اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۶ نېټه

د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمی دمشرانوجرګې په نننۍ فوق العاده غونډه کې دسولې په اړه یوشمیر موضوعات او نوي مطالب دمجلس غړو سره شریک کړل.

26-Saratan98-JAL1.JPG

دغه غونډه چې دمشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ او په پارلماني چارو کې د دولت وزیرډاکټر فاروق وردګ په ګډون جوړه شوه ، ښاغلي رحیمي د خپلې غوښتنې پربنسټ مجلس ته حضور راوړ او دکابل دسولې کنفرانس، دسولې مشورتی لویې جرګې، د طالبانو یوشمېر زندانیانو د خوشي کېدو، بېلابېلو هېوادونو کې د سولې د پرله پسې ناستو او افغانستان ته دسولې په راوړلو کې د نړیوالې ټولنې د همکاریو اړوند يې د دولت د ځینو تیاریو او ښه نیت په اړه هیله بښوونکې خبرې وکړې.

عبدالسلام رحیمی زیاته کړه: دهېواد دسولې پروسه ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري اوله نیکه مرغه چې په اړه یې  خبرې اترې هم ترسره شوي چې دخوشبینۍ وړ دي، همدا راز لازمې هڅې روانې دي چې ددغه لوی فرصت څخه دجګړې د پای ته رسېدو لپاره ګټه واخستل شي چې د سولې د مشورتي لویې جرګې د وړاندیز پربنسټ ولسمشر پریکړه وکړه ترڅو د افغان دولت په مشرۍ د بېلا بېلو هڅو دانسجام لپاره د سولې وزارت رامنځته شي، اوس ګټورې طرحې په لار اچول شوي او دسولې د ترلاسه کولو په موخه به خبرو اترو، دباور رامنځته کولو،هوکړو او دهوکړو داجرایي کیدو برخوته ځانګړې پاملرنه وشي.

26-Saratan98-JAL2.JPG

دسولې په چارو کې د دولت وزیر د افغان کډوالو بیرته راتګ د تلپاتې سولې د اساسې شرایطو څخه یاد کړ او په دې اړه یې د دولت د تیاریو څخه خبر ورکړ، همدا راز یې زیاته کړه چې دحکومت سیاسی رهبرۍ څه موده وړاندې د پرېکړو کولو میکانیزم هم رامنځته کړ او دم ګړۍ هڅه کیږي تر څو دغه میکانیزم بیا ځلې فعال شي تر څو ټول مشران، سیاسیون، بېلا بېل اقشار او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې دخبرو اترو په جریان کې واحد او ګډ دریځ غوره کړي.

سناتورانو په دې ناسته کې دخپلو وړاندیزونو او نظریو په وړاندې کولو سره دحکومتي لوري د حضور پرته طالبانو سره د پردې ترشا د خبرو څخه د خلکو د اندېښنو، د حکومت په چوکاټ کې د وسله والو طالبانو د یوځای کېدو میکانیزم د څرنګوالي، دیوې ملي اجماع په رامنځته کولو ټینګار، د سولې مشورتي لویې جرګې غړو سره سلا مشورې، اویایمې لسیزی ته دهېواد دتللو داحتمال څخه اندېښنې،د قطر وروستۍ ناسته کې د افغان سیاسیونو د ښو دریځونو څخه یادونه، د خپل پوځي قدرت او قوت څخه په خبرو کې د طالبانو استازو د دریځ او یو لړ نورو مواردو په اړه پوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل، اوڅرګنده یې کړه چې افغان ولسونه د سولې تږي او د شته نظام ملاتړي دي او هغه وخت به افغانانو ته سوله د منلو وړ وي چې افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند پلی او مخامخ خبرې شروع شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سره له دې چې د غړو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل ژمنه یې وکړه چې د دوی وړاندیزونه به پام کې نیسي او دخپلو اجرااتو څخه به داجرګه خبروي، نوموړي ټینګار وکړ چې دسولې په پلاوو کې به پوه او بانفوذه اشخاص چې وګړنیز ملاتړ ولري، ځای پرځای شي.

رحیمي څرګنده کړه دجګړې دوام او دسولې ټینګښت د دولت د اساسي دندو څخه دي او په دې برخه کې د دولت مشرتابه ژمنه ده چې د هېواد دملي ګټو څخه پرېکنده دفاع وکړي او واحد غږ رامنځته کړي.

26-Saratan98-JAL3.JPG

همدارنګه یې د افغانستان سولې لپاره دامریکا دځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اوطالبانو دخبرو اترو په اړه وویل چې د افغانستان دولت د ټولو ناستو د جریان څخه خبر دی او کله ناکله یې خپلې نظریې هم شریکې کړي دي، البته پخوانۍ ناستې د مشورو او چنو وهلو په حد کې وې چې دسولې د رسمي خبرو په پيل سره به دیاد بهیرټول جزیات دخلکوسره شریک شي.

فضل هادي مسلم یار د دې ناستې په جمعبندۍ کې وویل، مشرانو جرګه د سولې بهیر څخه جدي څارنه کوي او سره له دې چې ترسره شویو خبرو ته خوشبینه خو په اړه یې جدي ملاحظې هم لري ځکه تر اوسه د زلمي خلیلزاد د تلو راتلو او د نوموړي د فعالیتونو په اړه د ملي شورا سره مشوره نده شوې پداسی حال کې چې تل له احزابو او انفرادي اشخاصو سره د دې مسایلو په اړه لیده کاته لري.


26-Saratan98-JAL4.JPG

دمشرانوجرګې ریيس دسیاسی رهبرانو او نوماندانو څخه وغوښتل چې سوله شخصي او فردي ملکیت نه دی او دوی هم باید دې بهیر سره همغږي او خپل مثبت رول په کې ادا کړي، همدارازیې د جمهور رییس څخه غوښتنه وکړه  ترڅو د روغې جوړې دعالي شورا ناستو ته دوام ورکړي او د ټولو لورو نظریات له دې لارې ترلاسه او د یوې واحدې بستې په توګه دې دسولې په بحثونو کې مطرح کړي.

په پاي کې د مجلس غړو دهېواد د ټولو رهبرانو او سیاسیونو وغوښتل چې د تلپاتې او باعزته سولې د ترلاسه کولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت سره نږدې همکاري ولري.

26-Saratan98-JAL5.JPG