اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د چنګاښ ۲۷ مه٬ ۱۳۹۸ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۱۸نېټه

دپارلمانونو دکرکټ لوبډلو دنړیوال جام په درشل کې دافغانستان دپارلمان دکرکټ لوبډلې وشوکولای چې په خپله لومړني لوبه کې دبنګله دیش پارلمان دکرکټ لوبډلې ته په سترتوپیرماته وکړي.

دا شپږ اوریزه لوبې چې نن دانګلستان په کوربه توب په یاد هیواد کې پیل شوې، دهیواد دپارلمان دکرکټ لوبډلې لومړي توپ وهنه وکړه  او وتوانیده چې په شپږو اورونو کې پرته لدې چې خپل کوم لوبغاړی له لاسه ورکړي خپلې سیالې لوبډلې ته د ۸۰ منډو هدف وټاکي، چې دافغانستان دپارلمان دکرکټ دلوبډلې پرانیستګر لوبغاړی عبدالهادي په کې ښه وځلید او په ۲۳ توپونو یې ۵۸ منډې جوړې کړې.


18-Saratan98-GEN1.jpg


ورپسې دبنګله دیش پارلمان لوبډلې توپ وهنه پیل کړه او په شپږو اورونو کې یې دیوه لوبغاړي په سوځیدو ۳۹منډې ترلاسه کړي.

او پدې سره دافغانستان دملي شورا دکرکټ لوبډله وتوانیده چې خپلې سیالې لوبډلې ته د لسو ویکټو په توپیر ماته ورکړي او دا ویاړ دهیواد په نوم ثبت کړي.

د ویلو ده چې دپارلمان دکرکټ په لوبډله کې دولسي جرګې لومړی نایب امیرخان یار، دمشرانوجرګې دویم نایب ډاکټرمحمدآصف صدیقي، سناتورقاري میرحاتم تره خیل، دمشرانوجرګې ددارالانشاء لوی رییس عبدالمقتدرناصري او ددارالانشاء دبشري سرچینو رییس ایمل سلطانزی اویوشمیر نورو کارمندان ګډون لري.