اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د چنګاښ ۲۷ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۱۹ نېټه

د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د هېواد په کچه د پوهنې د ستونزو په اړه د څرګندونو د وړاندې کولو په موخه د پوهنې وزارت د سرپرست او کابل د پوهنې د رئیس په نه راتګ نیوکه وشوه او پرېکړه وشوه چې په یاد اشخاص دې د کمېسیون په راتلونکې ناسته کې حضور راوړي.

غونډې په دوحه کې د بین الافغاني ناستې په اړه خبرې او د دینی، مذهبي، علمي او تحصیلي مرکزونو او بنسټونو د مصئنیت په اړه یې د رامنځته شویو هوکړوو څخه هرکلې وکړ.

دغه راز په غونډه کې د خصوصی پوهنتونونو او موسسو د ستونزو او اړتیاو په اړه بحث او وپتییل شوه چې د پلازمېنې او څلورو زونونو د خصوصی موسسو ریسان دې د چنګاښ د ۲۴ نېټې په غونډه کېد څرګندونو په موخه ګډون وکړي.

19-Saratan98-Farhangi.JPG

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې  د عامی روغتیا وزارت د پراختیایی پروژو پلي کېدو څخه د ۱۳۹۸ مالي کال د لومړیو شپږو میاشتو رپوټ مطالعه شو.

د رپوټ سره سم د غبرګولي د میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې د یاد وزارت د پراختیایی پروژو د لګښت کچه پنځه پنځوس سلنه ده او د دایکندي، نورستان، نیمروز، پنجشیر او ننګرهار ولایتونو کې د روغتونونو د رغاونې یو شمېر پروژو لګښت صفر ښودل ښودې شوې او کمېسیون وپتییله چې د عامې روغتیا وزارت دې د یا دو پروژو د پلي کېدو او نه لګښت دلایل چې تمویل کوونکې یې د افغانستان حکومت دې، په لیکلي ډول کمېسیون ته راولیږي.

19-Saratan98-Mali.JPG

د مېرمن ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې د ښځو او ماشومانو د څېړنیز بنسټ د مسئول، د بهار او ګل دوزۍ موسسو مسئولانو په حضور سره جوړه شوه.

په پيل کې د ګلدوزۍ مسئول د یاد بنسټ د فعالیتونو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، د یاد بنسټ اصلي موخه د ښځو له خوا د کورنیو د اقتصاد لوړول او د فقر کمښت دې چې په کابل کې د کالو ګنډلو، خامک، سینګارتون او د چرګانو د روزنې په برخو کې فعالیت لري، په یاد بنسټ کې شاوخوا ۹۱ مېرمنې د ګلدوزۍ، ۸۸ مېرمنې د کالو ګنډلو د روزنې په برخه کې او شاوخوا ۱۰۵ تنه مېرمنې د سوداګرۍ په برخو کې فعالیت کوي.

19-Saratan98-Zanan.JPG

د انجنیر فرهاد سخي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې د راغلو عریضو د څېړنې سربېره، د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر د کړنلارې د څرنګوالي په اړه بحث او لازمې پرکړې وشوې.

همدا راز د ښځو او ماشومانو د تحقیقاتي بنسټ مسئول زیاته کړه، یاد بنسټ په درېو ولایتونو کې فعالیت لري چې موخه یې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې ناخوښو دودونو او بی عدالتیو ته رسیدګي، د تاوتریخوالي او جنسیتی برابرۍ څخه د خالي ټولې رامنځته کول او په هېواد کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمښت په موخه د څېړنو او تبیلغاتو خپرولو ته رسیدګي ده او یاد بنسټ تر اوسه د ظرفیت جوړونې په برخه کې دېرش څېړنې ترسره کړي دي.

همدا راز د بهار بنسټ مسئول هم د خپلو کاري فعالیتونو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، دغه بنسټ د کابل، بامیان او دایکندي ولایتونو کې د  کالو ګنډلو، لاسی صنایعو، ګلدوزۍ برخو کې فعالیت لري او توانېدلې تر څو ۴۵۰ مېرمنې په ځان بساینې ته ورسوي.

19-Saratan98-Bio.JPG

د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، کډوالو او د شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمېسیون غونډه د ډاکټر محمداجان منګل په مشرۍ جوړه شوه.

په سر کې د پیژندپانې د نه وېش، د څړځایونو د غصب، د لومړنیو مرستو د نشتوالي، ود ښوونځیو او روغتیایی مرکزونو د کمښت اړوند د کوچیانو د ستونزو په اړه بحث او وپتییل شوه تر څو دغه ستونزې د مسئولانو سره مطرح شي.

د غونډې په بله برخه کې د چاپیریال څخه د ساتنې د ملي ا دارې د راستول شوي رپوټ په اړه چې په کې ویل شوي دي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو څخه دې چې د اقلیمي بدلون جدي ګواښ سره مخ دې، کمېسیون په دې برخه کې د مسئولانو وغوښتل چې د اقلیم د بدلون خطر د کمښت له پاره دې دقیق پروګرامونه جوړ کړي.

19-Saratan98-Aqwam.JPG

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو د کمېسیون په غونډه کې د بغلان ولایت کې د ملکي تلفاتو څخه خواشینی څرګننده شوه.

