اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

 د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د  غبرګولي ۲۳ مه

د مور دورځې  په مناسبت د ملي شورا مشرانو جرګې  د مبارکۍ  پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم

23-Jawza98-Payam-Pashto.jpg

د ملي شورا  مشرانو جرګه  دغبرګولي څلرويشتمه دمور د ورځې له امله ټولو درنو مېندو او په ځانګړي توګه دهیواد کړيدلو ميندو ته  مبارکي وايي او د دي بختوري ورځي  په وياړ ټولو مېندو ته چې عاطفې او مهربانۍ يې پاي او انتها نه لري، د زړه له کومې  د درناوي مراتب  وړاندي کوي.

مشرانوجرګه رښتینۍ باورلري چي د مورنوم  او ددې خداى ورکړی عطوفت  ټولو ته  اشنا ،  له خاطرو ډک او د درناوي وړ دى  او دا ميندي دي  چې د ځمکې پرمخ د بشر د نسل  په دوام  برسيره ، د هېوادونو  او دبشري ټولنو  د ټولنيز،  سياسي،  فرهنګي  او اقتصادي  ژوندانه  په تکوين او پرمختګونو کې  ارزښتناک رول لري، په تيره بيا زموږ په هېواد کې درنو ميندو د ژوندانه د بي شمیره  نا خوالو ترڅنګ،دبچيانو  د روزنې او پالنې  او دخپل هېواد دبيا جوړولو په چارو کې  ستر رول او مسووليتونه ادا کړي دي، خو له بده مرغه په هيواد کي روان جګړه ايز ناورين لا تر اوسه هم   زموږ د ميندو زړونه دردولي اوهر کال دا ورانونکې او تپل شوې جګړه په زرګونو ميندې د خپلو اولادونو په مرګ ويرجني کړي دي .

مشرانو جرګه د افغان مېندو د ژوندانه د ترخو حقايقو په پوهېدوسره ،دوي ته  د  ارزښتناکي ټولنيزي سټي په توګه  د قدر په سترګه ګوري او د مور د ورځې  د درناوي په ترځ کې یو ځل بیا ژمنه کوي چې د جګړې د ختمولو په لار كې به هڅې ګړندۍ او د قوانينو د تصويب  او دنورو تصميمونو د نيولو په مهال  د ګرانو ميندو ،ماشومانو او ښځو  حقونو ته د رسيدو په موخه به خپل مسووليتونه ادا کړي  او دهېواد په سياسي او ټولنيز  ژوندانه کې به دهغوى درول  بشپړ ملاتړ کوي .و من الله توفيق

د ملي شورا د مشرانو جركې رئيس

فضل هادي مسلم يار