اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۹ نېټه

دمشرانوجرګې دلومړي نایب محمدعلم ایزدیار په مشرۍ پارلماني پلاوی چې ( تپل پاتې پراختیا کې د نړیوالې ونډې) په ناسته کې یې د ملګرو ملتونو دسازمان په مقر کې ګډون کړی وو، نن هېواد ته راستون شو.


29-Saratan98-GEN4.jpg

دمشرانوجرګې لومړي وویل، په دغې درې ورځنۍ ناسته کې چې د۱۵۷هېوادونو دپارلمانونو دغړو، څېړونکو، مدني فعالانو، دحکومتونو اونړیوالو سازمانونو شاوخوا ۶۰۰ استازو ګډون درلود، ګډونوالو پدې اړه دنړیوالو لاسته راوړنو، د تلپاتې پرمختیا دموخو د پلي کېدو په لاره کې د ستونزو اوخنډونو،ددې موخو دپلي کېدو په لاره کې د پارلمانونو او مدني ټولنو د رول او د راتلونکو لسو کلونو لپاره دتلپاتې پراختیا د اجندا د جوړېدو څرنګوالي په اړه بحثونه وکړل.


29-Saratan98-GEN1.jpg

محمدعلم ایزدیار زیاته کړه چې د یادې ناستې په دویمه ورځ دملګرو ملتونوسازمان دغړو هېوادونو دپلان او اقتصاد وزیرانو دخپلو هېوادونو کاري رپوټونه وړاندې کړل خو په خواشیني سره د سلیقوي او سیاسي اختلافونو له امله د افغانستان د ملي یووالي حکومت څخه چا ګډون نه وه کړی او د پوښتنې ځای دې چې ولې د هېواد لویې ګټې د افرادو او ډلو او یا هم دمسئولینو د کمزورتیا او بیکارۍ قرباني کیږي؟


29-Saratan98-GEN2.jpg

ددې ناستې په وروستی ورځ د پارلمانونو د خونو د ریسانو او مرستیالانو غونډه وشوه چې په نړۍ کې د تلپاتې پراختیا د موخو دجوړېدو او پلي کېدو، د لازمو قوانینو تصویب، په لویه کچه سیاست کې د ونډې اخیستو، د حکومتونو دکړنو څخه دڅارنې، دملي بودجې د تصویب او په څلورو محورونو کې د پارلمانونو د رول په اړه خبرې اترې وشوې.


29-Saratan98-GEN3.jpg

ایزدیار په دې ناسته کې دامنیت نشتوالی او دبهرنیو لاسوهنې په افغانستان کې د تلپاتې پراختیا بهیر پروړاندې د اساسي ستونزو څخه یادې کړې چې د څلویښتو تیرو کلونو راهیسې یې  د تروریزم پر وړاندې لاس او ګریوان دی.

د مشرانوجرګې لومړي نایب همدا راز د دولت په داخل کې د فساد د ډولونو او په ټولنه کې فقر او بیکارۍ په شان نورو ترخو واقعیتونو ته اشاره وکړه چې په هېواد کې د تلپاتې پرمختیا د پلي کېدو مخه یې نیولې.

29-Saratan98-GEN5.jpg