اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د چنګاښ ۲۶ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پنځلسمه

د مشرانوجرګې یوشمېرکمېسیونونونن په بېلا بېلو موضوعګانوغونډې اوبحثونه وکړل

د انجنیرفرهادسخي په مشرۍ دنړیوالوچارو د کمېسیون په غونډه کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د وي آی پی کړنلارو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

د غونډې په وروستۍ برخه کې کابل ښار اوپه ځانګړې توګه د کابل ښار سرای شمالي کې د اورلګېدو څخه چې هېوادوالو ته دګڼ شمېرمالي زیانونو سبب شول، یادونه وشوه او له اړوندو مسئولانو وغوښتل شول تر څو د دا ډول پېښو د مخنیوی په برخه کې لازمه پاملرنه وکړي.


15-Saratan98-BIo.JPG

 

د مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون په غونډه کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د قانون حاکمیت د عالي شورا رپوټ د کمېسیون د غړو له خوا مطالعه شو. په رپوټ کې یادونه شوې چې د قانون حاکمیت عالي شورا د هېواد د جمهور رئیس د فرمان له مخې تاسیس شوې او د هغو اتو پراختیایی شوراګانو څخه ده چې د افغانستان د پراختیا او سولې ملي چارچوب کې په دوو ملي پروګرامونو هریو عدلي او قضایي اصلاح پروګرام او ګټورې حکومتوالۍ پروګرام د څارنې مسئولیت په غاړه لري، همدا راز په غونډه کې راغلو عریضو او مکتوبونو ته رسیدګي وشوه.


15-Saratan98-Adli.JPG

 

د محمداجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، معلولینو او شهیدانو د وارثانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د یو لړ موضوعګانو په اړه بحث وشو.

لومړې د غزني ولایت په یوه جومات کې هغه چاودنه چې د یو شمېر لمونځ کوونکو د شهادت او ټپي کېدو سبب شوه، په کلکو ټکو وغندل شوه او پر عاملینویې نفرت وویل شو، همدا راز د قربانیانو کورنیو ته د ډاډګېرنې تر څنګ وویل شول چې وحشي صفته ترهګرو تل ښودلې چې هیڅ انساني او دیني ارزښتونو ته درناوی نه لري بلکې ټولې هڅې یې د افغانستان د خلکو د وژنو له پاه دي.

د غونډې په بله برخه کې د پکتیا ولایت د معلولینو ریاست کې د کم کاریو په اړه د یاد ولایت د یو شمېر معلولینو ستونزې او شکایتونه تر بحث لاندې راغلل او پرېکړه وشوه تر څو دغه موارد په یوې غونډه کې د معلولینو او شهیدانو د وارثانو په چارو کې د دولت وزارت مسئولانو سره شریک کړای شي.


15-Saratan98-Aqwam.JPG

 

د محمدعظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصا، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې د ترانسپورت وزارت له خوا په رالیږل شوي رپوټ بحث وشو.

په رپوټ کې د کابل- بامیان سړک، د تالقانو ښار دننه کې د سړکونو د کرېړ، د شبرغان ښار د حلقوي سړک د کرېړ، د زرنج ښار د سړکونو د کرېړ، د سرپل ولایت د سړکونو د کرېړ او د کابل- لوګر سړک د ساختمان پروژې په ګډون د ۸۶ پروژو د کار څخه یادونه شوې وه.

په رپوت کې ولیدل شول چې د یو شمېر پروژو عملي کار تر اوسه نه دې پیل شوې او پرېکړه وشوه تر څو په دې برخه کې د ترانسپورت وزارت مسئولان د ملي اقتصاد کمېسیون ته څرګندونې وړاندې کړي.


15-Saratan98-Mali.JPG

 

د قاری میر حاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، مصونیت او امتیازونو د کمېسیون په غونډه کې د نړیوالو اړیکو ریاست د سرپرست په حضور سره د مجلس د غړو د سفرونو په اړه خبرې وشوې او د مشرانو جرګې د غړو د سفرونو د اسانتیاو په موخه لازمې مشورې وړاندې شوې. همدا راز په غونډه کې کمېسیون ته پرراغلو عریضو هم بحثونه وشول.


15-Saratan98-Emtiazat.jpg

 

د عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون په غونډه کې دولتي او خصوصي بنسټونو کې د تحصیل او ښوونې وضعیت په اړه بحثونه وشول، وویل شول چې د روزنیز سیستم تشې او نیمګړتیاوې دې وپیژندل شي او د تحصیلي او تعلیمي نظام غوښتنې چې د نویو معیارونو سره برابرې وي، د اړوندو مسئولانو سره دې شریکې شي.

15-Saratan98-Farhangi.JPG

 

د مېرمن ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې د کمېسیون د کاري بهیر او راتلونکې اونۍ د پلان په اړه خبرې او پرېکړه وشوه تر څو په راتلونکې غونډه کې د ادارو د جندر امرینو د ستونزو، لاسته راوړنو او فعالیتونو د همغږۍ په موخه د ښځو چارو او مالیې وزارتونو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو واکمن مسئولان او د مدني ټولنو ځینې فعالین په هېواد کې د ښځو حقوقو څخه د دفاع په برخه کې د خپلو فعالیتونو په موخه راوبلل شي.


15-Saratan98-Zanan.JPG

 

د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د سرپرست او د اترا ادارې د سرپرست په ګډون جوړه شوه.

