اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ اوولسمه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن د یو لړ موضوعګانو په اړه بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.

د ډاکټر محمداجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، کډوالو، معلولینو او شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د غزني ولایت تروریستی برید چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوې، غندنه وشوه او یاده تروریستی پېشه د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف او بشری جنایت وګڼل شو.

همدا راز په غونډه کې د معاشونو د نه اجرا، د معلولینو او شهیدانو د وارثانو د کارتونو د راټولولو او ځینو نورو ستونزو په اړه د پکتیا ولایت د معلولینو او شهیدانو د وارثانو د شکایتونو په اړه خبرې او وپتییل شوه چې د معلولیت لرونکو افرادو او د شهیدانو د وارثانو څخه د ملاتړ د ملي ادارې رئیس دې په راتلونکې غونډه کې د موضوع په تړاو معلومات وړاندې کړی.

د غونډې به وروستۍ برخه کې د سولې خبرو اترو بهیر په اړه بحث او ټینګار وشو چې دا ډول خبرې اترې دې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي او هم په غونډه کې راغلو مکتوبونو او عریضو ته لازمه رسیدګي وشوه.


17-Saratan98-Aqwam.jpg


د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې د ۱۳۹۸ مالي کال د لومړۍ او دویمې ربعې څخه د کورنیو چارو وزارت د پراختیایی پروژو د پلي کېدو رپوټ مطالعه شو چې په یاد رپوټ کې راغلي: ولایتونو کې د نفتی توکو د ذېرمو د رغاونې پروژه او د لوژستیک ډیپوګانو د رغاونې پروه سل سلنه پلې شوې ده، خو د ۱۳۹۸ مالي کال دویمه ربع کې د زندانونو او توقیف خانو د رغاونې پروژې صفر ښودل شوي چې په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت څخه وغوښتل شول تر څو د کندهار زندان په ګډون د یادو پروژو د پلي کېدو او نه لګښت دلایل په لیکلی ډول کمېسیون ته راولیږي.


17-Saratan98-Mali.jpg

 

د کمېسیون د منشی فوزیه سادات څمکنۍ په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې د غزني ولایت کې د پرونۍ ترهګریزې بېښې د غندلو سربېره چې له امله یې یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، د قطر پلازمینې د دوحې ناستې په اړه بحث وشو او هیله څرګنده شوه چې د دا ډول ناستو او خبرو اترو دوام وکولای شي په هېواد کې د یوه تل پاتي او نه ماتیدونکې سولې په ټینګښت پاي ومومي.

همدا راز په غونډه کې کمېسیون ته په راغلو عریضو او په ځانګړې توګه د اوولسو بار وړونکو موټرو د خاوندانو د شکایتونو په اړه چې د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو له خوا د کندهار ولایت د ریګستان ولسوالۍ څخه وړل شوي خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.


17-Saratan98-Bio.jpg

 

د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون غونډه د عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ جوړه شوه.

په غونډه کې ټاکل شوې وه چې د لوړو زدکړو موسسو د اتحادیو او خصوصی ښوونځیو ریسان د خپل کاري چارو په برخو کې د شته ستونزو په اړه کمېسیون ته معلومات وړاندې کړي خو د بېلا بېلو دلایلو پر بنسټ حاضر نه شول او کمېسیون وپتییله تر څو دوي د کمېسیون په یوې راتلونکې غونډه کې د موضوع په تړاو څرګندونې وړاندې کړي.

همدا راز د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت ته د تاجیکستان جمهوریت د تحصیلی بورسونو د ورکړې په اړه بحث او د وزارت د مسئولانو وغوښتل شول تر څو د یادو بورسونو په وېش کې شایستګۍ په پام کې ونیسی او په شرایطو برابر کسان معرفي کړي.


17-Saratan98-Farhangi.jpg

 

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې د کابل ښاروال په نه راتګ سخته نیوکه وشوه.

په غونډه کې ټاکل شوې وه تر څو د کابل ښاروال د تیر کال د رپوټ، د روان کال د پلانونو، د عوایدو د راټولولو، تنظیفی پروګرامونو، سرسبزۍ او مارکیټونو د تنظیم، د لوړ پوړو مسئولانو او کارکوونکو د ګمارنې، د غیر قانوني ساختمانونو د رغاونې، د ساختماني کار د جواز د ورکړې میکانیزم، د پدوله ښارګوټې پروژې، د برچي دښتي د سړکونو د کرېړ، د ادارې فساد د شتون او د کابل ښار یو شمېر سیمو کې د ترافیکي زیاتې ګڼې ګوڼې اړوند مواردو په اړه غونډې ته معلومات وړاندې کړي. خو نوموړي په پرله پسې غونډو کې ګډون ونه کړ له دې عمله موضوع د سختې نیوکې لاندې ونیول شوه، د کمېسیون غړو کابل ښاروال د قانون پر وړاندې بی کفایته او بی پروا شخص وګڼه، څرګنده یې کړه که چېرې په راتلونکې غونډه کې حاضر نه شي عمومي غونډې ته به ځوابګویه وي.

