اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د زمري ۱۰ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال دغبرګولي ۲۶ مه

د مشرانو جرګې د نن ورځې په غونډه کې د پوهنې وزارت سرپرست، د هېواد پوهنې وزارت کې د ګڼو ستونزو په اړه د سناتورانو پوښتنو ته معلومات وړاندې کړل.



26-Jawza98-JAL1.JPG


دغه غونډه چې په دوو برخو کې د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار او لومړی نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ جوړه شوې وه، د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر میرویس بلخي څخه د دینی، فرهنګي او پوهنې چارو د کمېسیون په استازولۍ سناتورې آمنې افضلي او نورو غړو معارف کې د مثبتو بدلونونو څخه د یادونې تر څنګ د هرات په ګډون د اعتصاب کوونکو ښوونکو غوښتنو ته د رسیدګۍ، د ښوونکو د معاشونو او امتیازونو د زیاتوالي او د معاشونو د وېش د ستونزو، د ښوونکو له پاره د استوګنې ځمکو د وېش او د کوپون او روغتیایی بیمې د تدارک، د حق الزحمې د کمښت، استخدام کې د روڼوالي د رامنځته کېدو او د هغو افرادو د برخلیک جوتېدل چې د آزادې سیالۍ ازموینه یې ورکړې دي، د ښوونځیو، مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو د کمښت، د سیمې په ژبو د کتابونو د چاپ، دینی مدرسو ته د پاملرنې، د شهادت نامو په وېش کې د ځنډ، ښوونځیو کې د جدي بی نظمیو او د خصوصي ښوونځیو د خپلسریو او زیاتونو اړوند یې یو لړ پوښتنې مطرح کړې.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر میرویس بلخي په خپلو خبرو کې د پوهنې اړوند ستونزې د هېواد عمومي ستونزو سره تړلې وګڼلې او ویې ویل، په یواځې ځان له دې حالته وتل امکان نه لري اړتیا شته چې د پام وړ بودجه د وزارت په واک کې ورکړل شي تر څو یو پراخ بنسټه معارف رامنځته شي چې په دې برخه کې د پارلمان رول اغیزمن دی.

د پوهنې وزارت سرپرست وویل، د ښوونکو د معاش زیاتوالی د وزارت له لومړنیو غوښتنو څخه وه چې تل یې د حکومت او مالیې وزارت مشرتابه سره مطرح کړې ده.



26-Jawza98-JAL2.JPG


نوموړي هرات ولایت کې د ښوونکو اعتصاب له پای څخه یادونه وکړه او ویې ویل چې په نږدې راتلونکې کې د وزارت پلاوی غور ته روان دې تر څو په غور کې د ښوونکو اعتصاب پای ومومي.

ډاکټر بلخي د ښوونکو د استوګنې ښارګوټي لیری والي او د معاش نه بستیا د استوګنې نمرو د وېش د ځنډ عوامل یاد کړل او ویې ویل چې د ځمکو او ښار جوړونې چارو وزارت سره خبرې اترې جریان لري تر څو د ځمکې پر ځای د کمې بیې کورونه ورغول شي او په ښوونکو وویشل شي.

نوموړي د شاوخوا اویا زرو ښوونکو د کمښت څخه یادونه وکړه چې له دې جملې څخه اته زره استخدام او یولس زره یې په جریان کې دي خو د ښوونکو د کمښت له امله په ټولګیو کې د زده کوونکو شمېر او د استادانو درسي ساعتونه زیات شوي او له دې امله زرګونه ښوونکو ته حق الزحمه ورکول کیږي.

د پوهنې وزارت سرپرست د نوي میلیونه درسي کتابونو د اړتیا څخه یادونه وکړه او ویې ویل چې له دې جملې څخه شاوخوا دولس میلیونه چاپ شوي دي او زیاته یې کړه چې ۱۴۰۰ ښوونځي به د هېواد په اوولسو کمو پرمختللو ولیاتونو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او څرګنده یې کړه چې دیني مدرسو ته پاملرنه یې د کار په لومړیتوب کې ده چې د یو شمېر اسلامي هېوادونو له خوا یې د مدرسو د جوړولو له پاره ژمنې ترلاسه کړي دي.

ډاکټر بلخي د خپلو خبرو په پای کې د تړل شویو ۳۳۰ ښوونځیو د خلاصون، ولایتونو ته د شهادت نامو د وېش او تقاعد سیستم د انتقال او د یادو بهیرونو د نه متمرکزتیا، د خدمت دننه پروګرامونو ته د ښوونکو د ورپیژندو، په سیمه ییو ژبو د کتابونو د چاپ او د خصوصي تعلیماتو د نوی مقررې د نهایی کیدو په اړه یې هم معلومات وړاندې کړل.