په پیل کې د یاد وزارت د پلان او پروګرامونو، د مخابراتي محصول د لس سلنه څخه د راټولو شویو پيسو د شمېر، د سلام مخابراتي شبکه کې د ستونزو او د یادو موضوعګانو په تړاو د وزارت د کم کاریو، د خبرو اترو د بیو د لوړوالي څخه د پرله پسې شکایتونو، د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د ټیتوالي، د پيرودونکو شکایتونو ته د نه رسیدګۍ، د ناراجستر سیم کارتونو د نه راټولولو، د مخابراتي شبکو له خوا د بی مورده پيسو اخیستو، د انټرنیټي بکسو د بیو د لوړوالي، غونډو کې د مخابراتي شبکو د لومړۍ درجه چاراکو د نه راتګ او ځینو نورو مواردواړوند پوښتنې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د سرپرست محمد فهیم هاشمي، د اترا ادارې سرپرست او د ریل ټایم رئیس سره مطرح شوې.

مسئولانو په خپلو خبرو کې وویل، د ترسره شویو ارزونو په واسطه ترلاسه شول چې د مخابراتي لس سلنه محصول راټولول پنځه اتیا سلنه راڼه ترسره شوي دي او له دې پلوه تر اوسه شاوخوا شپاړس میلیارده افغانۍ جمع شوي دي او هم د ریل ټایم دستګاه د لګولو قرارداد ترسره شوې دې، چې لګول به یې پنځلس میاشتې وخت ونیسی خو یوه برخه یې چې د مخابراتي محصول د عوایدو د راټولولو دنده لري شاوخوا څلور میاشتې وروسته فعالیږي.

همدا راز څرګنده یې کړه، له هغه ځایه چې د سلام مخابراتي شبکه زیات پيرودونکې لري، د فشار لاندې ده چې د یادې ستونزې د رسیدګۍ له پاره پروګرامونه ترلاس لاندې دي تر څو له یوې خوا د سلام مخابراتي شبکه پراخه او له بلې خوا په کیفیت او بیه کې یې هم مثبت بدلون راشي، دوې زیاته کړه چې ارزونې ترسره شوي چې پر بنسټ یې د انترنټ اوسنۍ بیې چې لوړې دي له لسو څخه تر دېرشو سلنو پورې راټيټ کړای شي.

په پای کې د غیرراجستر شویوسیم کارتونو د راټولولو او په دې تړاو د ځینو د جریمې کمپاین څخه د یادونې تر څنګ وویل شول چې ټاکل شوې نوی فایبرونه د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه ولګول شي. په پای کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزارت د سرپرست څرګندونې د کمېسیون له خوا د قناعت وړ وګڼل شوې.

د غونډې په بله برخه کې د اوبو د وېش د څرنګوالي، د کابل ښار د څښاک اوبو د مدیریت، خصوصی شرکتونو کې د اوبو د بیو د لوړوالي، پلازمېنه او ولایتونو کې د خصوصي اوبو رسولو شرکتونو د قرارداد د څرنګوالي په اړه د اوبو رسولو او کانالیزاسیون د عملیاتي رئیس او د کابل زون د اوبو رسولو رئیس څخه یو لړ پوښتنې مطرح شوې.

دوې وویل، د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست فعالیت دم ګړۍ په نولسو ولایتونو کې شتون لري او د پلان سره سم به تر دوو کلونو پورې یاد فعالیتونه نورو ولایتونو ته پراخ شي، همدا راز د ده مراد خان، امین آباد، قول آب چکان، د ۰۰۱ انتقالي پایپ د تمدید، د زړو شبکو د بدلولو، د یوې ذېرمې او پمپ استیشن د رغاونې او د لوګر اوبو رسولو د لومړي فاز د پراختیا پروژو څخه یې نومونه واخیستل، چې د کار لاندې دي.


15-Saratan98-Mukhabirat.JPG

 

د اوبو رسولو مسئولانو زیاته کړه چې د کابل ښار د اوبو رسولو زون د زړو شبکو بدلول، د نادرخان غونډۍ او طلایي ښارګوټي د اوبو رسولو شبکو پراختیا، د حامد کرزي د نړیوال هوایی ډګر، خیرخانې مینې، دیارلسمې ناحیې او د شیوه کیو د اوبو رسولو د شبکې پراختیا او د علاوالدین پروژې له پاره د نویو دولسو څاګانو کیندل په پلان کې دي چې په نږدې راتلونکې کې به یې عملي کار پیل شي.

همدا راز څرګنده یې کړه چې شپږ ویشت نورې پروژې سروې شوي او د شلو پروژو د ډیزاین چارې هم تکمیل شوي او هم د کابل ښار د ۱۲ او ۲۲ ناحیې د څښاک د اوبو د وېش پلان او د اویا زرو متر مکعب په ظرفیت د اوبو د ذېرمې رغول چې پنځه پنځوس میلیونه ډالر لګښت لري او د راتلونکو کلونو له پاره ده، اقتصادي عالي شورا ته وړاندې شوې ده.

دوې په خپلو خبرو کې وویل چې د دولتي څلویښتو ارګانونو د فضوله اوبو د چاڼ خونو ډیزاین ترسره شوې چې له دې جملې څخه د لسو دولتی ارګانونو عملي کار تکمیل او تسلیم شوي دي، په پای کې د یو شمېر دولتي ادارو د پوروړتیا څخه یادونه وشوه او ویې ویل، د هغې هوکړې له مخې چې ترسره شوې ټاکل شوې د یادو بنسټونو پور د مالیې وزارت له خوا د دوې د بودجې څخه د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست ته انتقال شي.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د ښار جوړونې او ځمکوالۍ وزارت سرپرست دې د روان کال د پلان او په تیر کال کې د خپل کاري اجرااتو رپوټ د کمېسیون د راتلونکې اونۍ د شنبې ورځې په غونډه کې وړاندې کړي.