د کمېسیون  غړو وویل چې امنیتی مسئولان باید د خپلو پوځي عملیاتو پر مهال د بشپړ دقت څخه کار واخلي تر څو  ملکي وګړو مال او ځان ته زیان ونه رسیږي.

د غونډې په بله برخه کې د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر د وي آي پی مسئول د خپلو اجرااتو څخه کمېسیون ته رپوټ ورکړ، ویې ویل چې په دې وروستیو کې شاوخوا ۶۴ کیلو ګرامه نشه یی توکي او د دوو سوو زرو ډالرو زیاتې امریکایی پيسی چې په غیر قانوني توګه قاچاقېدې، کشف او ضبط شوي او عاملین یې عدلي او قضاییی ادارو ته لیږل شوي دي، نوموړي زیاته کړه، اړتیا شته چې د اکسری نوی ماشینونه په دې برخو کې ولګول شي تر څو امنیتی مسئولان وکولاي شي په اسانۍ سره د قاچاق، نشه یی ت وکو او ممنوعه شیانو مخه ونیسی.

19-Saratan98-Dfai.JPG

د مولوی غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د ترانسپورت وزارت د تخنیکی معین، د پروژو د تنظیم رئیس، د طرح او ډېزاین د رئیس او د یونیک بلدز شرکت د مرستیال په ګډون سره د استنادي دیوال د نخچې د بدلون او د سیمې خلکو ته د اوښتو زیانونو او د سلګونو جریبو کرهڼیزو ځمکو او کورونو د لمنځه تلو په اړه د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د خارج درې کلیو د اوسېدونکو د شکایت په اړه بحث او نظریې بدلې شوې او وپتییل شوه چې د یاد وزارت د فني او تخنیکی کارکوونکو څخه ګډ پلاوی دې د سناتورانو او په ولسی جرګه کې د خلکو د استازو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور سیمه له نږدې وګوري تر څو د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.

19-Saratan98-Adli.JPG

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې ټینګار وشو چې د پلازمېنې زورن عمومي رئیس دې د ۱۳۹۸ مالي کال د پلان په اړه راتلونکې غونډې ته معلومات وړاندې کړي.

او هم په غونډه کې د ترانسپورت وزارت د پلانونو او پروګرامونو په اړه د څرګندونو د وړاندې کولو په موخه د یاد وزارت د سرپرست په نه راتګ سخته نیوکه وشوه او پرېکړه وشوه چې په راتلونکې ناسته کې د نوموړي د نه ګډون په صورت کې اړ دې چې په یوې عمومي غونډه کې ځواب ووایی.

همدا راز د ننګرهار ولایت د شمشاد مېنې د ښارګوټي د یو شمېر اوسېدونکو شکایت چې د برېښنا له وړانګو بی برخې دي په داسی حال کې چې د شمشاد مېنې د ښارګوټي د وسایلو چارې د ۱۳۹۹ کال په پلان کې نیول شوي، دوي وایی چې د مولوي خالص ښارګوټې د شمشاد مېنې د ښارګوټي تر څنګ پروت دې او د برېښنا برخمن دې، بحث او پرېکړه وشوه چې د برېښنا شرکت دې په روان کال کې د شمشاد ښارګوټي د برېښنا د انتقال په برخه کې همکارې وکړي تر څو له دې پلوه د خلکو ستونزې حل شي.

همدا راز د ۱۳۹۷ کال د رپوټ د وړاندې کولو، د کابل ښاروالۍ عوایدو کې د روڼوالي او راټولولو عایداتي سرچینو، کابل ښار کې د مارکیټونو د تنظیم، تنظیف او سرسبزۍ، کابل ښاروالۍ کې د لوړ پوړو او ټیټ پوړو کارکوونکو د تقرر او استخدام د څرنګوالي، د غیر قانوني ودانیو د رغاونې، د پروژو د کار د پرمختګ، په ښه توګه د کابل د لویدیځ د رغاونو د چارو، د ښار د ترافیکي ګڼې ګوڼې ته د حل لار او ځینو نورو موضوعګانو په اړه د څرګندونو د وړاندې کولو په موخه د کابل ښاروال په نه راتګ نیوکه وشوه او د کمېسیون غړو وویل، د دې سربیره چې په غونډو کې ګډونه نه کوي، د کمېسیون په نامه یې مکتوب رالیږلې چې په کې ویل شوي دي، ښاروال یواځي په عمومي غونډو کې ګډون کوي چې د یاد مکتوب محتوا د کمېسیون غبرګون راپارولې، د کمېسیون رئیس څرګندنه کړه چې د کابل ښاروالۍ سرپرست یو بی کفایته شخص دې او نوموړې ملکف دې چې د اساسی قانون سره سم ملي شورا ته ځواب ویونکې و اوسی له دې پءته به څارنوالۍ ته معرفي شي.

19-Saratan98-Mukhabirat.JPG

د  غونډې په وروستۍ برخه کې د ننګرهار ولایت د تورخم د ځمکني ترانسپورت د رئیس، ښاري مدیر او د تورخم د ځمکني ترانسپورت د مدیر کړنې او فعالیتونه د مشرانو جرګې د تقدیر لیکونو او مډالونو په ډالۍ کولو سره وستایل شوې.

ژباړن احمد ویس خاورې