همدا راز په پام کې وه چې د دولسمې ناحیې رئیس، د دولسمې حوزې امر او د یادې ناحیې د ترافیکو د حوزې امر د ترافیکی ګڼې ګوڼې او د ملالۍ واټ کې د لاس پلورونکو د شتون ستونزو په اړوند د خپلو اجرااتو څخه معلومات وړاندې کړي چې دوي هم حاضر نه شول او موضوع د کمېسیون راتلونکې ناستې ته وځنډول شوه.

د غونډې په بله برخه کې د افغانستان له پاره د انرژۍ د ساتنې او بیا رغاونې موسسې د رئیس د غیر قانوني کار د دوام په اړه د یادې موسسې د کارکوونکو شکایت تر څېړنې لاندې ونیول شو او پرېکړه وشوه چې د اقتصاد وزارت د ( ان جی و) ګانو رئیس او د یادې موسسې رئیس دې په یوې غونډه کې حاضر او د موضوع په اړوند دې څرګندونې وکړي.

د غونډې په پاي کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست، د ملي تدارکاتو ادارې د رئيس او د آریانا او کام ایر هوایی شرکتونو د ریسانو څخه وغوښتل شول تر څو د کمېسیون د راتلونکې اونۍ د دوشنبې ورځې په غونډه کې د حج بهیر د ځنډ او د افغانستان د الوتنو د تاخیر په اړه معلومات وړاندې کړي.


17-Saratan98-Mukhabirat.jpg

 

د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون غونډه د ډاکټر ګل محمد رسولي په مشرۍ او د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د معین او یو شمېر ریسانو په ګډون سره جوړه شوه.

په پیل کې د چاپيریال ساتنې معین او یو شمېر ریسانو د خبرو په ترڅ کې وویل، د چاپیریال ساتنې په برخه کې د شته پالیسو بیا کتنه او د دې بډاینه، د ادارې په مرکز کې د تشکیل د تخصصی کېدو، د پالیسیو د ښه پلي کېدو په موخه ادارو سره د یوه همغږي سیستم رامنځته کول، د کلینیکی زبالو د لمنځه وړو او راټولو د څرنګوالي او د چاپیریال ساتنې د تامین په برخو کې د طرحو برابرول، د هېواد په کچه د چاپیریال ساتنې د معلوماتي ملي مرکز رامنځته کول، د شته طرزالعمل سره سم د بنسټونو، ادارو، اصنافو او نورو برخو ته د چاپیریال ساتنې جواز د ورکړې، د عامه ذهنونو د پوهاوي په موخه د پيغامونو خپرول، د هرې ادارې د چاپیریال ساتنې دندو او مسئولیتونو وېش او په ښارونو کې د هوا د ککړتیا د کمښت په برخه کې  د ترافیکو، ښاروالۍ او وزارتونو سره په ګډه کار د یادې ادارې د اجرااتو څخه دي.

نوموړي کمېسیون ته د یادې ادارې د کاري رپوټ د نه لیږد په اړه وویل، په خواشینۍ سره په دې برخه کې د یادې ادارې د یو شمېر اړوندو شعبو له خوا ناغیړي شوې ده ا د قانون سره سم به له هغو کسانو سره چې ځنډ یې کړي چلند وشي او د یادې ادارې د یوه کارکوونکو د تبدیلۍ په اړه چې د نوموړي د موافقې پرته اقدام شوې، ډاډ ورکړ چې موضوع په هر اړخیزه توګه وڅیړي او پایلې به یې په لیکلی توګه کمېسیون ته راولیږي.

ورپسې د کمېسیون غړو په ځینو برخو کې د یادې ادارې اجراات د قناعت وړ وګنل او زیاته یې کړه، باید په شته شرایطو کې چې افغانستان د ګاونډیو په نسبت د یوه مناسب چاپیریال څخه برخمن نه دې، د چاپیریال ساتنې ملي اداره د اړوندو نورو بنسټونو سره په هکارۍ د چاپیریال ساتنې د عواملو د پیژندلو په برخه کې هڅې کړي تر څو د هېوادوالو رضایت ترلاسه شي.

