اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ۳ مه نېټه

د ستر جنرال عبدالرازق د شهادت د پېښې او د شهید محمد سالم ایزدیار د جنازې پر مراسمو د تروریستي برید او ځینو نورو مسایلو د څېړنې په بهیر کې نن د مشرانو جرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار او د ملي امنیت عمومي رئیس تر منځ ناسته جوړه شوه.

3-Saratan98-MUL1.JPG

په دې ناسته کې چې یو شمېر سناتورانو او په ځانګړې توګه د هېواد د جنوب زون سناتورانو ګډون درلود، په سر کې د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار د یادې جرګې د پلاوي له خوا د جنرال رازق د شهادت د پېښې په تړاو د اجرااتو او د کندهار ولایت مشرتابه او ولایتی شورا سره د پلاوی د کتنو په اړه معلومات وړاندې او زیاته یې کړه ،چې په خواشینۍ سره د شهید محمد سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو د ځانمرګو د انتقال اصلي عاملین نه دي نیول شوي او په دې وروستیو کې د هېواد د شمالي ولایتونو امنیتي وضعیت هم خراب شوې، اړتیا شته چې د حکومت له خوا هر اړخیزه رسیدګي وشي.

ورپسې د ملي امنیت لوی رئیس محمد معصوم ستانکزي د هېواد او په ځانګړې توګه د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ وویل، ټول هغه کسان چې د کندهار ولایت د پخواني امنیه قوماندان ستر جنرال عبدالرازق په شهادت کې مظنون وو، نیول شوي او نسبتي دوسیې یې نهایي شوي او هم د وېره اچوونکو یوه پياوړی ډله چې د شهید محمد سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې یې ځانمرګي بریدونه په لاره اچولي وو، د یوه تن پرته نیول شوي دي او حکومت د دغې ټولو قضیو څېړنو ته تیار دې تر څو لازمې څېړنې وکړي.

دغه راز د مشرانو جرګې منشي مولوي عبدالله قرلق نن د خپل کار په دفتر کې د کابل ښار د مکروریانونو د یو شمېر اوسېدونکو شکایت واورید.

په دې کتنه کې څو تنو د نورو په استازیتوب د مکروریانونو د مرکزګرمیو د بیو د لوړوالي او د ساتنې او څارنې ریاست د کم کاریو څخه شکایت وکړ او په یادو برخو کې د مشرانو جرګې د منشي د همکاریو غوښتونکې شول.

3-Saratan98-MUL4.png

د مشرانو جرګې منشي مولوي عبدالله قرلق د یاد شکایت د اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې په یوې غونډه کې به دغه موضوع د کابل ښاروالۍ مسئولانو سره مطرح کړي او زیاته یې کړه چې دولتي بنسټونه باید د هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه هڅې وکړي او په دې اړوندیې د خلکو همکارۍ مهمې وګڼلې.