اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د تلې ۲۸ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۲ نېټه

 

دمشرانوجرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې د رییسانو دکمېټې په غونډه کې د راتلونکو عمومي غونډو اجنداوې وټاکل شوې.

غونډه کې پریکړه وشوه چې د سبا ورځې په عمومي غونډه کې دې دهېواد د روانو مسایلوپه اړه بحثونه وشي، او د روانې اونۍ د سه شنبې ورځې په عمومي ناسته کې د آزاد بحث تر څنګ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو دکمېسیون، دښځو چارو اومدني ټولنې دکمېسیون،دمواصلاتو او مخابراتو دکمېسیون، عامه هوساینې او چاپيریال ساتنې دکمېسیون، ددیني،فرهنګي،پوهنې اولوړو زدکړو دکمېسیون اود قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو د کمېسیون د تقنینی، اوولسمې دورې د لومړي اجلاس کاري رپوټونه غونډې ته وړاندې شي،اوهمداراز دشکایتونو د اورېدو کمېسیون ، ددفاعي چارو او کورني امنیت کمیسیون، ملي اقتصادکمېسیون، د ولایتی شوراګانو،مصئونیت او امتیازونو کمېسیون او دنړیوالو چارو د کمېسیون د روان اجلاس کاري رپوټونه دې د چنګاښ د دېرشمې نېټې عمومي ناسته کې واوریدل شي.


22-Saratan98-Komita-Rowasa.JPG


 او هم دې د چنګاښ د یودېرشمې نېټې د دوشنبې ورځې په فوق العاده غونډه کې د مشرانو جرګې د تقنینی اوولسمې دورې د لومړي اجلاس رپوټ د مجلس د منشیانو لخوا ولوستل شي.

د ریسانو د کمېټې په غونډه کې په ټاکلي وخت د متقاعدینو او په ځانګړې توګه د نظامي برخې د تقاعد پیسو د نه اجرا په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان دې د دفاعي چارو اوکورني  امنیت د کمېسیون په یوې ناسته کې ګډون وکړي او د اړوندو منسوبانو د تقاعد حقوقو د ورکړې په اړه دې معلومات ور کړي.

په ناسته کې دمواصلاتو اومخابراتو کمېسیون کې د ترانسپورت او ښار جوړونې وزارتونو د سرپرستانو، کابل ښاروال او د نورو حکومتي چارواکو په نه ګډون نیوکه وشوه او پرېکړه وشوه چې دوی دې د ملي شورا د اوړي تعطیلاتو د رارسېدو مخکې د یاد کمېسیون غونډې ته مراجعه وکړي او د خپل کاري برخو او نورو مهمو مسایلو په اړه دې وضاحت ور کړي.