اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د چنګاښ ۲۷ مه٬ ۱۳۹۸ ل

دمشرانوجرګې دمطبوعاتو دفتر

 د۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۱نېټه

دپارلمانونو دکرکټ لوبډلو په نړیوال جام کې نن دملي شورا دکرکټ او پاکستان پارلمان دکرکټ لوبډلو ترمنځ نیمه پای لوبه ترسره شو.

نننۍ لوبه کې دپاکستان لوبډلې دموجوده اصولو اومنل شویو معیاراتو خلاف عمل کړی وو او ددې پرځای چې دپارلمان غړو اوکارمندانوته په خپله لوبډله ځای ورکړي د درغلۍ له لارې یې لندن کې میشت دیوشمیر مشهورو کلپونوڅخه لوبغاړي استخدام کړي وو او په لوبه کې یې ولوبول.

خوبیاهم دپخوا په څیر دافغان پارلمان لوبډلې خپله روحیه اومورال له لاسه ورنکړ او دپچې ترګټلو وروسته یې توپ وهنه غوره کړه او دپنځو لوبغاړو په سوځیدو سره یې په ټاکل شوو شلو اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۰۳ منډو هدف جوړ کړ.

 وروسته پاکستاني ټیم توپ وهنه وکړه او په ۱۶ اورونوکې یې خپل دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل او دملي شورا دکرکټ له لورې ورکړل شوی هدف یې پوره کړ.

د ویلو ده چې دافغانستان دملي شورا دکرکټ لوبډله تردې پخوا توانیدلې وه چې خپلې ټولې اوه لوبې دبنګله دیش، پاکستان، نیوزیلند، آل سټارز،آسترلیا، انګلستان  اوهند دپارلمانونو دکرکټ لوبډلو څخه پرته له کومې ماتې په پرلپسې توګه وګټي.