اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۲ مه٬ ۱۳۹۸ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

 د۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۷ نېټه      

دمشرانوجرګې درییس فضل هادي مسلم یار په مشرې ددې جرګې دریسانو دکمیټې په فوق العاده غونډه کې دمشرانوجرګې دکار ددوام په اړه بحثونه ترسره شول او هم د راتلونکو عمومي غونډو آجنداوې وټاکل شوې.

دولسي جرګې په غوښتنه او په پارلماني چاروکې ددولت وزارت په وړاندیز او دجمهوري ریاست دعالي مقام په مطالبې، دمشرانوجرګې دریسانو کمیټې پدې اړه هراړخیزې خبرې وکړې اوپریکړه ترسره شوه چې دمشرانوجرګې دکاري مودې دتمدید په اړه  وړاندیز دې  دچنګاښ دمیاشتې د۳۰ نیټې دیکشنبې ورځې عمومي ناستې ته د فیصلې لپاره مخکې شي، او په همدې ورځ دې دیوشمیرکمیسیونونوکاري رپوټونه او دقطرهیوادڅخه دجرګې دپلاوي رپوټ غونډې ته وړاندې شي.

او د زمري دمیاشتې په لومړۍ نېټه دسه شنبې ورځې په عمومي ناسته کې دې دجرګې منشي او نایب منشي دتقنیني اولسمې دورې دلومړي اجلاس رپوټ غونډه کې ووايي اوهمداراز دبهرنیوچارو وزارت سرپرست دې، لندن کې میشت دافغان سفارت سفیر او کارمندانو له لورې دملي شورا دپلاوي پروړاندې دنامناسب چلند په اړه دسناتورانو پوښتنې ځواب کړي.

دویلو ده چې داساسي قانون سره سم تمه وه چې دملي شورا غړي دې د زمري دمیاشتې له لومړۍ نیټې څخه دوږي دمیاشتې تر۱۶نېټې پورې د اوړي تعطیلاتو ته لاړشي مګر داچې  دنیمايي کال دبودجې په ګډون یوشمیرمهم قوانین دملي شورا تصویب ته اړتیالري نو ګمان کیږي چې دڅو ورځو لپاره دې د دواړو مجلسونو کاري موده وغځیږي.

د رییسانو دکمېټې په ناسته کې هیله مندي څرګنده شوه چې ولسي جرګه دې خپلې غونډې په ټاکلې وخت ترسره او اړین موارد دې طی مراحل کړي.