اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د چنګاښ ۲۶ مه٬ ۱۳۹۸ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۰ نېټه  

دافغانستان دپارلمان دکرکټ لوبډلې دخپلو تیرو بریاو په دوام نن یوار بیا وشو کولای چې دکوربه هیواد انګلستان دپارلمان دکرکټ لوبډلې ته ماته ورکړي، او دپارلمانانو دکرکټ لوبډلو دجام نیمه پای لوبې ته لارپیداکړي.

دې پنځلس اوریزه لوبه کې دانګلستان لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه او د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره یې دافغان پارلمان دکرکټ لوبډلې  ته  د ۱۳۳ منډو هدف کیښود.

20-Saratan98-GEN1.jpg

ورپسې دملي شورا دکرکټ لوبډله ډګرته راغله چې ښه وځلیده او وتوانیده چې ددو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره دخپلې سیالې لوبډلې لخوا ورکړل شوی هدف په ۱۲ اورونو کې پوره او دنړۍ دپارلمانونو دکرکټ ټیمونو دجام نیمه پای لوبې ته لار پیداکړي او یوار بیا د هیواد دولسونو لپاره خوښۍ او نوې هیلې راوړي.

باید وویل شي چې دغو لوبو کې دافغان پارلمان دکرکټ لوبډلې ټول لګښت دکوربه هیواد انګلستان له لورې ورکول کیږي چې موخه یې دکرکټ لوبډلو له لارې دنړۍ دپارلمانونو ترمنځ نږدې والی او دسیاسي، ټولنیزو او اقتصادي اړیکو غښتلتیا ده.