اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۱۹ نېټه

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن دخپل کار په دفترکې دایران اسلامي جمهوریت دبهرنیوچارو وزارت پارلماني او قنسلي چارو مرستیال او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

19-Saratan98-MUL1.JPG


په دې کتنه کې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پارلماني او قنسلي چارو مرستیال ښاغلي صادق حسین جابري انصاري د یاد هېواد د اسلامي شورا د مجلس د ريیس رسمي بلنه د مشرانوجرګې رییس ته وړاندې او دخپل سفرموخه یې د افغانستان وګړو لپاره د ویزو په ورکړه کې زیاتوالی او په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا په موخه یاده کړه ښاغلي انصاري زیاته کړه د دې لپاره چې ایران ته د افغانانو د غیرقانوني کډوالۍ کچه راټيټه شي پرېکړه مو کړې ترڅو افغانانو لپاره د ویزو په وېش کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړو.

د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل دا چې د دواړو هېوادونو تر منځ د محکومینو د انتقال هوکړه لیک لاسلیک شوی او په شته قوانینو کې اصلاحات هم په پام کې نیول شوي چې له دې  سره به پر افغان محکومینو د اعدام سزا لمنځه لاړه شي او هیله یې څرګنده کړه چې د ایراني محکومینو سره چې د خپل بند موده په افغانستان کې تیروي، هم ورته چلند وشي.

ښاغلي جابري انصاري د خپل هېواد سیاست د افغان دولت په مشرۍ او مالکیت د سولې ټینګښت یاد کړاو د پارلماني اړیکو پياوړتیا او پراخوالی یې د دوو هم فرهنګه دولتونو او ملتونو په نږدې والي او همکارۍ کې ارزښتمن ګام وګاڼه او د دواړو هېوادونو د پارلماني پلاویو د لا زیاتو لیدو کتو غوښتونکی شو.

19-Saratan98-MUL2.JPG

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار د ایران اسلامي جمهوریت پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو سربیره، یاد هېواد کې د افغاني محکومینو لپاره د اسانتیاو، او دویزو د ویش په برخه کې د افغان وګړو لپاره د سهولتونو د رامنځته کېدو څخه هرکلی وکړ او ویې ویل چې په یوه مناسب فرصت کې به د ایران اسلامي جمهوریت دولتي لوړ پوړو چارواکو سره د لیدنو په موخه یاد هېواد ته سفر وکړي.

دمشرانوجرګې رییس دموجوده کړکیچونو دحل او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د اسلامي هېوادونو یووالی اړین وباله او زیاته یې کړه چې اسلامي او ګاونډي هېوادونه نباید دیوبل په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي بلکې د ښې همکارۍ په رامنځته کېدو سره دې هڅې وکړي ترڅو دشته ستونزو په اوارولو سره په ښه توګه د سیمې پرمختګ ته لاسرسی پیداشي.

19-Saratan98-MUL3.JPG

فضل هادي مسلم یار څرګنده کړه چې د افغانستان خلک د دوامداره او تپل شویو جګړو ستړي شوي او دجګړې دپای لپاره د افغانستان په قضیه کې د ښکیلو هېوادونو او په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو رښتینو همکاریو ته اړ دي.