اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لندۍ ۲۴ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۱۰ نېټه

کابل ښار کې د ننني وېره اچوونکې برید په تړاو د ملي شورا مشرانو جرګې اعلامیه:

بسم الله الرحمن الرحیم


10-Saratan98-Payam.jpg


وینو څښوونکو او ګوډاګیو ترهګرو نن سهار نهه بجې د خپلو ترهګر پاله بادارانو په امر د یوه بل ځانمرګي او تروریستی برید په ترسره کولو سره کابل ښار کې وېره او ډار خپور کړ چې له امله یې یو شمېر هېوادوال شهیدان او یو شمېر ټپیان کړل.

د دغه تروریسی برید زیاتره شهیدان او ټپیان ملکي وګړي، ماشومان او د ښوونځي زده کوونکې وو چې د طالبانو د رسنیو دفتر په بی شرمۍ سره د یاد برید پړه په غاړه اخیستې ده.

د پردیو دغه ښکاره غلامان په داسی حال کې چې په قطر کې له امریکایانو سره د قدرت د ترلاسه کولو له پاره په چنو وهلو بوخت دي خو دلته یې د هېواد دین داره او مسلمان وګړي د چړو په شان د تیرو وسپنو په چاودنې سره، خاورو او وینو کې ولمبول په داسی حال کې چې د اسلاميت د برحقه جهاد او اسلامي امارت دعوي هم لري.

د ملي شورا مشرانو جرګه د لایزال رب له دربار څخه د دغه زړه بوږنوونکې پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د سملاسی روغتیا او زیانمنو کورنیو ته د جمیل صبل غوښتنه کوي د هېواد د امنیتی زړه ورو ځواکونو څخه غواړي چې دغه مفسد او ناروا دښمنان په هر ځای کې میشت دې تر جدي ګوزارونو لاندې ونیسی لکه څرنګه چې په دې وروستیو کې په دقیقوهوایی او کومانډویی ضربو سره یې د دوي د قوماندانانو او لوړپوړو کسانو په ګډون ګڼ شمېر وېره اچوونکې جهنم ته ولیږل.

مشرانو جرګه د افغانستان حکومت څخه د ټپیانو د درملنې او د شهیدانو د وارثانو د ډاډګېرنې او د دغه ناروا بشري ضد ټکان ورکوونکې جنایت د عاملینو د مجازاتو غوښتونکې ده.

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئیس

فضل هادي مسلم یار