اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د چنګاښ ۲۶ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ شپږمه

د مشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن له غرمې مخکې په کابل کې استوګن د قزاقستان جمهوریت سفیر ښاغلي حلیم خان یاسین ګیلدیوف سره دملي شورا په مقرکې وکتل.

په دې کتنه کې د مشرانوجرګې رییس او دقزاقستان جمهوریت سفیر د افغانستان حکومت په مشرۍ د سولې بهیر او په یادې برخه کې د سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو د همکاریو په اړه بحثونه او نظریې بدلې کړې.

ښاغلي ګیلدیوف د( یورو- ایشیا) هېوادونو دپارلمانونو درییسانو څلورم کنفرانس کې د افغانستان د مشرانو جرګې د رئیس د ګډون په اړه د خپل هېواد رسمي بلنلیک چې ټاکل شوې د روان کال د وږي په میاشت کې په قزاقستان کې جوړ شي، نوموړي ته وړاندې کړ.

د قزاقستان جمهوریت سفیر په یاد کنفرانس کې د مشرانو جرګې د ریيس ګډون ارزښتمن وګڼه او ویې ویل، په پام کې ده چې د یاد کنفرانس په درشل کې د دې هیواد د لوړپوړو چارواکو او د ګډون کوونکو هېوادونو د پارلمانونو یو شمېر ریسانو سره د افغانستان د مشرانو جرګې د رییس د دوه اړخیزو کتنو زمینه برابره شي.

6-Saratan98-MUL1.JPG

نوموړي زیاته کړه، افغانستان چې د منځنۍ آسیا عمده برخه ده نو دغه کنفرانس به د سیمه ییزو هېوادونو او په ځانګړې توګه د افغانستان په چارو کې د اړیکو د ښه والي او پياوړتیا وسیله وګرځي او ویې ویل، دهغوهڅو ترڅنګ چې د افغانستان دجګړې د پای ته رسېدو په موخه رواني دي، دې کنفرانس کې به هم د افغانستان سولې په تړاوځانګړې اجندا هم ولرو تر څو دګډونوالو څخه وغوښتل شي چې د خپلو حکومتونو پام د افغانستان د سولې بهیر ته زیات کړي.

د مشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار د دې کتنې په جریان کې د قزاقستان جمهوریت د رسمي بلنې څخه د مننې د څرګندولو تر څنګ وویل دواړه دوست او ګاونډي هېوادونه د نیکو او دوستانه اړیکو لرونکي دي او دافغانستان خلک یادې دوستۍ ته د قدر په سترګه ګوري او زیاته یې کړه چې نن سیمه او نړۍ په دې پوه شوي چې زموږ خلک د تحمیلی او استخباراتي جګړو قربانيان دي نو تمه ده چې هېوادونه په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لپاره رښتنیې همکاري وکړي او په ترهګرو او ددوی په ملاتړو لازم فشارونه راوړي.