اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۵ نېټه

دمشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې په نننۍ غونډه کې د څوکمېسیونونو دکاري رپوټونو د وړاندې کولو سربېره د هېواد د روانو مسایلو په اړه بحثونه وشول.

25-Saratan98-JAL1.JPG

دغونډې په آزادو بحثونو کې سناتورانو د ولسمشریزوټاکنو دبودجې دځانګړې کولو په اړه دحکومت اومرستندویو هېوادونو د تیاریو څخه هرکلی وکړ او ويې ویل ، کوښښ دې وشي چې دا ټاکنې په ټاکلي وخت، په شفاف ډول او په امنه فضا کې ترسره شي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې د رای ورکونې په شرایطو برابرو اشخاصو لپاره د پوهاوي  بهیر چټک او ټولیز وساتي.

غونډه کې ارزګان، قندهار، میدان وردګ او بغلان ولایتونو کې دهوایی بمباریو او شپنیو عملیاتو او دحکومت د مسلحومخالفینو لخوا چاودنې اوځانمرګي بریدونه د ښځو او ماشومانو په ګډون یې پراخ انساني تلفات درلودل، په کلکو ټکو وغندل شول اوټینګار وشو چې د نظامي عملیاتو پرمهال  دې له بشپړ دقت څخه کار واخیستل شي تر څو ملکي وګړو ته زیان ونه رسيږي، کنه دا ډول کړنې به دخلکو او حکومت تر منځ جدي واټن رامنځته کړي.

دغه راز په ارګ کې د جنسي تیریو په اړه آوازې او په دې اړوند د پخوانیو ادعاو څخه د جنرال حبیب احمدزي شاته تګ هم غبرګونونه درلودل اوټینګاروشو چې نوموړی دې یا خپلې ادعاوې مستندي کړي او یادې خپله تر پوښتنې لاندې ونیول شي.

ناسته کې دمجلس رییس او غړو د پارلمانونو د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې دافغانستان دملي شورا دکرکټ لوبډلې د ځلېدو څخه چې په لندن کې په لار اچول شوی و، هرکلی وکړ، د افغانستان پارلماني کرکټ ټیم وتوانید چې په یادو سیالیو کې اووه لوبې وګټي  او نړیوال شهرت ترلاسه کړي.

سناتورانو دسولې خبرو اترو بهیر سره هم اړیکه ونیوله او ویې ویل تر هغه وخته چې اوربند ټینګ نه شي، نشو کولای د یاد بهیر په بریالیتوب رښتینی باور وکړو.

25-Saratan98-JAL2.JPG

یوشمېرغړو دجمهوري ریاست دیوه نوماند او د ولسي جرګې د یوه غړی څخه نوم واخیست او نیوکه یې پرې وکړه چې هغوی د ملي سرود دخپرولو په جریان کې پر ځای ناست وه، چې دا عمل یې د هېواد اساسی قانون او ملي ارزښتونو ته ښکاره سپکاوی دی.

د وسله والو مخالفینو لاسته د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ د لاجوردو کان سقوط، د بادغیس ولایت امنیتی نازک وضعیت، د پکتیا ولایت د والي د کړنو نمایشی ګڼل او په دغه ولایت کې د امنیتی ستونزو په حل ټینګار، د کورنیو الوتنو دچټکتیا غوښتنه، د ملي اردو او د هېواد د امنیتی منسوبینو د معاشونو په ورکړه ټینګار، په یوې بهرنۍ مېرمنې د بدخشان ولایت د واخان ولسوال د جنسی تیری د ادعاو په څېړنو ټینګار، د تولیدي شته ستندردونو د نه عملي کېدو په موخه د جمعه محمد محمدی صنعتي پارک د یو شمېر صنعت کارانو شکایت، د کابل ښار د علاوالدین روزنتون او همدا راز نورو رزنتونونو کې د یتیمو ماشومانو د ژوند وضعیت څخه نیوکه  او ځینې نور مسایل په نننۍ غونډه کې مطرح شول.

د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د یادو مواردو په جمع بندۍ کې دهېواد په څو ولایتونو کې د ملکي وګړو تلفاتو څخه خواشیني څرګنده او ویې ویل، باید دعملیاتو په جریان کې دخلکو ځان او مال ته زیان ونه رسیږي او هغه کسان چې په یادو اعمالو لاس پورې کوي باید تر پوښتنې لاندې ونیول شي او هم یې د امنیتی سکتور د مسئولانو وغوښتل ترڅو دبدخشان او بادغیس ولایتونو او د هېواد د نورو ناامنو سیمو امنیتی وضعیت ته رسیدګي وکړي.

دمجلس رییس دسولې راتلل دهېوادوالو اړتیا او اساسي غوښتنه یاده کړه او څرګنده یې کړه چې د سولې ناستو سره هم مهاله جګړو هم زور اخیستې، معلومه ده چې رښتینی سولې ته د رسېدو لپاره اوږده لار په مخ کې لرو.

دمشرانوجرګې ریيس دجنرال احمدزي لخوا لږول شوي تورونه دهېواد دمېرمنو مبارزو ته سپکاوی وګڼه او ویې ویل، دغه مجلس د ښځو حقوقو دملاتړو بنسټونو دهرې پرېکړې ملاتړکوي، همداراز یې دملي سرود دخپرولو په وخت د ځینو اشخاصو نه ودرېدل یو ناسم عمل او خلکو او اساسي قانون ته بی احترامي یاده کړه اوڅرګنده یې کړه چې باید دغه اشخاص دخلکو حساسیت درک او دخپلو دغو عملونو څخه ډډه وکړي.

23-Saratan98-JAL3.JPG

دغونډې په پای کې دروان اجلاس په بهیر کې دتقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون کاري رپوټ د سناتورې ګلمرۍ لغمانۍ، د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون رپوټ د سناتور لطف الله بابا، د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون رپوټ د ډاکټر ګل محمد رسولي، د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د کمېسیون رپوټ د مېرمن مینا شیرزاد او د قومونو او قبایلو د چارو د کمېسیون رپوټ د ډاکټر محمداجان منګل لخوا وړاندې چې د یادو رپوټونو پوره متنونه به دمجلس د کمېسیونونو د خبرونو په ردیف کې خپاره شي.