ویل کیږي چې د پوهنې وزارت په ټوله کې دوه سوه شل زره ښوونکې لري چې یو پر څلور یې غیر مسلکي کسان استخدام شوي چې د شک پرته دغه وزارت د هېواد د پوهنې د تخصصي کېدو له پاره تراوسه اوږده مزلونه په لار کې لري.



26-Jawza98-JAL3.JPG


د غونډې په آزادو بحثونو کې پلازمېنه او ولایتونو کې د جنایی جرمونو د زیاتوالي او د غیر مسوولو وسله والو د تګ راتګ څخه اندېښنه څرګنده شوه، خو د امنیتی ګواښونو د لمنځه وړل او د جنایی جرمونو د مخنیوی په موخه د امنیتي ځواکونو ګزمې یو مثبت ګام وګڼل شو او ټینګار وشو چې دغه پروګرامونه دې په ټولو ولایتونو کې پراخوالي ومومي.

همدا راز په غونډه کې وویل شول چې د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ په اړه د ستونزو دوام سبب شوې ترڅو د شاوخوا سلو تقنیني سندونو کار بی برخلیکه او یاد مجلس د کړکیچ زیږېدو ټکی باندې بدل شي چې باید د قانون او کورنیو دندو اصولو سره سم دغه مسله حل شي.

غونډې د هېواد په شمال ختیځو سیمو او په ځانګړی توګه تخار او بدخشان ولایتونو کې د امنیتی ناوړه وضعیت او د دغه ولایتونو څخه په ډاډمنه دفاع کې د امنیتی مسئولانو د بی پامۍ اړوند جدي خبرې مطرح شوې او د سولې اړوند د امریکا او طالبانو د پټو او تیاره خبرو، امریکا کې د اقتصاد او سولې بنسټ رپوټ چې افغانستان یې د نړۍ تر ټولو ناامن هیواد ګڼلې، د تېر کال په پرتله د هېواد د حاجیانو د لګښت د زیاتوالي، د مخالفینو د تروریستي بریدونو له امله د ملکي افرادو او په ځانګړې توګه ننګرهار کې د دیني علماو تلفات، د جمهوري ریاست د ټولټاکنو بودجې د نه تدارک او ځینو نورو مواردو اړوند خبرې وشوې.

د مطرح شویو مواردو په جمع بندۍ کې فضل هادي مسلم یار ډاډ ورکړ چې د تخار او بدخشان ستراتیژیکو ولایتونو په ګډون د امنیت اړوند مسایل به د وسله وال پوځ سرقوماندان اعلی سره شریک کړي او زیاته یې کړه چې د امنیتي ځواکونو له خوا ګزمې د امنیت ټینګښت له پاره ښه فرصت دې، هیله ده چې امنیتي ارګانونه او په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت د هېوادوالو او په ځانګړې توګه د کابل اوسېدونکو د امنیت د ټینګښت په موخه لا زیات تدابیر ونیسي تر څو جنایي جرمونه کم شي.



26-Jawza98-JAL4.JPG


د مشرانو جرګې رئيس ولسي جرګه کې رامنځته شویو ستونزو په اشارې وویل، د ستونزو څخه د مخنیوي تر ټولو غوره لار د یادې جرګې د کورنیو اصولو پلی کول دي چې ، باید دواړه لوری ورته غاړه کیږدي او رامنځته شوي کړکیچ ته د پای ټکې کیږدي، ځکه د دې حال ته دوام به د قوانینو د تصویب له اړخه د مشرانو جرګې په کاري اجندا منفي اغیز پر ځای پریږدي.

دوې د امریکا او طالبانو ترمنخ خبرو اترو ته اشاره وکړه او ویې ویل، د خلیلزاد او طالبانو تر منځ خبرو کې تل خپلو ګټو ته پاملرنه شوې او که چېرې د افغانستان اړوند خبرې مطرح کیږي،  خلکو او ملي شورا سره یې نه شریکوي دا په داسې حال کې ده چې ملي شورا د امریکا سره امنیتي تړون تائید کړ او حق لري چې د ترسره شویو خبرو له جریان څخه خبر شي او د خبرو اترو بنسټ باید د افغانستان منافع او مصالح تشکیل کړي.

مسلم یار د رټو ټاکنو په جوړېدو د ټینګار تر څګ له حکومت او دونرونو وغوښتل چې کافي بودجه دې د ټولټاکنو خپلواک کمېسیون په واک کې ورکړي ترڅو د جمهوري ریاست ټاکنې په خپل وخت په لاره واچول شي.



26-Jawza98-JAL5.JPG


Top of Form

Bottom of Form