په غونډه کې د ملي شورا غړو سره د یادې ادارې د ځینو مسئولانو د دوه ګونې چلند څخه خواشینی څرګنده کړه، ټینګار وشو تر څو دا ډول موارد په راتلونکې کې تکرار نه شي، دغه راز په غونډه کې یو شمېر راغلو عریضو ته د رسیدګي تر څنګ د کمېسیون د راتلونکو ناستو د اجندا په اړه بحث او لازمې پریکړې وشوې.


17-Saratan98-Rifai.jpg


د ډاکټر زلمي زابلی په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون په غونډه کې په نشه یی توکو د روږدو کسانو د زیاتوالي، د روږدو کسانو د درملنې، د نشه یی توکو څخه روغو شویو کسانو ته د کارموندنې او ځینو نورو مسایلو په اړه د کابل ښاریانو شکایت د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو سره د مبارزې معین انجنیر محمد هاشم اورتاق، د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین غلام حیدر جیلاني او د عامې روغتیا وزارت د نشه یی توکو د تقاضا د کمښت رئیس ډاکټر شاه پور یوسف سره مطرح شول.

یادو مسئولانو په خپلو خبرو کې د ناامنیو زیاتوالې، د نشه یی توکو د زیانونو څخه د نه پوهاوی، بیکارۍ او ځینو نورو مسایل د نشه یی توکو او روږدو کسانو د زیاتوالي عمده دلایل وګڼل او ويې ویل، د ناڅیزه بودجې سره سره په ولایتونو او پلازمېنه کې د یادې پدیدې او روږدو کسانو د درمنلې سره مبارزه جریان لري چې د کمېسیون له خوا د مسئولانو څرګندونې د نه قناعت وړ وګڼل شوې، ټینګار وشو چې یادې ادارې دې د دوو اونیو په موده کې جامع طرح چې د اوسنیو اړتیاو بسنه وکړي وړاندې کړي.

د غونډې په بله برخه کې د مستوفیتونو د پنځم او شپږم بستونو د یو شمېر کارکوونکو شکایت د مالیې وزارت د بشری سرچینو رئیس او د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د ګمارنې بورد اجراایه رئیس سره مطرح شو.

دوي وویل چې په مستوفیتونو کې د شمولیت په موخه د کانکور ازموینه کې بریالي شوي خو د مالیې وزارت او مستوفیتونه د دوي د جذب څخه ډډه کوي چې باید دې مسلې ته لازمه رسیدګي وشي.

کمېسیون یاده مسله جدي وګڼله او ټینګار یې وکړ چې باید د دوي په جذب کې اقدام وشي چې د مسئولانو له خوا ډاډ ورکړل شو چې په نږدې راتلونکې کې به متقاضیان اړوندو بستونو کې ځای پرځای کړي.

د غونډې په پاي کې د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ د دوو تنو افسرانو شکایت د کورنیو چارو وزارت د پیژنتون مرستیال سره مطرح شو.دوي وایی چې د یاد ولایت د ولایتی شورا د یو شمېر غړو د مخالفت په نسبت یې د تبدیلۍ مکتوب د کورنیو چارو وزارت په نامه لیږل شوې دي، د کورنیو چارو وزارت د پیژنتون مرستیال د دا ډول مکتوب د راتګ څخه بی خبری وښوده او ډاډ یې ورکړ چې د دقیقو څېړنو پرته به هیڅ ډول اجراات ونه شي.


17-Saratan98-Shikayat.jpg

 

د مولوی غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د قانون حاکمیت د عالي شورا رپوټ مطالعه شو. په رپوټ کې یادونه شوې چې د قانون حاکمیت عالي شورا د هېواد د جمهور رئیس د فرمان پر اساس جوړه شوې او د هغو اتو پرمختیایی شوراګانو څخه ده چې د افغانستان د سولې او پراختیاملي چارچوب کې په د وو پروګرامونو عدلي او قضایی سکتور د اصلاح پروګرام او د ګټورې حکومتوالۍ پروګرام د څارنې مسئولیت لري .


17-Saratan98-Adli.jpg

 

همدا راز همدا راز د کمېسیون غړو د ځانګړې دارالانشا دندې چې د عالی شورا د څارنې لاندې فعالیت لري مطالعه  او وپتییل شوه تر څو د اړوندو مراجعو څخه د شکونو په ا ړوند څرګندونې وغوښتل شي.

ژباړن احمد ویس خاورې