه کتنه چې دملي شورا په مقر کې ترسره شوه، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس سیدعبدالوحید قتالي وویل، دهېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کلیزې د لا ښه لمانځلو په موخه دجشن دجوړېدو کمېسیون دشپاړسو کاري کمېټو لخوا دهېواد په ټولو ولایتونو کې ددیني، فرهنګي او تاریخي پروګرامونو تر څنګ یو لړ نور اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.


30-Saratan98-MUL1.JPG

ښاغلي قتالي زیاته کړه، د دې لپاره چې دافغانستان ټول قومونه په دغه تاریخي جشن کې ځان شریک وګڼي، د هېواد بېلا بېلو اقشارو سره پراخې اړیکې نیول شوي دي او له بلې خوا دهېواده بهر افغان کډوال هم دخپلواکۍ جشن څخه لمانځنه کوي، نوموړي دمشرانو جرګې رئیس څخه د خپلو او دجرګې دغړو دسپارښتنو او نظریو غوښتونکی شو.

دمشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار د مجلس او د جمهوري ریاست د چارو ادارې تر منځ د کاري اړیکو په لا پیاوړتیا او پراخوالي دټینګار ترڅنګ وویل چې مشرانو جرګه د هېواد دټولو ملي ارزښتونو او پروګرامونو ملاتړې او مدافع ده او د اړتیا په صورت کې چمتو ده چې د دغه تاریخي او ملي لوی مناسبت څخه د لمانځلو په موخه خپله ونډه ترسره کړي.

مسلم یار هیله څرګنده کړه چې باید هرکال د غویې د اتمې د افغانستان د اسلامي انقلاب د بریالیتوب څخه چې د هېواد دتاریخې مهمو پېښو څخه ده، ښه لمانځنه وشي.

د یو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې د ملي اردو اوملي پولیسو یو شمېر منسوبینو سره په کتنه کې چې د هېواد د آزادۍ او دفاع په لاره کې یې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي دي، د ډاډګېرنې تر څنګ دهغوی ستونزې واورېدې.

په دې ناسته کې د هغو افسرانو او سرتیرو پر وړاندې د مسئولینو د نه پاملرنې او لږ شفقت څخه یادونه وشوه چې دښمنانو سره په جګړه کې شهیدان او یا ټپیان شوي، او زیاته شوه چې داسی حال کې چې یادو منسوبانو ته کورنۍ ورپه غاړه دي او په کرایي کورونو کې میشت دي خو میاشتيني حقوق یي نیمایي ته راټیټ شوي او په وخت سره نه اجرا کیږي اوله بل پلوه معلولینو او شهیدانو وارثانو ته د ځمکو د وېش په اړه ژمنو تر اوسه دعمل جامه نده اغوستې.


30-Saratan98-MUL2.JPG

دمشرانوجرګې لومړي نایب د طالبانو او نورو وېره اچوونکو ډلو پر وړاندې د جګړو په لیکو کې د هېواد د زړه ورو امنیتی ځواکونو له سرښندنو څخه په قدردانۍ یادونه وکړه، ډاډ یې ورکړ چې د دوی غوښتنو ته به د رسیدګۍ په برخه کې هڅې وکړي.