اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لندۍ ۲۴ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۵ نېټه

د افغانستان دملي شورا دکرکټ ټیم دنړۍ دپارلمانونو د کرکټ ټیمونو دنړیوال جام سیالیو کې د پرله پسې ځلیدا او بریاو وروسته نن سهار د لندن څخه کابل ته راورسېد.

دملي شورا دکرکټ لوبډلې څخه دحامد کرزي نړیوال هوایی ډګر کې دګلونو ګیډیو په ډالۍ کولو سره د مشرانو جرګې د دارالانشا دلوی ریاست د مشرتابه او کارکوونکو لخوا تود هرکلی وشو.

دولسی جرګې لومړي نایب امیر خان یار او دمشرانو جرګې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقی چې د یاد ټیم غړیتوب یې درلود، د رسنیو سره په خبرو کې د هېواد پارلمان کرکټ ټیم د پرله پسې بریاو څخه یادونه وکړه او ويې ویل چې دغه ټیم وتوانید چې په سیالیو کې د بنګله دېش، نیوزلنډ، پاکستان، استرالیا، انګلستان، هند هېوادونودپارلمانونو دکرکټ لوبډلو او آل سټارز ټیم ته ماتې ورکړي او نړیوال شهرت ترلاسه کړي چې د یادو سیالیو ټول جریان مخکې د مشرانوجرګې د تلویزیون، دجرګې ټولنیزو پاڼو،غږیزو او چاپی رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپور شوی دی.

25-Saratan98-GEN1.JPG

د ویلو ده چې پدې سیالیو کې د افغانستان پارلماني کرکټ ټیم ټول لګښت دکوربه انګلستان هېواد لخوا ورکړل شو.

امیر خان یار او ډاکټر صدیقي د هېواد د پارلمان کرکټ ټیم سره په لندن کې میشت د افغانستان سفارت د مسئولانو د نه همکارۍ او نه پاملرنې څخه نیوکه و کړه او ویې ویل دا چې انګلستان د افغانستان د نږدې همکارانو څخه دی باید د هېواد سیاسي نمایندګي د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړي کولو کې فعال رول ولوبوي او په دا ډول مسایلو کې لازمه لابي ګري وکړي خو په خواشینۍ سره چې د یادې نمایندګۍ مسئولانو هیڅ پام ونه کړ، هغوی د مسئولو چارواکو وغوښتل تر څوهغه دیپلوماتان چې په فساد ښکیل او د هېواد ګټو ته ژمن نه دي، ګوښه کړي اوهم دې لندن کې د افغانستان سیاسي نمایندګۍ وضعیت ته جدي پام واړوي.