اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۱۱ نېټه

مشرانو جرګې په دوو عنوانو قوانینو کې د تعدیلونو د تصویب سربېره، د سولې په خبرو کې د طالبانو سخت دریځ او یو اړخیزه غوښتنې ناکامي وګڼلې.


11-Saratan98-JAL1.JPG


دغه غونډه چې د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ جوړه شوې وه، سناتورانو په کابل کې د بی رحمه خونړي برید او ګڼ شمېر ولایتونو کې د جګړې د شدت او همدا راز د سولې بهیر کې د طالبانو د یو اړخيزه غوښتنو څخه د یادونې تر څنګ د طالبانو او امریکا په محوریت دغه ناستې بی معنا، بی پایلې او د خلکو او افغان دولت سره یو ډول پټې معاملې وګڼلې او د روانو توطیو څخه د هېواد ژغورنې له پاره د مقتضی تدابیرو غوښتونکې شول او زیاته یې کړه چې د طالبانو ډله د امریکا استازو سره په قطر کې د خپلو ګټو او امتیازونو د ترلاسه کولو له پاره په خبرو بوخت دي خو پوي دې شي چې د دې خاورې ولسونه هغه خبرې چې په کې عمومي ګټې او تلپاتي اوربند خوندي نه شي، نه یې مني او تر څنګ دې د امریکا متحده ایالات د خبرو اترو جزئیات له خلکو سره شریک او د افغان سولې په اړه دې له هر ډول پټو معاملو څخه ډډه وکړي او د خبرو اترو لار دې د افغانانو په مشرۍ او ملکیت برابره کړي.

په آزادو بحثونو کې یو شمېر سناتورانو د کابل د تیرې ورځې تروریستي خونړې برید چې مسئولیت یې طالبانو په غاړه واخیست د پام وړ غمیزه او جنایت کارانه عمل وګڼل شو، ویې ویل چې په دې پېښه کې د ښوونځیو د زده کوونکو په ګډون لسګونه تنه ټپیان او شهیدان شوي دي چې په ژور قضاوت سره د یادې ډلې بی رحمي او بربریت روښانوي او باید پوي شي چې طالبان په دینی او اسلامي لارښوونو باور نه لري او باید د هېواد د دفاعي او امنیتی ځواکونو له خوا په کلکه وټکول شي.

په غونډه کې د کندهار او بغلان یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو څخه یادونه وشوه او وویل شول چې په دې وروستیو کې یادې ډلې د پکتیا ولایت احمدآباد ولسوالۍ د مچلغو بند په سیمه کې د یاد بند په امنیتی پوستو او کارکوونکو برید کړې چې په پایله کې یې یو شمېر کسان شهیدان او ټپیان شوي دي چې د یادې موضوع هراړخیزو څېړنو ته اړتیا لیدل کیږي او د دې تر څنګ د مچلغو بند باید په کلکه وساتل شي.


11-Saratan98-JAL2.JPG


د کابل- کندهار په لویه لار د امنیت نشتوالې د یادې لارې او په ځانګړې توګه د میدان وردک او غزني په مربوطاتو کې د طالبانو له خوا د بار وړونکو موټرو او مسافرو څخه د مالیې اخیستل، د بیت المال پیسو د خوړلوو په موخه مالیې وزارت کې د یوې مافیایی کړۍ د حاکمیت، د طالبانو د پروني برید مهارولو کې د کشفي او استخباراتي ادارو کمزورتیا، د هېواد د اقتدار او ملي ګټو څخه د ساتنې په موخه د سیاسیون څخه غوښتنه، د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون کې د امنیتي یو شمېر مسئولانو نه راتګ او ځینې نور مسایل مطرح شول.

د بحث په پای کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار قطر کې د سولې خبرو اترو د اووم پړاو د  پیل په اړه وویل، دا چې افغانان د یادو خبرو څخه غاړي ته شوي د تشویش وړ دی، دغه بهیر له پيله تر اوسه شکمنه ښکاري، ځکه هغه څه چې پرې بحث کیږي د طالبانو او امریکا پوري تړاو لري او د خلکو دردونه پکښې نه منعکس کیږي.

مسلم یار ټینګار وکړ چې سیاسیون د ملي ګټو او د سولې موضوعګانو ته پام ورواړوي او باید په همغږۍ سره خپل واحد نظر څرګند کړي ځکه بهرنیان د خپلو شخصی ګټو پرته په افغانستان کې د جګړې د پای او دخلکو د وژنو څخه مخنیوی ته غاړه کینږدي.

همدا راز د مجلس رئیس له حکومته وغوښتل چې د قطر په شان ناستو کې هېواد پاله او ملي ګټو ته ژمن اشخاص معرفي او وګماري، له دې پرته به شخصي خورې ورې هڅې کومه پایله ونه لري.

په نننۍ ناسته کې همدا راز اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون کې د تعدیل طرح چې د مجلس کمېسیونونو پرې بحثونه شوې وو د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون د رئیس او غړو له خوا وړاندې او تصویب شوه.

دغه راز د دولتی چارواکو د شتمنیو د ثبت او اشاعې قانون په اړه د ولسی جرګې طرح چې د مشرانو جرګې کمېسیونونو کې مطالعه شوې وه د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون د رئیس او غړو له خوا وړاندې او د یو لړ پیشنهادي تعدیلونو سره تصویب شوه.

د غونډې په پای کې د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون رئیس د هرات ولایت څخه د کمېسیون د پلاوي رپوټ وړاندې کړ او ټاکل شوې بشبړ رپوټ یې د کمېسیونونو خبرونو کې خپور شي.


11-Saratan98-JAL3.JPG


همدا راز د ابن سینا خصوصي پوهنتون یو شمېر محصلانو د مشرانو جرګې د عمومي غونډې بهیر او د ملي شورا د ډېریو برخو څخه لیدنه وکړه. دغه لیدنه چې د مشرانو جرګې د دارالانشا د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د روزنیزو پروګرامونو په چوکاټ کې جوړه شوې وه، د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسییون رئيس مولوی غلام محۍ الدین منصف او د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړوزدکړو د چارو د کمېسیون مشر عبدالطیف نهضت یار او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس قدم علي نیکپۍ د مشرانو جرګې د کاري ځانګړتیاو او پارلماني مسایلو په اړه دوې ته معلومات وړاندې کړل.