اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۴ نېټه

د مشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن دخپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي سفیر ښاغلي نیکولاس کي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د روان وضعیت، دسولې ټینګښت لپاره د روانو هڅو او په خپل وخت سره د ولسمشریزو ټاکنو د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.

24-Saratan98-MUL1.JPG

د ناټو ملکي استازي د مشرانوجرګې د کړنو څخه د مننې تر څنګ وویل، د تلپاتې سولې ټینګښت چې د وروستیو کلونو لاسته راوړنې او ملي بنسټونه په کې خوندي پاتي شي د ناټو سازمان د ملاتړ وړ ده او همدا راز ناټو د افغانستان د امنیتی او دفاعي ځواکونو سمبالولو ته ژمنه ده.

نوموړي د سولې بهیر کې د ډاکټر زلمي خلیلزاد او افغان حکومت له هڅو قدرداني وکړه او د یادو هڅو ګټورو پایلو ته یې هیله مندي وښوده او د راتلونکو ټاکنو د جوړېدو په موخه یې ټاکنیزو کمېسیونونو سره د ناټو له مرستو څخه ډاډ ورکړ.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار په خپلو خبرو کې وویل د افغانستان خلک دخپلو متحدینو او په ځانګړې توګه د ناټو سازمان له مرستو څخه قدرداني کوي او هیله ده چې دغه مرستې په بېلا بېلو برخو کې پراختیا ومومي، نوموړي زیاته کړه د سولې په لاره کې هر ډول حرکت د مشرانو جرګې د هرکلي وړ دی خو دغه مجلس د افغانانو او حکومت په مشرۍ د سولې بهیر څخه چې پکې ملي ارزښتونه او د هېوادوالو حقونه خوندي پاتي شي، پرېکنده ملاتړ کوي.

د مشرانو جرګې رئیس د طالبانو سره د زلمي خلیلزاد څو پړاو خبرو ته په اشارې سره وویل، د یادو ناستو له امله شکونه او تشویشونه رامنځته شوي ځکه د افغانستان خلک نه پوهیږي چې خبرو اترو کې څه تیریږي او په کومو مواردو ژمنې ترسره شوي دي؟ او دا د افغانانو حق دی چې په هغه څه پوه شي چې د برخلیک په اړه یې ترسره کیږي.

فضل هادي مسلم یار زیاته کړه، زموږ دښمن ګډ دی او ټول باید د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره کار او فکر وکړو، هیله ده چې نړیوال ملګري مو په ټول جدیت سره کار وکړي تر څو د افغان حکومت او طالبانوتر منځ د مخامخ خبرو زمینه برابره شي، له دې پرته خپل سري اقدامات به مطلوبی پایلۍ له ځانه سره ونلري.

24-Saratan98-MUL2.JPG

ښاغلي نیکولاس کي په دې اړه وویل، د ډاکټر زلمي خلیلزاد له خوا ډاډ ورکړل شوی دی هرکله چې خبرې اترې پاي ته ورسېدې، وروستۍ هوکړې ته د رسېدو د مخه به ټول جزئیات د افغاستان دولت او ناټو سازمان سره شریک کړاي شي، بلې مهمه ده چې پوه شو د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو په څو پړاو خبرو اترو کې څه ډول ژمنې  یوبل ته ورکړل شوي دي.

د مشرانو جرګې رئيس د رڼو، عادلانه او سرتاسري ټاکنو جوړېدل د خلکو مهمه غوښتنه وګڼله او ویې ویل، باید ټاکنې په خپل وخت سره د ټولټاکنو دخپلواک کمېسیون لخوا په لاره واچول شي او دافغانستان حکومت دې له همکارانو سره یو ځای د ټاکنیزو کمیسیونونو د اړتیا وړ بودجه د دوی په واک کې ورکړي.