اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د چنګاښ ۲۷ مه٬ ۱۳۹۸ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال دچنګاښ ۱۹ نېټه

دافغانستان دپارلمان دکرکټ لوبډله دخپلو تیرو بریاوو په دوام نن هم وتوانیده چې دآسترلیا پارلمان دکرکټ لوبډله ماته کړي.

دې پنځلس اوریزه لوبه کې دآسترلیا پارلمان دکرکټ لوبډلې پچه وګټله او لومړۍ یې توپ وهنه وکړه او د۹ لوبغاړو په سوځیدو سره یې دافغان پارلمان دکرکټ لوبډلې  ته  د ۱۰۳ منډو هدف وټاکه.

ورپسې دملي شورا دکرکټ لوبډله میدان ته راغله او دپنځو لوبغاړو په سوځیدو سره وتوانیده چې  دسیالې لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۲ اورونوکې پوره کړي، او یوار بیا هیواد، ولسونو اوپه ځانګړې توګه دافغانستان پارلمان ته خوښۍ او ویاړ ووربښي، اودخپلو بریاو لړۍ روانه وساتي،تر دی وړانډی هم د پارلمان د کرکت لوبډله توانیدلی ده چې خپلی څلور لوبی په پرلپسی توګه د بنګله دیش ، پاکستان ،نیوزلند او آل سټارز لوبډلو څخه وګټي.


18-Saratan98-GEN1.jpg


د یادولو ده چې دغو لوبوکې د افغان پارلمان د کرکټ لوبډلي ټول لګښت د کوربه هېواد انګلستان له لوری ورکول کیږی او موخه یی د کرکټ لوبې له لارې د نړی د پارلمانونو ترمنځ نږدې والی او د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده .

د کرکټ په تاریخ کې دا لمړی ځل دی چې د پارلمانونو د کرکټ لوبدلو نړیوال جام په لاره اچول کیږي او دغه لوبی د کرکټ نړیوال جام تر څنګ په لاره اچول شوي او د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا رسمي او منل شوي لوبې دي .