اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د زمري ۱۰ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۲۸ مه

د مشرانوجرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د سه شنبې ورځې په غونډه کې د هېواد د شمال او شمال ختیځو ولایتونو د امنیتی ستونزو په اړه د جدي بحثونو سربېره، دوه عنوانه نړیوال سندونه تصدیق شول.

28-Jawza98-JAL1.JPG

د وسلو دسوداګرۍ معاهده او د دوو هېوادونو د سیاسی نمایندګیو د ودانیو د جوړېدو په موخه کابل او ابوظبي ښارونو کې د ځمکو د بدلون په اړه د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ هوکړه لیک د نړیوالو چارو کمېسیون د رییس او نورو غړولخوا مجلس ته وړاندې او د رایو په اکثریت تصدیق شول.

په غونډه کې د فراه ولایت سناتور د هندواڼو او نورو ترکاریو د بیو د پام وړ کمښت په اړه ددې ولایت کروندګرو ته اوښتي اقتصادي زیانونه مطرح کړل او ویې ویل چې حکومت او خصوصي متشبثین باید میوو ته د بازار موندنې او په هېواد کې د سړو خونو د جوړید په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.

یوشمېرسناتورانو دمصر د پخواني ولسمشر ډاکټر محمد مرسي د مړینې څخه یادونه وکړه او د نوموړي روح ته د دعا تر څنګ یې نشتون د اسلامي نړۍ لپاره یوه لویه ضایعه وګڼل شوه او ویل شول، محمد مرسي چې پنځه کاله وړاندې د مصر دخلکو په رښتینو رایو قدرت ته رسیدلې وو، د یوې کودتا په پایله کې له واکه لیرې او زندان ته ولیږدول شو چې پرون يې د محاکمې په جریان کې ساه ورکړه.

غونډه کې یو ځل بیا د تخار، بدخشان، فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو د امنیتی خراب وضعیت څخه اندېښنې څرګندې شوې او وویل شول چې په یادو ولایتونو کې د تالقاتو ښار په ګډون څو ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي او د داعش او طالب ترهګرې ډلې په پراخه پیمانه د سرتیرو د جذب او د جګړې د لیکو د پياوړي کولو په حال کې دي چې د خلکو ژوند، مال او ځان یې له جدي ګواښ سره مخ کړی، خو په  خواشینۍ سره امنیتی چارواکي دغو ناامنو سیمو ته لازمه پاملرنه نه کوي، او له حکومته وغوښتل شول چې په یادو سیمو کې د طالب او داعش ډلو د بریدونو د دفعه کولو او شنډولو په اړوند جدي او لازم تصمیمونه ونیسی.

آزادو بحثونو کې که څه هم یو شمېر غړو د طالب زندانیانو خوشی کېدل د مشورتي لویې جرګې سپارښتنه او د سولې خبرو اترو د پرمختګ لپاره د ښه نیت پر بنسټ یو مثبت ګام وګڼه خو ځینو نورو د دښمن لیکو سره د دوی د یوځای کېدو د احتمال په نسبت د زندانیانو یوطرفه خوشې کول د اندېښنې وړ وګڼل او ویې ویل، لویې جرګې ته وړاندیز شوی وو چې دواړه خواوې باید د زندانیانو په خوشي کولو کې مثبت ګامونه پورته کړي نه دا چې په دې برخه کې یو اړخیز اقدام وشي.

د افغانیو پیسو د ارزښت د کمښت په حالت کې د مرکزی بانک د لوی رئیس د استعفا مناسب نه ګڼل، حکومتي لوړو پستونو کې د مسلکي او زړه سوانده افرادو په ګمارلو ټینګار، کابل ښار کې پرترافیکي بی نظمیو نیوکې، غزني ولایت کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو تړل، د جوزجان ولایت د نفتو او ګازو کارګرانو د ستونزو نه حل کیدل، د لویې څارنوالۍ څخه د ټاکنیزو کمېسیونونو پخوانیو کمیشنرانو ته د زیاتو مجازاتو د وړاندیزپه اړه غوښتنه، دکابل یوشمېر ځانمرګو بریدونو کې د ایران د لاس لرلو په اړه د یوشمېر امریکایی چارواکو د ادعاو څخه یادونه او ځینې نورې موضوعګاني هم په آزادو بحثونو کې مطرح شوې.

د آزادو بحثونو په پای کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د مصر د عربي جمهوریت د منتخب ولسمشر محمد مرسي د شخصیت او سیاسي ځایګاه څخه په نیکۍ یادونه وکړه  او د مړینې له امله یې د مرحوم کورنۍ او پلویانو ته ډاډګېرنه ورکړه او زیاته یې کړه سره ددې چې نوموړی وتوانید د مصر په ټاکنو کې د خلکو پنځه اویا سلنه رایې خپلې کړي خو د پردیو د توطیو پر بنسټ د قدرت څخه لیری او په زندان کې ومړ.

همدا راز د وزیرستان پر پښتنو د پاکستان د مستبدې اردو لخوا د تعزیراتو دوام چې دوی ته د زیاتو ستونزو د رامنځته کېدو سبب ګرځیدلي، په کلکو ټکو وغانده او د نړیوالې ټولنې او بشري حقوقو دملاتړو بسنټونو یې وغوښتل ترڅو د ډیورنډفرضي کرښې د هغې لوري د پښتنو د حقه حقوقو څخه ملاتړ وکړي، نوموړي د افغان حکومته هم وغوښتل تر څو د دې بندیزونو او ظلمونو په برخه کې پټه خوله پاتې نشي.

فضل هادي مسلم یار د امنیتی ځواکونو سرښندنې او اتلولۍ وستایلې او د امنیتی سکتور له مشرتابه یې وغوښتل تر څو ستونزمنې سیمو او په ځانګړې توګه تخار، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته خپل پام زیات کړي، همداراز روښانه یې کړه چې د یادو ولایتونو د خلکو اندېښنې او د ناامنیو موضوع به د بریتانیا سفر څخه د ولسمشر د راتګ وروسته له نوموړي او امنیتی مسوولانو سره شریکې کړي.

28-Jawza98-JAL2.JPG

د مجلس رییس د طالب زندانیانو خوشې کول د سولې د مشورتي لویې جرګې غوښتنه وبلله او ویې ویل، که چیرې دغه بهیر د سولې پروسه کې ګټور تمام شي، د ستایلو دی له دې پرته باید په احتیاط سره عمل وشي، په پای کې یې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل ترڅو د غزني ولایت د اوسېدونکو اندېښنو ته رسیدګي وکړي او ددې ولایت  د ولسي جرګې ټاکنې د ولسمشریزوټاکنو سره یوځای او یا  ترې مخکې په لاره واچوي او هڅه دې وکړي چې دغه ټاکنې ټول شموله او د غزني ولایت ټولو خلکو ته دمنلو وړ وي.