اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د افغانستان او اسلامي نړۍ د وتلو پوهانو څخه د علامه ډاکټر عنایت ابلاغ د مړینې په نسبت د ملي شورا مشرانو جرګې د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام:

د ملي شورا مشرانو جرګه په ژورې خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د هېواد د وتلو او نومیالیو پوهانو څخه یو تن علامه ډاکټر مولوي عنایت الله ابلاغ له دغې فاني نړۍ څخه وکوچید او خپل روح یې خداي ته وسپاره.

انالله واناالیه راجعون

4-Saratan98-Payam.jpg

مشرانو جرګه د دغه لوي علمي شخصیت مړینه د هېواد او د اسلامي نړۍ د علماو حوزې له پاره نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼي او د مړینې له  امله یې د مرحومي کورنۍ، علماو، دوستانو او د افغانستان وګړو سره خواشینی څرګندوي او د منان خداي له دربار څخه مرحومي ته مغفرت او د فردوس جنت غوښتنه کوي.

ډاکټر ابلاغ د هېواد وتلې او علم پروره کورنۍ مولوي عبدالغني مشهور قلعه بنلد مولوي صېب کورنۍ پورې تړاو لري او د افغانستان او اسلامي نړۍ علمي او فرهنګي شخصیتونو څخه شمېرل کیږي.

ډاکټر ابلاغ په عالي درجه د علم او تحصیل په ترلاسه کولو سربېره په دولتي بېلا بېلو منصبونو او موقعیتونو کې دنده ترسره کړې ده چې له دې جملې څه کولاي شو په ستره محکمه کې د غړیتوب او د قضا د عالي شورا د دارالانشا ریاست او د پروان ولایت څخه د استازو مجلس په دیارلسمه دوره کې د مرحومي د وکالت څخه یادونه وکړو.

ډاکټر ابلاغ په علمي او تدریسی حوزه کې هم ځلیدلې کارنامې پرځاي پریښې، نوموړی د کابل، ازهر شریف او کویټ پوهنتونونو کې د استاد په توګه ګڼ شمېر زده کوونکې تولنې ته ډالۍ کړي دي.

مرحومي د خپل عمر زیاته برخه د اسلامي علومو حوزه کې څېړنو ته ځانګړې کړې وه او ګڼ شمېر کتابونه، مقالات او ویناوې یې پرځای پریښې دي چې د حنفي مذهب د علماو او څیړونکو څخه شمېرل او د مرحومي مشهور کتاب د امام اعظم او د نوموړي افکار یې تر ټولو تل پاتي اثارو څخه دي.

د مشرانو جرګې لومړی نایب

محمد علم ایزدیار